دا اونۍ په روشنګرۍ کې (په سیاسي لوبه کې د سولې جوړولو هنر) پر موضوع استاد امان الله هوسا لکچر وړاندې کړ چې مهم ټکي یې ستاسو سره شریکوو:
هر ګوند او یا هر سیاست پوه د وطن د کړکېچ د له منځه وړو لپاره باید مسلسل کار وکړي.
روشنفکره ځوانان د هیواد دارایي ده.
د تېرې اونۍ په روشنګرۍ کې د ډاکټر قیوم مومند دا خبره سمه نه وه چې مسلمانانو به چې کوم هېواد فتح کړ نو د هغه هیواد مال او دارایي به یې نه چورول ځکه د جنګو فلسفه اقتصاد او ګټه په لاس راوړل ده.
د سیاست پخوانی تعریف: سیاست د اقتصاد فشرده بیان دی خو اوسنی تعریف یې: سیاست د اقتصاد او خلکو اداره ده.
په جنګو کې علت همېشه اقتصاد دی او نورې کیسې یې انګېزې وي.
سلطان محمود، نادر افشار او احمدشاه بابا چې پر هند حملې وکړې، علت یې اقتصادي و.
پس دې نتېجې ته رسیږو، چې د ډاکټر مومند خبره علمي نه ده، اسلام زما دین دی په ویاړم خو د روشنګرۍ په پروګرام کې باید واقعیتونه وویل شي.
په ۱۹۴۶ کال کې د امریکا کښتۍ په پاسفیک کې ګرځي او له کوریا سره اقتصادي اړیکي جوړول غواړي او اوس چې پر ایران باندې اقتصادي بندیز لګوي علت یې یوازې او یوازې اقتصاد دی.
د انسان تفاوت له نورو ژوندیو موجوداتو څخه دا دی، چې خدای انسان ته پېچلی مغز ورکړی دی، نور ژوندي موجودات تر یوه وخته تکامل کوي چې موټېشن ورته وایي وروسته درېږي خو انسان همېشه د زده کړي او تغییر په حال کې دی، د ده مغز موټېشن نه مني نو ځکه انسانان د تاریخ په اوږدو کې پر مثبته او منفي خوا ژر تغییر کوي.
د انسان د ذهن پر مثبته خوا تغییر د نننۍ نړۍ پرمختللی شکل دی خو منفي يې، جنګ، حسد، کینه او تبعیض کول دي.
یوه خبره ډېره مهمه ده، چې په کلتور کې کې انقلاب نه شي راتلای ځکه کلتور ډېره ورو وده کوي، پس د ډېرو کلونو په تېرېدو سره مړاوی کېږي خو له منځه نه ځي. جنګ په کلتور کې راغلی دی- جنګ غیرت دی نو تاسو باید پر دې کار وکړئ، چې سوله څنګه راځي؟
د یوه فیلسوف خبره ده(جنګ په دې له منځه نه ځي چې تاسو له سیمې څخه قول اردو وباسئ بلکې په دې له منځه ځي چې د خلکو له ذهنو څخه جنګ وایستل شي.)
انسان باید پر سوله باندې ایمان ولري او د سولې ښېګنې بیان کړي ځکه په سوله کې رفا ده، ورورولي، وجدان او عزت دی.
سوله جنت ته نژدې او د خدای غوښتنه ده او جګړه د شیطان کار او دوږخ ته نژدې ده.
په ټانکونو وطن نه جوړېږي بلکې ورانېږي.
د امریکا د یوې جنګي طیارې په قیمت (نهه سوه میلیونه ډالره) د برق لس لوی بندونه جوړیږي او د یوې ټولۍ د لسو ټانکو په بیه پنځه سوه ټراکټوره اخیستل کېږي، اوس فکر وکړئ چې کوم کار د خیر او عاقلانه دی؟
حیوان یوازې د ضرورت په وخت کې جنګ کوي خو انسان د پست فطرتۍ په خاطر او هوس لپاره جنګ کوي.
استاد هوسا د روشنګرۍ ګډونوالو د پوښتنو په جوابولو سره خپلې خبرې په دې جملو سره پای ته ورسولې(د سولې په مورد کې هلې- ځلې مه دروئ، خپله هڅه وکړئ، ځینې کسان چې د جنګ خبرې کوي، هم یې وجدان پټه سوله غواړي؛ ده د یو شمېر هغو بهرمېشتو افغانانو مثال ور کړ چې په افغانستان کې جنګ لازم بولي خو خپله یې د همدغه جنګ له لاسه وطن پرېښی دی او پردي وطنونه یې یوازې د همدغه سولې په خاطر غوره بللي دي، هغه په دې مورد کې خپل د اکا د زوی یادونه وکړه چې خپله په امریکا کې ناست وو خو په افغانستان کې یې د جنګ دوام غوښت او ده بیا اعتراض پر کړی وو، چې ته خپله په امریکا بېغمه په سوله کې ناست یې او پیشو- سرې غوړې لقمې وهې او د بېچاره وطنوالو لپاره بیا جنګ غواړې.
هوسا وویل چې سوله او امن یو دم نه شي راتلای، باید قدم پر قدم کار ورته وشي.)
راپور: عصمت بهیر