لیکوال: شریف افغانمل
افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مهم پړاو ته داخلېږي او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال جدي اندېښنه دا ده، چې د یو شمېر کاندیدانو پلویانو د تېر په څېر یو وار بیا د توطیو تئورۍ ته مخه کړې ده.
په مخکښو کاندیدانو یا رقیبانو د فساد او درغلۍ له تورونو نیولې د جنسي ځورونو تر تورونو پورې په یوه هم صرفه نه کوي.
د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي تازه د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په ارګ او ولسمشر غني د لګولو تورونو له امله بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې هغه د خپلو تورونو په اړه ثبوتونه نه لري.
حبیب الله احمدزی چې د ولسمشریزو ټاکنو د یوه بل نوماند ښاغلي حنیف اتمر په ټاکنیز ټیم کې دی، پر حکومت دغه تورونه پورې کړي وو. خو آیا دا کار به هغه پخپله کړی وي او که تر شا به یې د ټاکنیز ټیم د رهبرۍ سلا مشوره هم وي؟
د همدې ټاکنیز ټیم د څو مشخصو کسانو له لوري د ورته مسایلو مطرح کول او په ټولنیزه میډیا کې ورته کمپاین کول ښیي، چې ددې تورونو او توطیو تر شا به د همدې ټاکنیز ټیم د رهبرۍ لاس هم وي.
دغه جریان د توطیو هغه تئوري ښیي، چې په افغانستان کې د سیاسي رقیب د راپرځولو لپاره له سلو کلونو راهیسې کارول کېږي.
په شاه امان الله خان د بې دینۍ تور هغه مهال د افغانستان په ټولنه کې چې ډېری خلک یې بېسواده او له وضعیت څخه ناخبره وو، ددې لامل شو چې د هغه واکمني راوپرځېږي او د هغه د اصلاحاتو او د افغانستان د پرمختګ پیل شوی بهیر یې نیمګړی او مات کړ.
دقیق یو وار بیا هماغه کیسه تکرارېدونکې ده، خو دا ځل په بله بڼه. په نسبي ډول له وضعیت او شرایطو څخه د خلکو اګاهي ددې لامل شوې، چې خلک په هغو پخوانیو تورونو او دسیسو بیا ونه غولېږي، خو هغه ته ورته بله قضیه چې په افغان ټولنه کې ورسره خلک حساسیت لري، راپورته شوه.
حبیب الله احمدزي ولې په دې حساسو شرایطو کې دغه موضوع مطرح کړه؟ ولې یې ان تر ثبوتونو ددې موضوع د تعقیب سینه ډبوله؟ ولې لویې څارنوالۍ ته د خپلو اسنادو وړاندې کولو ته حاضر نشو او بالاخره ولې له خپلو خبرو پر شا شو او بښنه یې وغوښته؟
ټولې دغه پوښتنې ښیي، چې نوموړي عقدیي برخورد وکړ او اوس به یې بښنه غوښتل د فعالو مېرمنو حیثیت ته اوښتی زیان جبران کړای شي؟ هېڅکله هم نه!
سیاست هېڅکله هم د موافق او مخالف دایمي تضمین نه لري، خو په افغانستان کې بیا دومره بابیزه شوی چې د نیم ساعت موافقت او مخالفت ځای هم په کې نه پاتې کېږي او تر ټولو بده خو یې لا دا چې د خپل سیاسي حریف او مخالف دومره سپکاوی وکړي، چې خپل عزت او حیثیت هم په کې له لاسه ورکړي.
موږ د ولسواکۍ د تجربه کولو په جریان کې یوو، خو د سیاسي مشرانو په نوم ځینو کسانو د ولس په شعور داسې لوبې روانې کړې دي، چې له سره په دې ټول جریان د ولس بې باوري پیدا کوي.
سیاست وکړئ، کمپاینونه وکړئ، موافق وستایئ او مخالف وغندئ، خو ټولنیز ارزښتونه مه پایمالوئ، د ولس هیلې مه بربادوئ او زموږ د ټولنې په سختو شرایطو کې د اور په لیکه د مخته تللو مېرمنو په پلونو ازغي مه شیندئ، چې راتلونکی نسل به بیا کله هم د سر راپورته کولو جرئت ونه کړي.
په سیاست او ډیموکراسۍ کې د کمپایني اخلاقو مراعتول خورا مهم دي،خو متاسفانه چې په افغانستان کې کمپاینونه او سیاسي مخالفت یا موافقت د مقابل لوري د بې عزته کولو او راپرځولو په هغې وسیلې بدل شوي، چې خپله پرې مڼي خوري، خو نورو ته یې په ګېډو ورمنډي.
د ولسمشر له پلویانو نیولې د نورو ټولو سیاسیونو او کاندیدانو تر پلویانو پورې، له ټولو ولس تمه لري، چې نوي څه واوري، له شته وضعیت څخه د وتو لپاره په هره برخه کې له هغوی پروګرامونه او برنامې واوري، د خبرو او عمل ترمنځ یې توپیر وویني او بیا هغه وخت خپل تصمیم ونیسي چې څوک انتخابوي او څوک ردوي.