سګریټ

ډډ غږ شو:

ـ        پښه دې پښه دي، پام پام

سړي خیرن جمپر اغوستی و زما له پښو سره یې له سړکه څه راواخیستل، پورته یې راته وکتل:

ـ        پیسې پرې زیاتې شوي ګوره سلامت سګریټ یې هیسته اچولی

ما سر وخوځاوه. ده په پوړیدلي لاسونو سګریټ په خوله کې ونیو:

ـ        لایټر لرئ؟

لګولی سګریټ لایټر مې د سړي خولې ته ونیو. د ده سوړی بوی ته، ساه مې بنده کړه. د سګریټ له لګیدو سره روان شوم. څو ګامه مې نه و اخیستي چې راغږ یې کړل:

ـ        اې اې اې…

سګریټ یې په ګوتو کې نیولی رامخته کړ:

ـ        مړ شو

ما لایټر له جیبه راوایست. ده لاس رااوږد کړ. لایټر مې ورته پریښود. څرپی شو:

ـ        اې لایټر دې پاتې شو

ـ        د جمپر خولۍ مې پر سر راکش کړه. سړي پر اوږه لاس راکیښود. ورته ودریدم. په چاودو لاسونو یې لایټر راته ونیو. ما ورته وویل:

ـ        دغه ستا شو

ده لایټر پر خپل جمپر وموښه بیا یې رامخته کړ.

ما ورته وویل:

ـ        ستا شو

ده لکه لوګي چې وهلي وي، خپلو تورو خیرنو لاسونو ته وکتل او لګیدلی سګریټ ترې ولوید.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *