د بدلون اوونیزې دوهمه ګڼه –
وړاندې کونکی: امان الله هوسا
ترتيبونکی: سعيد شينواری
نېټه: ۱۳۹۲/۸/۹
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
مقدمه:
زه که استاد یم او ستاسې مخ ته درېږم او که تاسې ماته کېنئ، په ما او تاسې کې د پوهې توپیر نشته، توپیر یوازې دا دی چې تاسې جرئت نه لرئ؛ بل، هغه څوک چې په سیاسي لوبو کې ځان دخیل بولي، د هغوی لپاره هم تر ټولو لویه او ښه وسیله خپله ژبه ده.
تاسې جنرالان نه یاست، تاسې بلګیټ هم نه یاست چې ډالر ولرئ، یوازې د پوهنتون محصلین او استادان کیدای شئ، ستاسې لپاره هم یوازنی ضرورت ژبه ده، که څه هم په کلاسیکو ادبیاتو کې دا خبره ډیره تکرار شوې چې وايي خاموشي ډیره غوره ده، خو داسې نه ده، د سیاسي مبصر لپاره ژبه تر هر نوع وسلې ډیره ښه ده.
فرانسوی فیلسوف ولټر وایي، تر څو چې د ادب قلم زما په لاس کې وي، د پاچاهۍ د تاج ارمان به ونه کړم.
هر سیاستمدار په عین حال کې ادبپوه هم دی، ځکه هغه د خلکو په سایکالوژیکي حالت پوی دی، کله چې داسې وي نو د خلکو په ادب هم پوهېږي.
بیا هم درته وایم چې ستاسې لپاره د پرمختګ یوازنۍ وسیله ژبه ده؛ تاسې په ژبه ملک فتح کوئ؛ شیخ سعدي اته سوه کاله وړاندې وایي:
زبان در دهان خردمند چيست
کلید است در ګنج صاحب هنر
چو در بسته باشد کی داند کسی
که جوهر فروش است و یا پیله ور
تاسې چې خبرې ونه کړئ نو ستاسې په اړه خلک څه قضاوت وکړي؟ خوشال خان هم وایي:
جنګ د هاتي زمري اسان دی
د خپلې ژبې افت لا ګران دی
چې خپله ژبه یې په خپل فرمان کړه
هم یې حاکم وګڼه، هم لا لقمان دی
زه درته وایم چې لقمان چوپ نه و ناست، هغه یو فیلسوف و، تاسې هم کیدای شئ.
اوس به اصلي خبرو ته راشو:
د انسان د مغز کیفي استعداد له نورو موجوداتو څخه لوړ دی؛ انسان ډیر پېچلی مغز لري او له همدې برکته یې وکولای شول چې نور موجودات یې، چې تر ده په تنه غټ، قوي او سرکښه وو، رام کړل، بلکې خدمت یې ترې واخیست.
دا خدمت کله منفي او کله مثبت کارول شوی؛ مثلا، فیل د دې لپاره و چې درانه بارونه پرې انتقال شوي وای خو انګلیسانو هند ته درانه توپونه پرې را ورسول او جنګونه یې هغه مهال پرې وکړل.
ډولفین هم یو هوښیار بحري حیوان دی، خو په دوهمه نړیواله جګړه کې انسانانو هغه په دې کچه بد استعمال کړ چې بم به یې ورپورې وتاړه، یوه بېړۍ به یې ور په نښه کړه، ور وبه یې لېږه او له بېړۍ سره به یې په بم تړلی ډولفین ټکر کړ او چاودنه به یې ورکړه.
لنډه دا چې انسان که په هر ډول و خو د خپل مغز په قوت یې وکولای شول چې نور ځناور لکه آس، غویی او نور تربیه کړي او ګټه ترې واخلي، خو انساني ټولنې ته چې راشو، انسان ونه کولای شول چې په اسانۍ نور انسانان وروزي.
ځکه انسان دا وړتیا ونه لرلای شوای چې د انسانانو فکر یو تر بله فرق کوي، څېړنې ښيي چې په هرو سلو انسانانو کې ۹۶ انسانان متوسط مغز لري، دوه فیصده یې عقب مانده یا لیونی یا بل ډول وي، یو نیم فیصد یې ډیر ذکي او نیم فیصد انسانان یې نابغه وي، خو د هغوی لپاره زمینه مساعده نه وي.
د دې لپاره چې نور انسانان پرې کنټرول کړای شي، نو انسانانو له ډیر پخوا څخه بعضې فورمولونه اختراع کړل، دوی پر دې فکر وکړ چې څنګه کولای شو چې د خپل نسل یوه ډله پر ښه او یا بده لار روان کړو؟
په دې برخه کې سهمي کار انسانانو له حشراتو څخه زده کړ، ځکه یو نفر نه شوای کولای کور جوړ کړي، خو کله چې یې ولیده لسو میږیانو یو ملخ تر خپل میږتونه کشاوه نو د ګډ کار سوژه یې پیدا کړه.
دې مفکورې انسان ګډ کار او د انسانانو د کنټرول نظریې ته ورساوه خو یوه مهمه نقطه یې دا وه چې انسان باید ډسپلین ولري، ځکه که لس نفره انسانان وي او اته نفره یې کار ونه کړي نو دوه نفره هیڅ نه شي کولای او ډسپلین ماتېدای شي؛ تر دې پورې د سردار داوود خان د وخت کیسه زما یو دوست راته کوله، هغه ویل: زموږ په کونړ کې د شولو د نهال لپاره خلکو حشر کاوه، زما یو وراره ډېر ټمبل و، هغه هم یو حشر ته ولاړ، چې راغی نو ویل یې، ما خو کار ونه کړ مازې به مې سر ښکته کړ او دا مې ښودله چې کار کوم؛ په دې سره مې پلار ورته په قهر شو او ویل یې چې باید شولې دې ورسره نهال کړې وای.
نو د دې لپاره چې انسان په کار کې وخت ضایع نه کړي نو ډسپلین یې ورته رامنځته کړ.
ډسپلین کلیمه د لومړي ځل لپاره د یونان په فلسفه کې د سوفسطایانو، چې موږ او تاسې ورته سوفیزم وایو، له خوا رامنځته شوه.
ډسپلین له ډس ایپل څخه اخیستل شوې کلمه ده، په انګلیسي، یوناني او فرانسوي ژبو کې ډس ایپل (disciple) زد کړې ته وایي، په عین حال کې شاګرد، پیرو، مرید او مقلد ته وايي.
ډسپلین لومړی ځل په مذهب کې وکارول شو، ځکه مذهب پر خلکو باندې ډېر تاثير کوي او دا تاثير یې هم تر ډېره وخته پورې پاتې وي؛ مذهبي خلکو داسې فکر وکړ چې هغه کار چې زه یې کوم نو نور زما پیروي وکړي او راسره تکرار یې کړي نو د دې لپاره مذهبي خلکو باید یو څه اصول پر ځان تطبیق کړي وای،چې نورو لیدلای چې د مرشد کامیابي یې په کومو کارو کې ده.
زموږ په ادبیاتو کې خصوصا مولانا صیب په دې برخه کې ډیر څه پريښي، هغه وايي:
عاشقان مستند و ما دیوانه ایم
عارفان شمعند و ما پروانه ایم
در ازل چو داد مارا جام الست
در ابد ما مست ان پیمانه ایم
ظاهر سستی ما را تو مه بین
در شکست نفس خویش مردانه ایم
تاسې وګورئ په پورته شعر کې د مولانا (شکست نفس خویش) خپله یو ډسپلین دی؛ مثلا، یوه نجلۍ پر لار روانه ده خو ته هیڅ ورته ګورې نه، ځکه دا ستا حق نه دی چې هغې ته بې ځایه وګورې.
انسان ته خپل مغز وايي چې ځینې کارونه ستا له شان سره نه ښايي، دغو اصولو ته ځان پابندول ډسپلین دی.
په پښتو ادبیاتو کې قادر خان خټک هم چې یو صوفي او مرید و، د زندان په موده کې وايي:
ګوندې وي که سره بیا په یوه ځای شو
پر هغو زموږ سلام چې په وطن دي
دا خندا مې واړه خوی د لېوني دی
چې هوښیار دي همېشه به ګریستن دي
ماتول د بل اسان دي مردان کوم دي
چې مشغوله د خپل نفس په شکستن دي
په پورته بیتو کې هم د خپل نفس شکستن یو مذهبي ډسپلین دی، تر دې حده چې زه څه وایم په مذهبي ډسپلین یې وایم.
په را روانو کرښو کې موږ د ډسپلین پر دې اړخو غږیږو چې ډسپلین کله سیاست ته ننووت؟ څه وخت پوځ ته ننووت؟ څه وخت سرمایه دارۍ ته راغی؟ کله کورونو ته ننووت؟ او څه وخت موږ په روزنه کې ورڅخه استفاده کوو؟؟
ماکیاول په لومړي ځل، چې ډېر ستر مرتجع فیلسوف او د پرنس کتاب لیکوال دی، د ډسپلین تعریف داسې وکړ: هغه پرنس(شهزاده) ته وايي:
پرنس دوې لارې لري چې خلک اداره کړي: یو دا چې د خلکو په زړونو کې محبوبیت ولري، بل دا چې خلک ترې ووېرېږي.
نوموړی وړاندې وايي: محبت د انسان شخصي ملکیت دی او وېره ستا ملکیت دی، نو ته په محبت سره پاچاهي ساتلای نه شې بلکې په وېره یې ساتلای شې.
د محبت په لاره مذهبي رهبرانو، پیغمبرانو، حضرت محمد او له هغه راوروسته حتی مارتین لوتر کینګ او نورو د خلکو پر زړونو حکومت وکړ.
خو وروسته نورو ټولو له نظامي او وېرې په چانس پر خلکو باندې حکومت کړی دی، بهترینه نمونه یې د چنګېز د واکمنۍ ده، د هغه پوځ ډیر با ډسپلینه و، هغه هیڅکله هم ماته ونه خوړه، د هغه پوځ دومره منظم او باډسپلینه و چې د مقابل لوري مورال یې تر پښو لاندې کاوه، هغه پوځ چې له ده سره و د ده له زوی اوغتايي سره و، د ده له درېیم زوی تولایي سره هم و.
د افغانستان په تاریخ کې یعقوب لیث امپراتور و خو له خپلو عسکرو سره په قاغوش کې د ډسپلین د مراعت لپاره ویده کېده، نادر افشار، احمدشاه بابا، په عربو کې حضرت عمر، سعد بن ابي وقاص، خالد بن ولید او زبیر بن عوام د ډسپلین سترې نمونې وې.
اوس نو د ډسپلین په تعریف کې موږ داسې ویلای شو:
ډسپلین هغه تکتیک، مېتود یا روش دی چې د یو کار د ترسره کولو لپاره نظم کاروي.
دا منفي او مثبت دواړه کېدای شي، کېدای شي یوه دوولس کسیزه ډله کابل بانک ته د غلا لپاره ننوځي، یو یې قلفونه اره کوي، بل پیره کوي، بل پیسې راباسي او نور، نور کارونه کوي، دا د غلو تر منځ په خپله یو ډسپلین دی چې منفي دی؛ حتی که تاسې د ځنګلي ځناورو فلم ووینئ، هلته پنځه-شپږ زمریان یوه هوسۍ، د ډسپلین په مرسته، په ډېر منظم ډول نیسي، که همداسې نه وي نو هوسۍ ډېره تېزه ده او د زمریانو پلار به یې هم را و نه نیسي.
که یو مېږی ډسپلین ونه لري نو خپلې ځالې ته ملخ هیڅکله نه شي کشولای، که د مچیو په ګبیني کې ډسپلین نه وي، هیڅکله به شات ونه ساتلای شي، په ګبیني کې څلور-پنځه نارینه مچۍ وي، هغه ټمبلان یادولای شو، کار یې یوازې د ملکې تر القا کولو پورې وي، هغه چې القا کړي بیا نو دا نارینه مچۍ وژل کېږي، دلته که ډسپلین نه وي نو د شاتو د مچیو شاید کومه ستونزه را برسېره شي او یا یې ګبینی له خطر سره مخامخ شي.
خو ډېر خلک بیا ډسپلین مثبت کاروي.
نور بيا…