تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر هرات ته په خپل وروستي سفر کې د طالبانو په ځپلو ټینګار کړی دی.
نوموړي د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره په لیدنه کې د افغان ځواکونو په لا تجهیز او تمویل هم ټینګار کړی او ویلي یې دي دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد وروستي عملیات بریالي وو.
سکاټ میلر همدا راز د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پراخولو او نويو عملیاتو په پلان هم ټینګار کړی دی.
بلخوا د هرات والي له بهرنیو ځواکونو غوښتي چې په دغه ولایت کې دې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ زیات کړي.
کیدای له طالبانو یی مطلب هغه ملا وی چی امر بالمعروف او نهی عن المنکر خبره یی کړی ده