داپه تېره بیا ځوان نسل او هغو کسانوته یوه جدي پوښتنه ده ،چې یوازې په فرهنګي ، ټولنیزو ، تخصصي او مسلکي چارو بوخت دي او باور لري ، چې له دې لارې هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوي ( چې الحق هغوی په خپل باور کې ریښتیني دي) .
دې پوښتنې به هغه وخت ښکاره ځواب درلودلای ( یابه بیخي نه رامنځته کیده ) چې افغانستان په عادي شرایطو کې وای . بیا به مو سیاست یوازې سیاستوالو ته ورپریښی وای او موږ به خپل کارکولای ، ځوانانو به زدکړه او کار کاوه ، شاعرانو به ښکلي شعرونه لیکل او ډاکترانو به یوازې ناروغان کتل او……..
خو له بده مرغه چې اوس نه افغانستان په عادي شرایطو کې دی او نه هم افغانان . هېواد هره ورځ د یوه نامعلوم راتلونکي خواته ورټیل وهل کیږي او افغانان هر ه ورځ وژل کیږي ، نږدې ده افغانستان دټوپک ، پاټک ، توروډالرو او له قانونه د تیښتې په کنده کې سقوط وکړي او په منځنۍ توګه هره ورځ سل بیګناه افغانان په یو اوبل نامه وژل کیږي. نړیوال او ګاونډی ورته غله دي او په کور دننه د واک ته رسېدو معیار د ډیرو ټوپکو لرل او د وضعیت دلاپسې خرابولو دتوان درلودل دي . دافغانستان برخلیک ځینو وګړیو او ټوپکوالو کړیو یرغمل کړی دی . نو اوس د ټولو پوهو ، ویښو ، لوستو اوپرافغانستان دردمنوخلکو ته بویه چې دا پوښتنه هیره کړي ، چې سیاست وکړو که یې ونکړو ؟ اوس باید دې پوښتنې ته دځواب په لټه کې شو ، چې افغانستان او افغان انسان څنګه ژغورلای شو؟ یا سیاست کوو یایې نکوو ، خو افغانستان به خامخا ژغورو!
خو څنګه؟ دا اصلي پوښتنه ده.
زما ځینې یاران په دې ګروهه دي ، چې یوازې اپوزیوسوني سیاست پیل کړي او د اصلاح په نیت نیوکې پیل کړي ، خو زه ویریږم ،چې د نیوکو او انتقادونو د معافیت په دې بازار کې به یې خواري باد یوسي ، ځینې یاران په دې ګروهه دي ، چې سیاسي ګوندونو اعتبار او باور له لاسه ورکړی دی، ځکه نو یوازې په فرهنګي او ټولنیزو هڅو بسنه ښه ده او کنه نو موږ به د لسګونو بې ګټې سیاسي جوړښتونو ترڅنګ یوبل هم جوړ کړی وي او هسې به مو د ګوندونو فهرست اوږ دکړی وي او بس. خو زه وایم که په کوم ځای کې اوبه زهرجنې شي نو دخلو د ژغورلو لپاره هغوی داوبو له څښلو مه راګرځوئ او کنه له تندې به مړه شي ، ددې پر ځای هڅه وکړئ پاکې اوبه ورته پیدا کړئ! زما دا خبره دا مانا لري ، چې دګوندونو او روښانتیايي غورځنګونو بې اعتمادي له هغو څخه د سترګې پټولو پایلې ته رسېدل ندي ، بلکې موږ باید پاک ، ملي ، سراسري ، ځواکمن ، علمي او عملي جوړښتونه رامنځته کړو او له خلکو سره په پرلپسې کار د هغوی باور او اعتماد راژوندی کړو، په دې لړ کې زما دیوه یار خبر ه ډیره ریښتینې ده ، هغه وايي: ځینې کسان هسې وايي ،چې خلک نور په ملي خوځښتونو پسې نه ځي، موږ لا خلکو ته نه یو ورغلي ، هغوی مو ندي پوښتلي او کنه خلک اوس هم د یوه ریښتیني ملي مشرتوب په لټه کې دي ، چې هېواد وژغورلای شي .
دسیاست کولو یا نه کولو په لړ کې دا هم مهمه ده چې زموږ تعریف ، تعبیر او انګېرنه له سیاست څخه څه ده؟
ـ دروغ ، چل ، ټګي او خپلې موخې ته درسېدو لپاره له هرې غیر مشروع وسیلې کار اخیستل، دڅوکۍ او ځواک لپاره د خلکو وژل؟
ـ قدرت ته ځان رسول ، حکومتي واک نیول یا دواک نیولو لپاره مبارزه په هره ممکنه وسیله؟
ـ دسیاست پوهنځی لوستل ، دسیاسي تیوري متخصص کېدل او له جمهور نه نیولې تر ماکیاول و مارکس و روسو پورې دټولو نویو او زړو پوهانو داثارو حافظې ته سپارل او بیا دهغوی پر اساس خپل هېواد ته تیوري ګانې تراشل؟
ـ تر هرڅه مخکې په کوم بهرني استخباراتي جوړښت پورې ځان تړل او بیا دهغو په زور په هېواد کې سیاست ته مخه کول؟
ـ د وسلوالې ډلې جوړول ، د بدمعاشانو او ګواښوونکو ټوپکوالو موندل ، خلک وژل ، لارې نیول او بیا سیاست ته مخه کول؟
ـ دیوه پخواني ګوند داسنادو کاپي کول او په بل نامه یې خپلول ، د یوه دفتر نیول او د( ان . جي . او) ډوله ګوند اعلان او بیا دسیاست اکټ پیلول؟
ـ دیو څو شعارونو اوارقامو زده کول ، د موجود حکومت دنیمګړتیاوو یادول او په ټیلویزیونونو کې سترګې پټول او خوله خلاصول؟
ـ او…..
له بده مرغه زموږ په هېواد کې له سیاست کولو څخه یو څو انګېرنې دغه ډول دي او که ځينو خلکو ته اوس سیاست کول په همدې نومونو ورپېژندل شوي وي ، نو حق لري ځان ورڅخه وژغوري.
په دغه مانا سیاست نه کوو!
خو افغانستان ژغورو !
نو څنګه یې ژغورلای شو؟
۱- د افغانستان له شرایطو سره سم دیو شمېر علمي ـ عملي ـ بنیادي طرحو پر بنسټ د یوه ویښ ، ملي ، سراسري سیاسي خوځښت رامنځته کول ، چې د هېواد دهرې چارې لپاره ځایناستی وړاندیځ ولري او دغه وړاندیځ دومره ځواکمن وي چې هیڅ مخالف یې رد نشي کړای
۲- ددې خوځښت د چارو د تنظیم لپاره د یو لړ اصولو ټاکل او بیا پر هغو عمل کول.
۳- پر دې اصولو د ګروهمنو اوژمنو ، پاکلمنیو یارانو راټول.
۳- او بیا نو د خلکو منځ ته ورتلل ، له هغوی سره دهغوی په ژبه ددغو طرحو شریکول او دولسي ملاتړ راخپلول.
دروښانفکرانو تر څنګ، ډیره تکیه پر خلکو کول او دهغوی راخوځول ، چې تر بشپړې ویښتیا او روښانتیا وروسته پخپله یو رغوونکی او ژغورونکی بدلون رهبري کړای شي.
۴- له تاو تریخوالي ، د هیواد شتمنیو ته له زیان رسولو ، وینې بهولو او وراني څخه کلکه ډډه کول ، اود هر انفعالي عمل پر ځای دخپل خوځښت پر لاپیاوړ ي کولو زور راوړل .
۵- منطق او قناعت ورکول د اصلي کارلوښي په توګه کارول .
دخپلو علمي طرحو عملي کول ، که هغه په اپوزیوسیوني دريځ کې وي او یا هم د اړتیا په صورت کې دواک راخپلولو له لارې.
۶- د مبارزې په لړ کې د اسلام د سپیڅلي دین دارشاداتو په رڼا کې د هېواد لویو ګټو او موجودو قوانینو ته درناوی
او……
اوس نو دغو چارو ته که تاسو قدرمن لوستونکي سیاست وایئ که بل څه،خو زه فکر کوم دافغانستا ن دژغورلو یوه لاره ده او که مو داسې یو بدلون راوستلای شو چې په هغه کې افغان انسان له مرګه بچ شو، دخپلې حلالې روزۍ د ګټلو وس یې ومونده ، واکمني ریښتیا هم د خلکو لاس ته ورغله او دټوپک له یرغمله خلاصه شوه ، هېواد د پرمختګ په سمه لاره وروخوځېد ، له خپلو سرچینو یې خپلو خلکو ته ډوډۍ ورکولای شوه او دملي ژغورنې پړاو بشپړ شو ، بیا نو دې پوښتنې ته ځواب ورکول اختیاري دی ، چې سیاست وکړو ؟ که یې ونکړو؟
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳