که ولسي جرګې ځینې وزیران سلب صلاحیت کړل، حکومت پرې خوښ نه شو، سترې محکمې هم د حکومت او ولسي جرګې د پر له پسې کواښونو له کبله تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، د ملي یوالي حکومت به بیا د نوو وزیرانو په ټاکلو کې د اختلافاتو له امله میاشتې په بر کې ونیسي، هاخوا د مالي کال په پای ته رسېدو او د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ ورځ د هېواد لپاره د نوي مالي کال د پیل ورځ ده؛ خو ولسي جرګه بیا د بودجې د نه تصویب خبره کوي. د ځینو وزارتونو لپاره شوې مرستې د دې لپاره چې اړوند وزارت سمې نه وې مصرف کړې، په میلیونونو ډالره بېرته واخیستل شوې چې ممکن په نوي کال کې یو شمېر بهرنیان د بیا ځل لپاره مرستې ته زړه ښه نه کړي، ولسونه هم دوه زړي شوي دي چې دغه وضیعت د اوس او را تلونکي لپاره ګڼې ستونزې را پیدا کولای شي.
تجربې ښيي چې سرپرستان هم بې نمکه کار کوي، یوازې د ځینو اداري ستونزو له را پیدا کېدو پرته بل څه نه شي پرېښودلای.
د موسمونو د ادلون، بدلون پر وخت د امنیتي او اقتصادي ودې د ښه کېدو په موخه پلان او پالسي ته اړتیا پیدا کېږي، د بهرنیو، اقتصادي او کرنیزو چارو په راس کې باید رسمي وزیران وجود ولري.
خو له بده مرغه په ځینو کې یې اوس یو هم نه شته.
اوس پوښتنې دا دي چې! ولسي جرګه په حقه ده؟ حکومت به د نوو وزیرانو په پېژندنه کې بریالی شي؟ ستره محکمه به داسې پرېکړه وکړای شي چې د متقابل سیاست د پلي کېدو مثبته پایله ترې را ووځي؟ که د راتلونکي کال لپاره بودجه تصویب نه شي، څه به پېښ شي؟
ولسي جرګه به د خپلو کورني اختلافاتو د حل، د بودجې د تصویب، د نوو وزیرانو په ټاکلو او د ژمنۍ رخصتیو په تېرولو بوخته وي، حکومت به بیا چڼه بازۍ کوي، اړوند مسولین به د ژمي ساړه د جیبونو د ډکولو لپاره په سوچونو او فکرونو تېروي، د ریاضي هغه فرمولې چې پراخ تناسب رامنځته کوي، په کار اچوي؟ او که له تېر کړکېچن حالات نه به یې درس اخیستی وي، ملي یوالی به د اختلافاتو له کبله نه بدناموي، کاري کدرونه به د وزارتونو د راس تشه ډکوي او که به د ولس غړي د ولس په کور کې د ولس رښتینی لاس رسی کوي او همدا راز به د رخصتیو په اوږده موده کې د ولسونو غږ اوري او ورته به د حل په موخه اجراات کوي؟
خو که دا هر څه ونه شي، حکومتي مامورین به بیا د بودجې د ځنډ له امله، معاشونه تر لاسه نه کړي، حق الزحمې به یا بیخي له منځه ولاړې شي او یا به د بخت او طالع له مخې ځینو ته په میاشتو پس په لاس ور شي. له کبله به یې نه په کور دننه ژمني ساړه مهار شي او نه به د ښوونځیو د پیل په ورځو کې د زده کوونکو لپاره د زده کړو لازم مواد برابر کړي.
ښه خو دا وه چې یاده پروسه ډېره طولاني مخ ته تللې وای، له یوې خوا به نوي او کدري اشخاص پېژندل شوي وای، له بلې خوا به یادې ستونزې او مخالفتونو سر نه پورته کاوه.
که دا هر څه شوي، اوس د یو پر بل پړه اچول، یو د بل پر ضد درېدل او د ګواښوونو په صادرولو کې لا نور جدي کېدل، روان حالات نه شي کابو کولای او لا نور به یې خراب کړي، باید سم لاسي ورته د پای ټکی کېښودل شي او په یوه خوله سره صلاح شي؛ څو تللی باور بیا را وګرځي، د دوستو هېوادونو مرستې را جلب، راتلونکی کال له انکشافاتو او پرمختګونو ډک او شته ګواښونه پای ته ورسېږي.