معلومه نه وه  چې له کومه ځايه دلته راتلله، هره ورځ لمر خاته به په تېزو قدمونو د وچ راغه له لارې دې خواته را روانه وه، وچو لاسو او تڼاکو پښو يې د غريبۍ شاهدي ورکوله، زيړ رنګه طلايي ويښتان  به يې تل په تندي جړ پړ پراته ول، سهار به ښه و څېره به يې معلومېده خو تر ماښامه به داسې شوه فکر به دې کولو چې مور به يې هم و نه پيژني.

مورې پيرى دى، د موټر دننه خلکو د وړې ماشومې په خبره يوه شېبه وخندل، نه لورې پيرى نه دى انسان دى .

ماشومه ملامته نه وه ځکه د سارا مخ او لاس نه معلومېدل، يواځې شمال به يې کله ويښتان ورپول چې خلک به پوه شول کوم بنيا دم دى.

لمر د غره  له سره  راپورته شوى و، خو د يخنۍ زور کم شوى نه و، سارا خپل لاسونه په تخرګوکې نيولي وو،  د ولاړ موټر سورلۍ ته يې په تېز نظر کتل، که چا به جېب ته نصوارو پسې لاس ننويست د سارا زړه به د خوشالۍ ټکانونه وکړل، خو څه شېبه وروسته به يې نظر په بله واوښت.

دا وخت موټروان د ټاير د بدلولو اواز وکړ، له موټره خلک د لمر وړانګو ته غونج روان شول، څو تنه د اور د سکروټو په لور ورغلل.

د وړې ماشومې په غاړه سور ګرم جمپر، په لاسو د ستکشې،  په پښو جرابې او بوټان ول، سارا څه شېبه  له لرې ددې هر څه ننداره وکړه، بيا په کلاره د هغې  لور ته ورلنډه شوه.

ته پيرى يې؟ وړې ماشومې وويل.

د سارا په سترګو کې اوښکې ډ نډ شوې، په خپل خيرن لستوڼې يې له مخه دوړې پاکې کړې.

ته  کور نه لرې؟ ماشومې بيا وپوښتل.

سارا لاسونه خولې ته ونيول، څو ټوخي يې وکړل،  بيا يې وويل:  لرم يې.

ماشومه له موره د سارا اړخ ته راغله، ستا يخني نه کېږي؟

سارا ماشومې  ته  د لاس په اشاره هلته  لرې بلې سکروټې وښودې چې دوه درې کسانو ورته لاسونه نيولي وو، هغه مابلې کړي، هلته ځان ګرموم.

وړې ماشومې له لاسونو د سکشې راوويستې شاته يې وکتل د مور يې پام نه و، دا واخله، ما ته مې مور نورې اخلي.

موټر وان غږ کړ پورته شئ د خيره چې ځو، ماشومې خپل سپين لاس د مخه ښې لپاره سارا ته وړاندې کړ.

سارا ډېره خوشاله شوه، د سکروټو لور ته لاړه، هغې به هر سهار له  ځانه سره په لاره توتڼي راټولول هغه به يې دلته  راوړل، کله به چې موټر نه تر سترګو کېدل،  سارا به سکروټو ته د ناستې فرصت موندلو.

د سړک خاورو کې پښه ډوبېده، تاو شوى موړ و، موټر به پکې يو څه کلاره تلل، سارا ته به لس شلو موټرو نه کوم کس لس ګون  ورکړ.

ځاى ټول ګردجن و، کله که به کومې سورلۍ شيشه خلاصه پرېښې وه له دې ځايه په تېرېدو به ورته ګرد شکل بدلولو.

لمر په پرېوتو شو، د موټرو رش کم شو،  سارا د سکروټو خواته کېناسته، په سړک تر لرې کوم موټر نه تر سترګو کېده، په اسمان وريځې راخورې شوې، سارا د تلو تابيا نيوله چې له لرې يې په څو موټرو سترګې ولګېدې.

موټر رالنډ شول، د لومړي موټر په  ليدو سارا نوره هم خوشاله شوه، موټر ګلفوش و، د واده ورا معلومېده، سارا ژر د سکروټو له خوا د سړک منځ ته منډه کړه.

ګلفوش موټر په موړ راتاو شو، خو له دې سره شاتنى موټر په تېز رفتار په موړ د شاوو له موټره ځان مخکې  کړ، دوړه پورته شوه، سارا د دوړو پروا نه  کوله هغه له دې سره بلده وه.

هوا مخ په تياره کېدو وه، سارا د ګلفوش  موټر خواته  ورلنډه شوې وه، نور موټر هم په تېزۍ په موړ  راتاو شول، هيڅ نه معلومېدل يواځې له موټرو د خلکو چغې او د سندرو اوازونه  پورته  کېدل، چې د سارا سوې چغې پکې د چا تر غوږ نه رسيدلې.

د موټرو تر تللو وروسته ګرد کېناست، باران پيل شو، شېبه په شېبه تېزېده،  او  هر څاڅکي به يې له  بلو سکروټو چز پورته کاوه.

One thought on “سکروټې/ نصرت ارمان – لنډه کيسه”
  1. آرمان صاحب ډيره ښکلې کيسه وه، ښايسته تلوسه يې درلوده ، ما چې له پيل نه تر پایه لوسته په همدې کې وم، چې اوس به څه کيږي او اوس به څه کيږي، په دې ډول يې تر آخره لوستلو مجبور کړم، خو داسې بيغمي د خدای په هيځ کور کې پيدا نکړي ، يو کور کې چې وير وي او بل خاندي له ليلا سره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *