سیاست اسلامي کول، که اسلام سیاسي کول؟
دا مهم بحث دی، او د اهمیت دلیل یې دا دی چې د اسلامي نړۍ د نیمو مصیبتونو سرچینه د اسلام سیاسي کېدل دي. خلک په دې بهانه چې ګواکې سیاست اسلامي کوي، اسلام سیاسي کوي. په دې کار سره د اسلام هدفوالی په وسیله والي، او د قدرت وسیله توب په هدف بدلېږي. یعنې دا چې قدرت د خدمت وسیله ده، دا تصور سرچپه کېږي او خدمت د قدرت ګټلو وسیله بلل کېږي.
یوه طبقه خلک را ولاړېږي، لویې لویې ږیرې، لویې لویې څڼې پرېږدي، تسبیح اړوي، سپینې خولۍ پر سروي، په ځوانانو پسې را لګېږي، په هغوی کې داسې دیني احساسات ځای پر ځای کوي چې بیا هماغه احساسات قدرت ته د ګوندونو او اشخاصو په رسولو کې وکارول شي. که دا احساسات اسلامي وي، نو دې ته بیا د اسلام سیاسي کېدل وایي.
خو یو بل عبارت، چې د دې برعکس دی، هغه د سیاست اسلامي کېدل دي.
د پورته ذکر شوي روږد، چې موږ یې په سیاسي اصطلاح اسلامکاري، یا د اسلامکارول بولو، تر ټولو لومړی قرباني خپله دین او د سیاست اسلامي کېدل دي.
پوښتنه دا ده چې اسلام سیاسي کېدل خو پورته شرحه شول، د سیاست اسلامي کېدل بیا څنګه وي؟
د دې پوښتنې ځواب خپله د اسلام او سیاست په تعریف او هدف کې دی.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې “إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق”.
زه یواځې د دې لپاره را استول شوی یم چې اخلاقي مکارم بشپړ کړم. په ګڼو نورو دیني متنونو کې په صراحت راغلي چې دین اخلاقي ظابطه ده. په ځینو کې لا دین په اخلاقو تعبیر شوی دی. مثلا، ویل شوي چې الدین معامله. دین نېکې معاملې ته وایي.
که د دین پنځو اهدافو ته، چې ټولو فقهاوو پرې اتفاق کړی، وکتل شي هم، ټول اخلاقي دي. حتی د عباداتو په اړه د نصوصو صراحت دی. د لمانځه په اړه چې له فحشا او منکر څخه انسان را ستنوي. د زکات په اړه، چې مالونه د مالدارو په ګېره کې حبس پاتې نشي. بالآخره، د ټولو عباداتو یو هدف د نفس تزکیه ده چې سر یې اخلاقو ته وزي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د یوې ښځې په اړه وویل شول چې فلانة صائمة قائمة، و لکنها بذیئة تؤذي جيرانها بلسانها، فقال صلي الله عليه وسلم، لا خير فيها و هي من أهل النار. پلانۍ ښځه د ورځې روژه، د شپې په لمانځه سر وي، خو بدخولې ده او ګاونډیان په ژبه ازاروي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل، خیر نشته پکې، او دوزخۍ ده.
د په دې برخه کې تر کفایت زیات دلایل موجود دي چې دین اخلاقي ظابطه ده.
دوهم شی چې باید تعریف شي، هغه سیاست دی. سیاست د قدرت ګټلو سیالۍ ته وایي. انسانان له خپل فطرته دې سیالۍ ته مجبور دي. دوی که دا سیالي د رأیې په وسیله ونکړي نو بیا یې د زور او جګړې په وسیله کوي. زموږ ټول تاریخ د دې خبرې شاهد دی. د امین او مامون په نامه د دوو وروڼو، جګړه، د سلطان محمود او د هغه د ورور جګړه، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اصحابو ترمنځ جګړې ټولې د دې حقیقت شاهدې دي چې انسانان که هرڅومره پاک او هرڅومره سره نیږدې هم وي، د قدرت په سیالۍ کې د یوه منظم عادلانه چوکاټ په نه شتون کې یو له بله په جګړه کښېوزي او یو بل وژني.
نو د سیاست لنډ تعریف دا دی چې سیاست د قدرت ګټلو او ساتلو سیالي ته وایي.
ښه نو چې داسې ده، نو د دې دوو تعریفونو، چې دین اخلاقي ظابطه او سیاست د قدرت د ګټلو او ساتلو سیالي ده، زموږ له پورته بحث سره څه تړاو دی؟
موږ غوښتل دا پوښتنه ځواب کړو چې اسلام سیاسي کول او سیاست اسلامي کول څه توپیر لري.
د اسلام سیاسي کولو یو مثال خو مو پورته ذکر کړ، او موږ ټول یې په اسلامي نړۍ کې شاهدان یو. اسلام سیاسي کول موږ تاسې ټول پېژنو، دا چې سیاست اسلامي کول څه ته وایي، د اسلام او سیاست له تعریفونو څخه د دې سوال ځواب ترلاسه کولای شو.
د دې تعریفونو پر اساس، سیاست اسلامي کول، یعنې د قدرت سیالي ته اخلاقي معیارونه ټاکل دي. په بل عبارت، د سیاست اسلامي کول، د سیاست اخلاقي کولو ته وایي.
نو د دې دواړو تصورونو، یعنې سیاست اسلامي کولو او اسلام سیاسي کولو یو تفاوت خو همدا شو چې د لومړي تصور پر اساس، اخلاق په لومړیتوب او د قدرت سیالي په دوهمه درجه کې راځي، خو د دوهم تصور، یا اسلام د سیاسي کولو په پایله کې اخلاق دوهمې درجې او سیاست او قدرت ګټل او ساتل لومړۍ درجې ته راځي.
که په اسلامي نړۍ کې ننني اسلامکاري او د هغوی کردار ته وکتل شي، دا خلک، که وغواړو او که ونه غواړو، د نړۍ بداخلاق ترین او بدکردار ترین انسانان پېژندل شوي دي.
له قتل او وحشت څخه نیولې چې لوی ګناهونه دي، تر دفتري غلاوو، او بیا آن په لاره او کوڅه چې د یو چا د فردي آزادۍ پر حریم تر تېري، د یو چا تر توهینولو او په قمچینه وهلو، او بیا یو چا ته په یوه ناوړه ځای او ناوړې بڼه تر نصیحت کولو پورې ټولې بداخلاقۍ تقریبا د همدوی ټېکه دي.
لکه مخکې مې چې وویل، د دوی لپاره اخلاق دوهم حیثیت لري. لومړی د قدرت ګټل او لاسته راوړل دي. مثلا، د انسان وژنه یوه اخلاقي ستونزه ده، چې دوی ته تر قدرت لاسته راوړلو او سیاسي ګټې کم اهمیت لري.
د دوی ټول فشار په دین کې کې په شپږو حدودو، چې په لاس، پښو او سر غوڅولو پورې اړه لري، او د هغو د قایمولو لپاره قدرت شرط دی، مهم دی. دوی دا حدود هم د خپل قدرت قایمولو لپاره غواړي خو په زرګونو اخلاقي مسایل، چې د دین متن، اساس، هدف او میراث جوړوي، نه پرې ټینګار کوي او نه ورته اهمیت لري.
د دوی ټول زور او هڅه په حکومت ترلاسه کولو پسې ده، په داسې حال کې چې د دین په پنځو اساسي بناوو کې د یوې لپاره هم د حکومت مداخله شرط نه ده. کلمه طبیبه ویل، لمونځ، زکات، حج او روژه یوه هم د حکومت په شتون او نه شتون پورې اړه نه لري. د ایمان په اوو ارکانو کې د یوه لپاره هم د حکومت شتون یا نه شتون اړین نه دی. د کومو احکامو لپاره چې د حکومت شتون شرط دی، هغه اکثره داسې احکام دي چې کله ساقطېږي او کله واجبېږي. مثلا، حدود ساقطېدای شي، جنګ کول کله فرض وي او کله نه وي.
دا خلک د حکومت ترلاسه کولو لپاره عجیب عجیب تصورات وړاندې کوي. فرضاً کله چې خلک په رأیه خپل چارواکی ټاکي نو دوی وایي چې حاکمیت د خدای دی، د خلکو نه دی. دوی په همدې منطق ډیموکراسي ردوي، ځکه چې ډیموکراسي د دوی لخوا د واک د انحصار یا طبقه سالاري مخه نیسي. خو له دوی څخه څوک پوښتنه نه کوي چې ستاسې په امارت یا حکومت کې خو هم بنده پر ګدۍ ناست دی او واک چلوي. آیا تاسې داسې بنده راولئ چې د هغه حکومت به د خدای حکومت وي؟ دوی د دې تصور په عامولو سره په اصل کې خداییتوب ته نه، بلکې فرعونیت ته لاره هواروي. هغه ورځ د طالبانو په یوه پاڼه کې د دې آیت شریف معنا، چې وایي إن تنصروالله ينصركم…داسې شوې وه چې که تاسې د طالبانو د امارت مرسته وکړئ، خدای به ستاسې مرسته وکړي. د دې ډلو او ګروپونو د کردار تر ټولو بد اړخ فرعونیت دی. فرعون هم ځان د خدای یا د خدای د نائب په مقام کې ګاڼه او دوی هم د ځان مخالفت د خدای مخالفت او خپل حکم د خدای حکم بولي. بالعکس، که د خدای بندګان، چې اصلا یې هر یو پر ځمکه د خدای خلیفه دی، په دې خلافت کې د رأیې له لارې ګډون ولري، او فردي استبداد نه وي، هغه ته بیا دوی فرعونیت وایي.
د اسلام د سیاسي کېدلو په سلګونو نورو مفاسدو سربېره یو غټ ضرر د مسلمانانو ترمنځ درزونه او تفرقې رامنځته کېدل دي. د اسلامي امت په منځ کې تر ټولو لومړی او تر ټولو اساسي فکري درز د تشیع او تسنن په نامه رامنځته شو. د دې درز رامنځته کېدلو سبب سیاسي و چې وروسته یې فکري، فقهي، عقیدوي او مذهبي اړخ پیدا کړ. هغه وخت یوې ډلې دا دعوه وکړه چې واکمني د یوې کورنۍ شرعي او دیني حق و. که یې دغسې نه وای ویلي، د قدرت پر سر جګړې له لویه سره روانې وې، خو دین یې نه و تقسیم کړی، خو دا چې یوه اړخ د قدرت ترلاسه کولو لپاره دین کاراوو، او استدلال یې همدا و چې د اسماني وحیې پر اساس باید علي حاکم وي، دلته دین د قدرت په سیالۍ کې وکارول شو او پایله یې د امت ترمنځ ابدي انشقاق شو.
تر هغه را وروسته هم د امت په منځ کې په زرګونو جګړې وشوې. امویانو او عباسیانو، غزنویانو غوریانو، غوریانو او مغولو، مغولو او ابدالیانو، هوتکیانو او صفویانو، لنډه دا چې ډېرو ډلو سیاسي جګړې وکړې، په سلګونه زره او ملیونونو انسانان یې ووژل، خو له یوې جګړې څخه هم مذهبي درز ونه زېږېد او د یوې ضرر هم اسلام ته ونه رسېد. دا ځکه چې دوی کورنۍ جګړې کولې، او جګړې یې دیني نه کړې. بالعکس، کله چې شیعه مسلمانانو د قدرت ترلاسه کول د وحیې په وسیله خپل حق وګاڼه، امت یې دوه او وروسته بیا څو څو ټوټې کړ.
اوس نو، که چېرته دین سیاسي کړای شي، نو ګټه یې اشخاصو او که چېرته سیاست اسلامي کړای شي، ګټه یې ټولنې ته رسېږي.
د دین د سیاسي کېدلو مانا دا ده چې دین د قدرت د ګټلو او ساتلو د سیالۍ برخه شي. په دغسې حالت کې یوه ډله د دین ټېکه داري پیلوي او نور مسلمانان له دې ټېکه دارئ څخه د باندې ساتي خو که سیاست اسلامي او اخلاقي شي، بیا د ټولنې هر فرد د خدای پر ځمکه د خدای د خلیفه په توګه په سیاست کې شریکېږي. مشارکت را منځته کېږي، د فرد احترام کېږي، د استبداد مخه نیول کېږي، امانتداري، صداقت او دیانتداري واکمنېږي، او بالآخره د فرد میلونه او خواهشات په نظام او قانون کې ذوب کېږي. مساوات، عدالت او مشارکت رامنځته کېږي. همدې ته د سیاست اسلامي کېدل یا اخلاقي کېدل وایي. په دې اعتبار نو ګڼ داسې کفري ملکونه دي چې مهم سیاستونه یې اسلامي دي او ګڼ اسلامي جوامع دي چې مهم سیاستونه یې کفري، فرعوني او استبدادي دي.
د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar
Promote Your Page Too
د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar
Create Your Badge
ماشاءالله
قرارصیب بحث دی مدلل دی. البته که دمسلمان هدف اسلام وی.نوهرهغه انتخاب چی داسلام ضدحلقو له خوا دتبلیغاتو اومادی وسایلو اومداخلو په نتیجه کی وی.باید مخالفت اومخنوی یی وشی.اوکه هدف سیاست شی.بیاخوبه دسیاست دبت پرستش په هرحال کی کیری .لکه همدا اوس چی کیزی..مننه اودرناوی
قرار صیب
په ګوتو او قلم دې برکت شه، ډیره په زړه پوري لیکنه دې کړي، ستا د نورو بریاوو په هیله.
مننه : اسلام خو دى سيا ست ، ټول سيا ست له اسلامه کښل شوې دي نو راځۍ چى سيا ست اسلامي کړو او له اسلامه يې زده کړو د ډيمو کراسۍ د چو کا ټه يې وباسو
ددین سیاسي کول یعني د قدرت ساتل انحصار او له دین څخه د وسیلې په تو ګه دخپلو شومو اهدا فو ته د رسیدلو لپاره کار اخیستل ښه مثال یی د نن ورځې د جهاد او مقا وت ټیکه داران دي د ملت په افتخا را تو یی خیټه اچولې ده، چې د ډیفکټو قدرت د سا تلو لپاره د دین ( جهاد ) له نا مه څخه ګټه اخلي خو که چیرې له دوی څخه و ِغوښتل شي چې که تا سې په رښتیا مسلما نان یا ست د خپلو ما لو نو زکاته ددی ملک کونډو ، یتیما نو او بیوزلو ته ورکړۍ ، یا حد اقل خپل کړه وړه او اعمال د انسا نیت او اسلا میت په چو کاټ کې تنظیم کړۍ چې عوام مو له شره په امان کې شي دې امر ته نه چمتو کیږي ، قرار صا حب دا لیکنه مو پر وا قعیتو نو ولاړه وه ژوندۍ ووسې.
سید جمالدین افغان میگویید. در دیار کفر رفتم ( اکروپا ) اسلام دیدم لیکن مسلمان ندیدم اما در دیار اسلام ( دولت های اسلامی ) رفتم مسلمان دیدم اما اسلام ندیدم این بیانگر ااین است که دولت های اسلامی و جوامع اسلامی درست به دستورات الهی عمل نکردند و عذابهای ناگوار می بنیم اما کفا با اسفاده تز اخلاق آداب و معاشرت اسلامی که خوانده اند دولت های خوبی ساختندکه فعلا در جهان حکمرانی میکنند. پس هرگا مکملا به اسلام عمل کنیم اانشاالله بهترین سیاست و بهترین دولت خواهیم داشت مثال بارز آن برادران اخوان المسلمین در مصر میباشد. سپاس
ښاغلی قرارصاحب اودرنو لوستونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم : دقرار صاحب دعلمی مقالو دلوستلو څخه هره ورځ یو زده کړه کیږی ډیربه ښه وی چی هرمضمون یی تکراراولولو .نوډیرڅه به انشاالله تری زده کړو مثال : سیاست دقدرت ګټل اوساتل دی خو که دقدرت تعدیل هم ورسره شی نوزما په فکر به ښه تکمیل شی اوداسلام دین او فلسفی بنیاد یی همهغه اخلاق ا و اخلاقی وجیبی دی زموږپیغمبر ص هم خدای تعالی ج پرخُلق العظیم باندی یعنی تر ټولو لوړو او عالی اخلاقو خاوندبللی دی هیلهچی زموږدسیاسی ژوند ممثلین هم خپل سیاست اسلامی کړی او دخپل هیواد افغانستا ن کی هرڅه داسلام پر بنیا د راجوړکړی انشالله ستونځی به یی هم حل شی . . ومن الله التوفیق