شیرین آغا جهانګیر  

رښتیا هم سکوت له دومره ژورې خاموشۍ سره سره بیا هم غلی نه دی او سندرې يې د زړه تل ته لارې کوي. کله کله شور له خپل ټول قوت سره سره نشي کولای د زړه بندې دروازې پرانیزې او کرخت وجودونه په حرکت راولي، مګر کله بیا سکوت دا خاموشي ماتوي او ویده ارواې راویښوي.  کله چې “ د شپې په تن کې، د یوه ستړي زړه غوغا ویده وي، او یو لالهانده روح د خپلې تیارې خونې کړکۍ کې تنها ولاړ وي” او بهر د تیارو په غیږ کې په واورو د پوخلي سړک ننداره کوي، نو سکوت خو به خود په سندرو راځي!.

کله چې تیارې دومره اشنا شي چې څوک دې ورته غیږ پرانیزې او د یوه ترهیدلی ماشوم په څیر ور ترغاړې ووځي، سکوت به سنګه نه مستیږي او سندرې به نه وايي؟

سکوت له هر چا سره خبرې نه کوي او نه هر چاته سندرې وايي، د سکوت په ژبه یواځې هغه فنکاره ذات پوهیږي چې بلا کلونه يې ریاضت کړی وي، سترګې يې د خوب پسې ړندې کړي وي او د سکوت په ژبه د پوهیدو لپاره يې د زړه غوښې خوړلي وي. داسې فنکاره ارواوې په انساني جنس کې ډیر کم او لکه د یو تصادف پیښیږي. خو مونږ خوشبخته یو چې په خپل عصر کې د سکوت په ژبه یو پوهیږدونکی او د سکوت په ژبه د یوه غږیدونکي فنکار همزولي یو. دا فنکار او خلاق ذهن بس  د یوې لنډې مودې لپاره زمونږ میلمه و، بلا چغې يې راته وکړې، د سکوت د ژبې ترجماني يې وکړه، د سکوت په ژبه يې راته ولیکل او د سکوت اشارې يې راته سندرې کړلې، اخر ستړی شو او د تل لپاره رانه دمه شو.

یو ځل په  آزادۍ رادیويي مجله کې استاد اسد الله غضنفر له فرید باراني سره غږیدلی و، ددې مرکې مقدمه ډیر په زړه پورې و، استاد اسدالله غضنفر ویلي و:

  • فرید باراني د شعر په اړه نوي نظرونه لري، که څه هم له شاعره غوښتنه کیږي چې نوي خبرې دې وکړي، خو په عمل کې وینو چې ډېر لږ شاعران نوي خبرې کوي. د نویو خبرو کول نه یواځې سخته دي، بلکه یو لوی ریسک هم ورسره غوټی دی، ځکه نویو خبرو ته اکثره شاعران، آن د ادب ماهران ممکن د شک په سترګه وګوري او په اسانه يې منلو ته تیار نشي. فرید باراني چې نوي خبرې کولای شي، دغه ریسک ته غاړه ایښې ده.

باراني د غضنفر صیب د خبرو په تائید د خپلې شاعرې په اړه بیا داسې نظر وړاندې کړی و:

  • زه د خپلې شاعرې په اړه صرف دومره ویلای شم چې زه د دوو شیانو څخه متاثره شوی یم؛ یو د الهام برخه ده او بل خپله تاثر دی، هغه که د طبیعت د سکون نه نیولې تر حرکته پورې هر څیز چې مالیدلې، که هغه سکون درلود او که هغه حرکت درلود، زه يې متاثره کړی یم. ولوکه یو مچ چې راغلی او زما د خوړو به قاب کښیناستلی دی، او له ماسره يې یوځای ډوډۍ خوړلی دی، زه ورته ځیر شوی یم، د هغه حرکت ماکتلی او هغه پرماباندې تاثیر کړی دی. زه فکر کوم چې همغه مچ هم ماته شعر جوړیدلای شي او هغه پشه ( ماشی ) چې زما په اطاق کې ګرځي او پرواز کوي، هم ماته د شعر موضوع کیدلای شي او زه پرې شعر لیکلای شم. زما لپاره طبیعت که د سکون په حالت کې وي یا په حرکت کې وي، ټول شعر لري . فقد زه فکر کوم چې زه باید شاعر ووسم، په ځیر ورته وګورم، شاعرانه فکر ورته ورکړم، په ځیر ورته وګورم او ډیر شور فکر ورته وکړم.

ژوند د شعر لپاره نن ډیر څه لري، فکري مشغولتیاوې ډیرې شوي دي، تولید، صنعت او هر څه ډیر شوي دي او په دوي ټولو کې شعر شته دی، فقد مونږ باید شاعرانه ژبه او ژور فکر ولرو، په دوي کې شعر پیدا کړو او ويې پلټو.

فرید باراني د پښتو ادب کلي ته د ځینو ناویلو سره راغی او بې له دې چې چاته ځان وروپیژني، په غږیدو شو، چغې يې کړې، سندرې يې زمزمه کړې، د هر چا د زړه او ذهن دروازې يې وټکولې او کوښښ يې وکړ چې د سکوت په ژبه ورسره وغږیږي، خو د سکوت په ژبه څوک هم پوه نشو او چا هم ورته غوږ کینښود. فرید د خپلې تیارې خونې په کړکۍ کې ودرید، لاندې سړک ته ځیر شو او سندره يې کړه چې:

ما له خپل اوښکو ژړل

چې سترګې سرې د هېڅ بازار تر لېونتوبه را ونه رسېدم

نه مې ډک زړه خالي شو

نه مې د سر ویښتان خواره پریښودل

نه مې څوک ووېرول،

او نه مې مینې لره خپله ستوماني وښوده.

فرید له ډیرو ناویلو او نادرو سره د پښتو ادب تر کلی راغی، هغه د یو خلاقه ذهن مالک و او کله يې هم کوښښ نه دی کړی چې کاریدلي کلمې، ترکیبات او جملې بیا وکاروي. په پورته ازاد نظم کې  ( نه مې د سر ویښتان خواره پریښودل – نه مې څوک وویرول ) ډیرې ساده او روانې جملې دي. که مونږ ددې جملو هنري ارزښت ته تم شو، دا تصویر په ذهن کې جوړ کړو، او تر هغې سحنې لاړ شو چې ( ویښتان به مو ګډ وډ کړل او بیا به مو ماشومان وویرول)، نو پوه به شو چې دې فنکار د ژوند خوند او رنګ ته څومره زیات تم شوی او په رښتیني مانا  د ژوند د هرې شیبې په ارزښت پوه شوی دی. دی ژوند له یوې بلې زاويې کتلی او تصویر يې د تورو په ژبه راته لیکلی. یو ځای يې د سکوت ژبه پرپاڼه داسې کښلې:

( غږ یې شیشې غوندې و

د هر قدم لاندې یې سل مړي ـ ژوندي پراته وو)

غږ له ښیښې سره تشبیه کول، دا که نادره نده نو څه ده؟ او لږ د ښیښې او غږ د ( قدم ) اصطلاح وګورئ! د غږ د پل په اړ مې ډیر اوریدلی، هم په نظم او هم په نثر کې، خو فکر نکوم ډیرو پیاوړو شاعرانو هم تر اوسه د ښیښې پل په اړه څه ویلي وي. دا امتیاز هم ددې فنکار ګڼلای شو، چاچې د خپلې تیارې خونې له کړکۍ د خاموشه سړک په منځ کې د ښیښې د قدمونو آواز اوریدلی او خاپونه يې لیدلي.

نظر له الماس او ښیښې سره ډیرو شاعرانو تشبیه کړی، ما هم په یو شعر کې ویلي وو:

آینې مې د زړګي ماتول غواړي

شوخ نظر لکه الماس راپسې ګرځي

خو د همدې پورته نظم په وروستۍ برخه کې باراني بیا وايي:

غږ یې شیشې غوندې و

راغله او زمونږ زړونه یې

کودي کودي کړله او بیرته لاړه

په ادب کې دا اعترافات زیات شوي چې ( غږ يې راته زړه مات کړ) خو دا چې غږ له ښیښې سره تشبیه شي، دا امتیاز بیا هم د سکوت ددې ترجمان فنکار دی. ورته دې مبارک وي.

مونږ د سکوت د ترجمانۍ تفسیر کوو، هر څومره چې په کې ښکیل کیږو، لا ډیرې ناویلې مخ ته راځي. فقد یو نظم ښکته راغلم، دا څو کرښې مې ترې واخیستې، تاسې ته دا ترکیبونه عجیبه نه بریښي؟

آه! زه مې د خپلې زمانې څه گنهکار حیرت یم

مات لکه وچه څانگه

بد لکه خام اسپرم

اور لکه ټول جهنم

درد لکه ټوله هستي

عشق لکه ټوله جانان

یواځې دوو جملو ( بد لکه خام سپرم – درد لکه ټوله هستي) ته يې تم کیږو.

بد لکه خام سپرم- زه باراني ته ځکه د خلاقه ذهن اصطلاح کاروم چې هغه تل هڅه کړې ناویلې تشبیهات وکاروي. خام سپرم چټل ګڼل شوی، خو بد ما لا نه و اوریدلی، بد او چټل سره مه ګډوئ، چټل هغه دی چې فزیکي او ظاهري بڼه يې د انسان زړه او ذهن ته ناخوښ وي، چټل پاکیدای شي، خو بد بیا له باطن سره تړاو لري، او بله دا چې مونږ سپرم چټل بولو، دلته خبره د خام سپرم ده، او خام سپرم بد دی، دلته مسئله د جنسی غریزې او اخلاقي محوره را اخیستل شوې، خام سپرم کله هم د اخلاقو په دایره کې د بحث موضوع نه وي، د خام سپرم تړاو له فساد، اخلاقي جرم او شهواني لیونتوب سره دی.

بله خبره د درد او هستۍ ده. باراني هستي درد بولي او دا هغه څه دي چې د بشري تاریخ په اوږدو کې اکثرآ هستي، کاینات او تر مونږ راچاپیر ماحول ته د درد، غم او تکلیف په سترګه کتل شوی دی.

که چا له باراني سره د یوه ساعت لپاره هم لیدلي وي، په دې به اعتراف کوي چې هغه یو پلټونکی روح و، هغه به اوریدل ډیر، خو منل به يې هغه وخت چې د پلټنې په پایله کې ورته خپله رسیده. رحمان بابا وايي:

ټول وسواس له احتیاطه پیداکیږي

زه له ډیرې هوښیارۍ نه لیونی شوم

همدا اعتراف بیا باراني هم کړی دی، خو په دې ډول:

ماته زما د پردي شوو پلونو لار وښایاست

غواړم له خپلو بلاربو شوو اندیښنو وتښتم

بلاربې شوې اندیښنې، همغه د وسواس او احتیاط مسئله ده. کله چې یوه اندیښنه بله اندیښنه وزیږوي، رحمان بابا ورته وسواس وايي او باراني يې بیا بلاربې شوې اندیښنې بولي. یو ځای د غزل په یو بیت کې يې هم همدا د عبدالرحمن بابا خبره کړې، خو په خپل ځانګړي سبک، وايي:

دا چې لیونی لیونی ګرځمه

دا خو مې له ډیره احتیاطه دي

همغه خبره ده، چیرې چې وسواس وي، هلته احتیاط وي، او چیرې چې احتیاط وي، هلته بیا انسان د سرګردانۍ، اضطراب او لیونتوب حد ته قدم ږدي.

شهید باراني له ښه شعر او نثر لیکلو سره سره یو ځوان مبلغ او نقاد هم و، هغه په شعر او نثر دواړو کې د انتقاد او وعظ تیزه، خو اغیزنانکه ژبه درلوده، کله چې باراني درته مخاطب وي، کله چې هغه نقد کوي او کله چې هغه درته د وحدانیت، سپیڅلتیا، بیدارۍ او پاکدامنۍ خبرې کوي، هره خبره يې زړه ته لاره کوي او له خولې هره وتلې جمله يې د زړه په دیوالونو حک کیږي. لاندې نظم ته يې تم کیږو:

له ځانه وېره کوم

له خپل کاڼه وجدانه

له خپل ړانده شهوت نه

او له دې ښار نه چې د تن د آزادۍ نجونې یې

په خپل ذهنیت کې ارګاسم ته رسي.

له ځانه وېره لرم

له هغه درد نه چې په ژوند او په شفا بدل شو

له هغه مرګ نه چې د ژوند ښاغلې هیلې یې په لاس کې راکړې

له وچو غرونو نه چې غیږ راکوي

او ددې ښار د زندانونو تقوا

او زمونږ د کلي فاحشه چې باکره وخته.

له ځانه ویره کول، تریخ اعتراف چې د کولو لپاره د باراني زړه او جرئت  پکار دی. هر څوک دا جرئت نشي کولای چې ځانته د انتقاد ګوته ونیسي. هر کله چې انسان خپل ځان د خپل وجدان په آینه کې وویني او هرکله چې انسان خپل  ځان د خپل ضمیر او د خپل وجدان په محکمه کې ودروي، انسان بیا د شرف او تقدس مرحلې ته رسیږي او شیطان ترې په فرسنګونو لرې تښتي. فرید همداسې یوې مرحلې ته رسیدلی و او ویلای شم چې هغه په ځوانه ځوانۍ د عرفان له چینې سیرابه شوی و.

فرید خپل چاپیریال ته د انتقاد ګوته نیسي، له ټولنیز اخلاقي فساده زوریږي، له بې بندوباره فکري آزادۍ کرکه او ویره لري، داسي آزادي چې د انساني ټولنې ترټولو لطیف جنس هم په کې له ډیرې ازادۍ له خپل انساني مداره وځي او له ځانه ورکیږي.

هغه درد چې په ژوند او په شِفا بدلیږي، هغه کوم درد دی؟

هغه درد د اعتیاد درد دی، د هغه څه اعتیاد چې د انسان له فطرت سره تضاد لري او انساني ذات له کړاو او تکلیف سره مخامخ کوي، مګر کله چې دا عمل په اعتیاد بدل شي، بیا نو ژوند شي او شفا شي.

که تاسې په مخدره توکو د روږدو کسانو په اړه معلومات لرې نو درته به مالومه وي چې دوي هغه وخت رک روغ او بې درده وي چې مخدره مواد ور رسیږي، کله چې دوي ته مخدره مواد ونه رسیږي ، د دوي وجود د شدید درد احساس کوي او ژوند ورته تر مرګه زیات درد ورکوي. ځني وخت فکر، باور او تمایل هم چې انسان ګمراهۍ ته راکاږي، په اعتتیاد بدل شي او دا اعتیاد بیا ظاهره شفا او ژوند شي.

د انسان فطرت داسې جوړ دی چې له اوبو او زرغونتیا سره مینه لري او له شاړې او وچکالۍ کرکه او ویره کوي. د ارواه پوهنې له نظره هغه خلک چې له زرغونتیا او اوبو سره مینه لري او په شنو سیمو کې رالوی شوي وي، نظر هغو خلکو ته چې په وچو ځمکو او شاړو کې رالوی شوي وي، زیات مینه ناک، عاطفي او له شره کرکه کوونکي وي، برعکس د وچو سیمو او شاړو وطنونو اوسیدونکي بیا نسبتا زشت او بې میني وي ( استثنا شته).

د ښار د زندانونو د تقوا یادونه ما په ړومبي ځل د باراني په شعر کې ولید، تر دې وړاندې د زندانونو د تقوا په اړه ما په نظم کې څه نه و لیدلي. رښتیا خبره ده، هغوي چې له جرایمو او زندانونو سره سراوکار لري، پوهیږي چې ډیری مجریمین او حتی هغوي چې قتل او شوکي کوي، زندان پرې اغیز کوي او تر ټاکلې مودې چې په زندان کې وي، په سالمو او اصلاح انسانانو بدلیږي او له راوتو سره يې هرڅه بدل شوي وي. دې باریکې ته یواځې زمونږ خلاقه او باریک بینه ملګری خپل پام اړولی او اشاره يې ورته کړې. دلته د قانون، مجازاتو او د ناوړه عمل پروړاندې د انسان د تنبيي ماهئیت او فلسفه په ډیره ښکلې بڼه تصویر شوی دی.

باراني تنها په ادب کې ورک نه و، فزیک، فلسفه او عرفان يې په تیاره او ځانله خونه کې تیت او پرک شیندلي و. فرید که له یوې خوا فزیک کې ډوب شوی و، له بلې خوا يې بیا پسې د قران حواله ګرځوله، که له یوې خوا يې د یونان د فلسفې د اکاډمۍ تر دروازې ځان رسولی و، له بلې خوا بیا اسلامي فلسفې ته دانګلي و او خپل ذهن يې ترې ښه سیرابه کړی و. لاندې دده د یو غزل یو بیت به دده د مطالعې ټول نچوړ راته مخ ته کښیږدي، زمان، مکان او خلا:

مګر نړۍ د وخت له غیږي بغاوت کړی دی

چې دومره تیز او ګړندې دې د دنیا ګامونه

باراني (  ادب د ژوند لپاره ) د خان هدف ټاکلی و، هغه که د سکوت سندرې ویلې، نو کوښښ يې دا و چې حتی تنهايي هم له ځانه سره ملګری کړي. فرید په دې باور و چې انسان ټولنیز مخلوق دی او تنهايي به يې د وحشت، انزوا او تباهۍ تر بریده ورسوي. فرید د ژوند هره لحظه او د عمر هر پړاو له یوې بیلې زاويې لیدله او د سکوت له پاڼو يې ترجماني کوله. په لاندې غزل کې يې د ماشومتوب د رښتینولۍ، د زلمیتوب د هوس او د عمر د مانا په اړه ښه انځورګري کړې:

ماشومتوب ښه و د دردونو ارزاني خو نه وه

د څېز ژړا وه څه خبره د زړګي خو نه وه

که هرڅو ژوند په بې مفهومه انزوا کې پروت و

د سړو اوښکو د درشل غمګساري خو نه وه

هرڅه د رنګ په نوم راتله هرڅه د رنګ په نوم تله

د یو بې ساه تصویر د عشق بت پرستي خو نه وه

ورځ ستا د حسن له وړیا کتو په ځان ډاډه وه

ستا د کتو د انجماد سړه نیستي خو نه وه

ژوند بس په خوب او ویښو سترګو چا وېشلی ولو

شپه مې پوره وه څه په غم کې نیمایي خو نه وه

اجازه راکړئ یو ځل بیا دا اعتراف وکړم چې فرید باراني پښتو آزاد نظم ته نوی روح او نوی رنګ ورکړ، د فرید آزاد نظمونه د پښتو ادب غني برخه جوړوي. د هغه په شعر کې نوي ترکیبونه، نوي تشبیهات او ښکلې انځورګري شوې او د لوستونکو تنده ماتوي. زه خپل خبرې را ټولوم، ددې لالهانده، فنکاره او خلاقه هستۍ روح ته سکون او فکر ته يې د تل ژوندي پاتې کیدو لاسونه لپه کوم او د باراني په دې بیت تاسې د هغه د فکر کلي ته هرکلی وایم:

کله چې شاعر شو بیا مین شو بیا تنها شولو

وې چې دې نړۍ کې ماته ځای د ځاییدلو شته ؟

شیرین آغا جهانګیر

۵ جنوري ۲۰۱۸

ننګرهار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *