تاند- سکاټلنډ نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
پچه سکاټلنډ وکټله او بیټنګ یې په خپله پیل کړ. سکاټلنډ په پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۱۳ منډې جوړې کړې خو افغان ټیم په اتلسم اور کې په داسي حال کې وسوځېد چې صرف ۶۳ منډې یې جوړې کړې وې.
دا مسابقه سکاټلنډ په ۱۵۰ منډو وګټله. افغانستان لومړۍ مسابقه له سکاټلنډه ګټلې وه خو دوهمه یې پر آیرلنډ وبایلله.
ویل کېږي چې په ټیم کې د نوروزمنګل او شاهپورځدراڼ نه ګډون پر افغان لوبغاړو منفي اغېز کړی دی. شاهپور ځدراڼ او نوروز منګل ته متحده عربي اماراتو وېزه نه ده ورکړې.
په نننۍ مسابقه کې د افغانستان لپاره لومړیو دوو لوبغاړو جاوید احمدي او عثمان غني په نسبي ډول شه لوبه وکړه. دوی دواړو ۴۶ منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواری هم بد ونه لوبېد. په ۱۵ توپونو یې ۱۰ منډې جوړې کړې خو نور ټول یو په بل پسې وسوځېدل.
مونږتاسو ټول پوهیږو چی نبی عیساخیل یو تکړا لوبغاړی ده . خو له بده مرغه ده ته دی کپتانی په ورسپرلو سره مونږ ده دهه تکړاتوب له منخه یووړ. باید نوروزمنګل بیرته کپتان شی ترسو نبی عیساخیل پخپل ښایسته بیټ او په ښکلی بال سره افغانستان ته بریا ورپو برخه کړیږ