ژباړه:عبدالتواب خپلواک –
ممکن دا پوښتنه مو مخته راسي چي د نشه یي توکو کوم ډول یې ډېر خطرناک دي، اوپه سرطان او نورو ناروغیو د اخته کېدو چانس زیاتوي؟ دلته مو دا او ورته پوښتني ځوابوو.
یادونه: دا ژباړه د یوې مرکې ده چي تالاب مجلې د ایران د نشه یي توکو د استعمال پر ضد د مبارزې ریاست د اجرایوي مرستیال ډاکټر محمد رضا معدني سره کړې،د مرکې ټولي پوښتني نه،بلکي درې مهمي مو یې را اخیستي او ژباړلي.
خبریال:سګرېټ څه دي او ایا سګرېټ د نشه توکو له ډلې ډېر مصرف کېدونکي مواد دي؟
ډاکټر:بلې، سګریټ خطرناک وژونکي، روږدي کوونکي مواد دي چي د انسان په وسیله جوړ سوي دي، د سګريټ اصل خطر د هغه په دود کښي د موجوده کارول سوو موادو دی.او د دې خطر اصلي او مؤثره ماده نیکوتین نومېږي چي روږدي کوونکي خاصیت لري،او دا ماده د زړه او رګونو نیمګړتیاوي او د عصبي سیستم ګډوډی منځ ته راوړي.
خبریال: منظور مو له اصلي خطره څه دی؟
ډاکټر:و ګوری،د سګریټ دود دوه جریانه لری،یو دا چي په مستقیم ډول د کشولو،څکولو له لاري خولې او سږو ته داخلېږي او دوهم ډول یې داسي چي د سګرېټ دود په محیط کي خپرېږي او د تنفس په وخت کي په غیر مستقیم ډول سږو ته ځي.
دا دود د څلور زره مختلیفو انټجني،ارثی موادو کي تغیر راوستونکو،سرطان زېږونکو،او … مادو څخه جوړ دی،همدا ډول د سګرېټ دود دوه بخشه لري چي ذرې لرونکي بخش او ګازي بخش دی.د سګرېټ دود ۸۵٪ ګازي او پاتي یې ذره لرونکې برخه ده.د ګازي ډېره سلنه یې اکسېجن،نایتروجن او کاربن مونو ډای اکساید تشکلیوي،کاربن مونو ډای اکساید د اکسېجن په نسبت د هیموګلوبین سره د یوځای کېدو ډېر میل لري،نو په دې اساس د اکسېجن پر ځای دا ګاز د هیموګلوبین سره یوځای کېږي او د بدن حجرو ته په پوره اندازه اکسېجن نه رسېږي.
د سګریټ دود ذره لرونکې برخه چي ۱۵٪ جوړوي،مهمه او ډېره برخه یې د نیکوتین ماده تشکیلوي،په عین حال کي نیکوتین د سګرېټ اصلي،موثره او روږدې کوونکي مواد دي کوم چي روږديتوب،د زړه او د رګونو سیستم نیمګړتیا او د عصبي سیستم ګډوډی منځ ته راوړي،څېړنو دا هم ښوولې چي د سګرېټ د څلور زرو جوړښتیزو موادو له ډلي یې ۴۰ ډوله سرطان زېږونکي دي،سګرېټ یواځي د سږو سرطان نه بلکي د خولې،حنجرې،سر،غاړي او نورو برخو د سرطان کېدو سبب ګرځي.
خبریال:که سګرېټ د چلم سره پرتله کړو نو کومي پایلي ته رسېږو؟ چلم خطرناک دي او که سګرېټ؟
ډاکټر:که څه هم چلم لږ کارول کېږي مګر د چلم د دود حجم د سګریټ د دود په پرتله د ۱۰-۲۰ برابره زیات دی،او موږ وویل چي د نشه یي موادو خطر په هغوی کي د موجود موادو په دود کي دی نو څومره چي دود زیاتېږي په همهغه اندازه یې زیان زیاتېږي.
یو سګرېټ شاید د ۵۰۰ سي سي څخه تر یو لیتر پوري دود تولید کړي،مګر د یو درست چلم څکول د ۱۰تر۲۰ لېټره دود تولیدولی سي،نو پر دې اساس ویلی سو چي د چلم یو ځلي د ۷۰ سګرېټو سره برابر دی،دا چي د یوه سګرېټ دود څومره زیان لري د چلم یو ځلي د هغه ۷۰ برابره زیان لري،او بل دا چي سګریټ په انفرادي ډول څکول کېږي خو چلم سلګونه کسان کاروي چي له همدې سببه په اسانۍ سره وایروسونه،میکروبونه او ناروغۍ له یوه کسه بل کس ته لېږدول کېږي،او په ناروغیو د اخته کېدو چانس زیاتېږي.
فرض کړی چي دوه کسان چي د یو ډول شرایطو درلودونکي وي یعني د عمر، جنسیت، موقعیت او … له مخي سره ورته وي،پرتله کوو؛
که یو له دوی څخه په ورځني ډول یوه قطۍ سګرېټ څکوي او دوهم یې په ورځ کي یو ساعت چلم څکوي،نو د تجربو او څېړنو له مخي هغه کسان چي چلم څکوي د سګرېټیانو په په پرتله ژر له خطر سره مخ کېږي.
پایله:د سګرېټ خطر د هغه د موادو په دود کي دی او دا دود د ۴۰۰۰ ډوله موادو جوړ دي چي ۴۰ ډوله یې سرطان زېږونکي دي، چلم د سګرېټ په نسبت ډېر خطرناک دی.ځکه یو درست سګرېټ ۰،۵-۱ لېتره دود تولیدوي خو یو درست چلم ۱۰-۲۰ لیتره تولیدوي او یو ځلې یې د ۷۰ سګرېټو برابر دی،یو سګرېټ یو کس څکوي خو یو چلم لسګونه حتی سلګونه کسان څکوي او یو بل ناروغۍ ته لېږدوی.
Dr. Malakzay, Germany
محترم خپلواك صاحب
كور مو ودان چې تاسو د افغان ولس، په تېره بيا د تنكو زلميانو لپاره داسې يو ګټور مضمون ژباړلى دى. كاشكې چې د دې مضمون متن په هر كلي، هرې بانډې، هر ښوونځي او په هرې ډېرې او حجرې كې ياد شي چې د بشريت له دې وژونكي توكي څخه هرڅوك ډډه وكړي.
څنګه چې تاسو ليكي دي، دا مضمون مو د (تالاب) په نامه له يوې ايرانۍ مجلې نه پښتو ته راژباړلى دى چې ليكوال يې (ډاکټر محمد رضا معدني) دى.
كه د دې مجلې دې مضمون ته كره كتنه وشي، نو سړى ويلى شي چې دې مضمون ډېره برخه سمه ده، خو په يوې برخې كې د ډاكټر محمد رضا معدني معلومات ناسم يا زوړ دى. څنګه چې تاسو ليكلي دي، ډاكټر رضا معدني وايي: (… د دې خطر اصلي او مؤثره ماده نیکوتین نومېږي).
په دې چې چې دا يوه طبې موضوع ده، نو په دې برخه كې زه د طب محصلينو او د طب نورو مينه والو ته خپل معلومات ستاسو د مضمون په چوكاټ كې وړاندې كوم.
د ډاكټر رضا معدني د مركې ناسموالى يې كوم دى؟
د سګرټو، د چلم او د تماكو د خطر اصلي توكى (نيكوتين) نه دى. (نيكوتين) په سګرټو كې تر ډېرې اندازر پورې تش د روږد كوونكي توكي حيثيت لري او تاوانونه يې نسبتآ لږ دي. دا چې ولې، دا به په لاندينۍ برخه كې وګورو:
(نيكوتين) څه تاوانونه لري؟
بې له شكه (نيكوتين) يو زهرجن توكى دى چې انسان په لنډ وخت كې ځاى په ځاى وژلى شي. پوښتنه دا ده چې په كومه كچه يا اندازه؟
د (نيكوتين) د زهرجنتوب په برخه كې مختلف معلومات خپور شوى دى. ځينې منابع وايي چې د (نيكوتين) وژونكي اندازه (پنځوس) ميلي ګرام (50 mg) ده. ځينې نور منابع ليكي چې دا معلومات ډېر زوړ دى او نوې څېړنې ښايي چې د (نيكوتين) وژونكې مقدار ډېر لوړ دى او د (پنځه سوه ميلي ګرام نه تر زر ميلي ګرام) (500-1000 mg) پورې رسيږي.
(نيكوتين) بې له شكه بې شمېره ډېر تاوانونه لري، چې يو څو تاوانه يې د بېلګې په توګه دا دي:
د ويني د فشار لوړول، د زړه د ضربان زياتول، د ساه راښكو د كچې زياتول، د بدن د وينې د بهېدلو د لارو تنګول، د معدې د تېزابو زياتول او داسې نور.
په يو سګرټ كې څومره (نيكوتين) موجود دي؟
په يو ناسوزول شوي يا ناڅكول شوي سګرټ كې (دولس ميلي ګرامه (12 mg نيكوتين موجود دي. كله چې سګرټ وڅكول شي، نو د تماكو د سوځول كېدو په وجه د دې (نيكوتين) ډېره برخه سوځي او تش (يو ميلي ګرام) نيكوتين د انسان د خولې او سږي له لارې د انسان بدن ته ورننوځي.
(نيكوتين) څومره وخت د انسان په بدن كې پاتې كيږي؟
د (نيكوتين) نيمه عمر يا (half-live) د انسان په بدن كې (دوه) ساعته دى، دا په دې مانا چې د دوه ساعته وروسته د يو سګرټ د (نيكوتين) اندازه (0,5 mg) رسيږي. كه يو څوك ټوله ورځ پرله پسې سګرټ وڅكي، نو بدن ته يې په (۲۴) ساعتو كې (20 – 40 mg) نيكوتين ورګډيږي. په دې چې د (نيكوتين) نيمه عمر دوه ساعته دى، نو په هر دوه ساعتو كې د دې (نيكوتين) اندازه بيا نيمايي كيږي.
خلاصه:
د سګرټو او چلم د څكولو اصلي تاوان رسونكي توكي هغه له (څلور زره) (4000) نور مواد دي چې په تماكو كې موجود دي او نه (نيكوتين). په دې برخه كې دا معلومات هم د ليكلو دى چې په اروپا كې د سګرټو د خوشې كولو لپاره (ژاولې، Spray، پلسترونه، Inhalator، او په خوله كې ويلې كېدونكې ګولۍ) موجود دي چې مواد يې بيا هم (نيكوتين) دى. په دې توكو كې د نيكوتين اندازه د (دوه ميلي ګرام) نه نيولى تر (پنځلس ميلي ګرام) پورې ده.
وروستۍ خبره:
دا چې د سګرټو تاوان رسوونكې ماده (نيكوتين) ده او كه بل څه، دا د سګرټ او چلم څكوونكي لپاره دومره مهمه نده. مهمه دا ده چې هر څوك ورځينې ډډه وركړي. هغه څوك چې پرې روږد دي، ځان ترې خلاص كړي.
ستاسو د محترم خپلواك كور ودان چې په تاند كې مو دا مضمون ليكلى دى.
ډاكټر اكرم ملكزى ـ جرمني