يادونه: هيله ده چي له دغي ليکني سره چي لکچر دی، د روښانتيا عکس پورته کړئ
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
نېټه: ۱۳۹۲/۸/۹
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
خو ډېر خلک بیا ډسپلین مثبت کاروي او پر همدې باندې بحث کوو چې په پانګوالۍ کې ډسپلین ډیر کارول کېږي، دا ځکه چې پانګوال که لس ملیونه ډالر په یوه فابریکه مصرف کړي، خو کارکوونکي یې ټول ټمبلان وي او کار ونه کړي، نو د ده سرمایه خاورې کېږي، نو پانګوال باید ډسپلین ولري چې د ده کارګران کار وکړي او کم تر کمه له ۱۰ ملیونه ډالرو څخه ۴ ملیونه ډالر ګټه پورته کړي؛ ما په امریکا کې لیدلي چې پانګوالو کارګرانو ته د اته ساعته کار وخت داسې تقسیم کړی چې هغوی یوه شېبه نه وزګارېږي.
هغوی ته پیسې هم ښې ورکول کېږي، داسې کسان مې ولیدل چې په یوه مغازه کې یې کار کاوه او د یوه ساعت کار په بدل کې یې ۲۵ ډالر ترلاسه کول، نو فکر وکړئ چې له هغوی نه به کار څومره اخيستل کېده؟ هغوی ته داسې ډسپلین وضع شوی وي چې په ضرر یې نه وي.
که تاسې جنوبي کوریا، جاپان یا غربي اروپا ته ولاړ شئ هلته ډسپلین دا دی چې خلک وخت نه ضایع کوي.
ما د جاپان په اړه اورېدلي چې په هوټل کې د شپې ویدېږې نو هم د وخت د ضیاع د مخنیوي لپاره درته اخبارونه ایښودل شوي چې ویې ولولې.
نو مهمه خبره دا ده چې هره پانګوالي پر ډسپلین ولاړه وي، تاوان نه لري، ښه مثال یې د امریکا ورکولای شو.
امریکا دا مهال ۱۶،۵ تریلیون ډالر د کویټ، سعودي او نورو هېوادو قرضداره ده خو دا داسې قرضه ده چې زه له تا پیسې واخلم او خپل کاروبار پرې روان کړم؛ لکه کابل بانک نه چې غفار داوي، حسن فهیم او د کرزي ورور پیسې اخستې وې، دوی پوروړي وي، خو پور نه ورکوي بلکې د پور په پیسو خپل کاروبار کوي.
ولې امریکا مالداره ده؟ دا ځکه چې د ګردې نړۍ پیسې باید امریکا ته راشي، هغوی پرې د خپل ډسپلین له مخې کاروبار مخته یوسي او خپل وضعیت پرې لوړ کړي.
په سیاست او مذهب کې د ډسپلین ډېر ورته شیان وي؛ د مذهب د ډسپلین لار یو څه تنګه ده خو د سیاست هغه لږ غټه ده.
په مذهب کې شاید ته له یوې ډلې سره وران شې، سلام یې وانخلې او حتی دښمني وپالې، خو په سیاست کې بیا داسې نه ده، بلکې ته باید د ټولو دوست واوسې.
که ته سیاستمدار یې نو باید ووايي چې زه نه غواړم په شوربازار کې دې څوک د هندو کور وسوځوي.
په هند کې چې ملت یې اکثره هندوان دي خو خارجه وزیر یې سلمان خورشید مسلمان و، یعنې هلته مذهبي اختلافات تېر شوي، خو سیاست په دې حد کې دی چې د هند خارجه وزارت د مسلمان له خوا مخته وړل کېده.
که تاسې غواړئ سیاسي لیډران شئ، نو د سیاست ډسپلین دا دی چې تاسې ډېره لویه حوصله او پراخه نظریه ولرئ.
ځکه داسې مملکت نشته چې ټول دې په کې د یو مذهب او دین خلک راټول وي، کله چې په هر حکومت او هېواد کې هر ډول مذاهب وي، نو د دوی د ادارې لپاره پراخه حوصله او نظر لرل په کار دي او دا به شعار ګرځوې چې د ټولو لپاره خدمت کوم.
زه به درنه یوه پوښتنه وکړم چې تاسې په جلال اباد کې د سیند خواته ولاړ یاست او یو ماشوم سیند ته ستاسو په وړاندې ولوېد او تاسې کولای شئ چې هغه وژغورئ، نو څه به کوئ؟؟
بېلا بېل ځوابونه: موږ به هغه ژغورو.
که هغه هندو وي نو بیا؟
بېلا بېل ځوابونه: وي دې، که هندو وي خو انسان دی.
نو تاسې سیاست لرئ او سیاسي مفکوره لرئ.
باید د لمر غوندې تیوري ولرو، ځکه لمر نه ستا دی نه زما، بلکې رڼا یې ټولو ته ده، نو د سیاست ډسپلین دا دی چې سیاستمدار همدا ډول نظریه باید ولري.
نیلسن مانډیلا، ابراهام لنکن او ګاندي همداسې وو، دوی زندان تېر کړ، کور یې نه درلود او نور…
د افغانستان اوسني سیاستوال بې ډسپلینه دي، ځکه د خلکو باور نه شي ترلاسه کولای، ځکه له لسګونو وزارتو سره-سره د خلکو ژوند ځای ته نه دی راغلی او خلک د ژوند په نامه پر سر خاورې بادوي.
د سیاست ډسپلین دا دی چې مسوولیت او مکلفیت په کې امتیاز نه دی، بلکې تاسې به د خلکو په خدمت کې اوسئ او چې دا ډسپلین مراعات نه شي او برعکس عمل وشي، هېڅکله به ملت ګټه ونه کړي.
د اسلامي خلافت له دورې حضرت عمر اوعمر بن عبدالعزیز د ډسپلین مثال دی، عبدالعزیز یو نرم انسان و، خو خلک ترې ډارېدل، یعنې دا نور خاینان وو، د ده په څېر با ډسپلینه نه وو، ده غوندې سپین نه وو.
په کورنۍ کې چې ډسپلین موجود نه وي، هېڅکله به پرمختګ ونه کړي.
ډسپلین د سیاست پایه ده، بې ډسپلینه ژوند مه کوئ، که ډسپلین ولرئ نو خپل لوړ عزت نفس لرئ.
سوال: څنګه ډسپلین په ځان کې راولو؟
ځواب: د ځان کنټرول ډیر ګران دی، که څوک چاته ووايي، سګریټ مه څکوه، نو بده به پرې ولګي، خو لکه څنګه چې خدای پر کایناتو قادر دی دغسې د ا نسان مغز هم قادر دی او د انسان په بدن کې د خدای استازی دی.
د داوود خان په وخت کې دا شعار و چې: تصمیم د بري لومړی شرط دی.
که څوک اراده او عزم وکړي، نو هېڅ کار ناممکن نه دی، سګریټ څکوونکی که له ځان سره فکر وکړي چې دا شی یې ذهن خرابوي، تاوان ورته کوي، فضا چټلوي، پیسې پرې لګي او هغه بل هېواد ته ځي، نو دا چې کلک تصمیم ونیسې نو دا کار کولای شو.
میر احمد یاد:
تاسو وویل چې سیاستوال باید دا ډسپلین ولري چې حوصله ولري او پراخ دید هم ، خو اوس چې له ارګ نه کوم سیاستوال راوځي، نو فکر کوم چې دوی دا خپل ډسپلین بولي چې د موټرو ځانګړی کاروان ورپسې وي، د دوی ډسپلین دوی له خلکو ځانته محدودوي، نو داسې وخت کې څه کولای شو؟
ځواب:
دوه ډوله ډسپلین لرو، یو هغه چې له ښکته څخه پورته ځي، دا ډير خطرناک دی، یو پاچا چې عیاشي کوي، لاندې خلکو ته وايي، دا مه کوئ. بل دا دی چې له لوړو ښکته راځي، لکه له پاچا، وزیر، ريیس، ولسوال او بل مثال مې درته د ابولیث صفاري ووایه، دی به په قاغوش کې له عسکرو سره څملاسته، لیث صفاري کولای شول چې یو جنرال له ستوني ونیسي، ځکه هغه په خپلو خلکو کې اوسېده خو شاشجاع او ببرک کارمل بیا داسې کارونه کړي وو چې وېرېدل او پخپله غلامان وو، د دوی چې دا حال وي نو څه ډسپلین ور پاتې دی تاسو ووایاست؟ یا به د هغه کار څنګه په ډسپلین کې وشمېرو؟
محمدیار یار:
زه تبصره لرم چې کوم خلک له ارګه په قطار کې راوځي، نو دوی په دې پوی شوي چې په ملت کې ډسپلین نشته، که وای نو ملت به یو چوکاټ د ژوند لپاره ځانته جوړ کړی وای، دا خلک د ملت په دې کمزورۍ پوی شوي ځکه استفاده ترې کوي او دا وېره نه لري چې یو باډسپلینه ملت به ورڅخه پوښتنه وکړي.
نبي ساحل:
په یو سازمان او سیاست کې د ډسپلین له کومو تخنیکونو استفاده وکړو چې یو ماډل موجود وي.
ځواب:
هر مرض جلا نسخه لري، د افغانستان ټولنه تر هر چا تاسې ښه پېژنئ، تاسې د خپل حزب لارښود څومره پر ځان تطبیق کړی؟ که دا مو پوره تطبیق کړی وي نو تر تاسې ښه با ډسپلینه څوک نشته او تاسې ته د کوم بل هېواد د ډسپلین د میتود اړتیا هم نشته.
په سیاست کې چې تاسې یې عیاشي بولئ، هغه ناروا دي او مه یې کوئ، که سګریټ هم وي، وي دې.
زموږ ټولنه له نړیوالو سره فرق لري، د هغوی میتودونه به نه کاروو، هغوی شراب څښي، موږ یې باید په غریب هېواد کې بد وګڼو، موږ ته باید قلم راوړل شي، زما معلم ته باید معاش لوړ شي، موږ دې ته اړتیا لرو.
تاسې پر خپل نفس حاکم شئ دا به مو د ډسپلین مهم عمل وي، که مو ډسپلین عملي کړ، نو عزتمن ژوند به ولرئ، که یوه ټولنه د ګاندي غوندې مشر ولري ټوله ټولنه ورسره ښه ښکاري.
سلاوي متل دی چې: ونه له مېوې وپېژنئ او ښه مورو پلار د اولادو له تربیې څخه، معنا دا چې پلار مور ښه ډسپلین ولري بچیان به ښه وروزي، هغوی به ټولنې ته با ارزښته خلک وي، زه لا دا هم وايم چې حکومت له کابینې وپېژنئ، که کابینه ښه وه حکومت باډسپلینه دی.