راټولونکی:حبيب الله ذکي –
استبدادي حکومت
هغه نظام چي په هغې کې ټول واک او ځواک یو ځانګړی شخص ته ورکړل شوي وي.
(Exploitation )استثمار
استثمار د (ثمر) څخه اخیستل سوی او مانا یې ګټه اخیستنه ده، چي په ټولنیزو او اقتصادي مباحثو کي د بل چا د کار څخه وړیا ګټي اخیستلو ته وايي.
(Colonialismاستعمار
د اقتصادي پلوه د وروسته پاتې هیوادونو په خلکو، طبیعي منابعو او په هغوی باندي غیر قانوني تسلط او د هغوی د دفني، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ مخنیوي ته وایي، چي معمولآ په دوه ډوله دی، ۱. زوړ استعمار ۲. نوی استعمار
(Interpellation )استیضاح
استیضاح د پارلماني مبارزو یو ډول دی، چی د مجلس نماینده ګان د دولت او کابینې د ریاست څخه ددې یا هغې سیاست او مشخص عمل د توضیح غوښتنه وکړي، نو د استیضاح شوي اړخ د جوابونو څخه وروسته د مجلس نماینده ګان د رایو پر لور ځي او ګوري چي د دولت د چارواکي توضیحات او جوابونه د مجلس نماینده ګانو ته قانع کوونکي نه وي، د بې باورۍ د رایې او د لرې کېدو د خطر سره مخامخ کېږي.
(Islamic Fundamentalism) اسلامي بنسټ پالنه
هغه ډله چي د اسلام په لومړنیو ارزښتونو باور لري او د اسلامي ټولنې بری او ناکامي همدغي ارزښتونو ته د پاملرنې پوري تړي.
(Islamic Nationality )اسلامي تابعیت
یوه داسي دایره ده چي په هغې کي یواځي مؤمنان او مسلمانان راځي او یو واحد او یواځینی امت جوړوي، همدارنګه دغه لار د هر انسان لپاره چي اسلامي قوانین مني، پرانیستې ده .
(Patrician)اشراف
په پخواني روم کي هغه خلکو ته ویل کېده، چي د اصل او نسب پر بنسټ به د اشرافو (سترو) د کورنیو څخه وو او د زیات امتیاز څخه برخمن وو.
د منځنیو پېړیو څخه تر (19) پېړۍ پورې پاټریشن د لویو او وتلو ښاري کورنیو غړو ته ویل کېدل، چي په ښاري ټولنو کي یې زیات شهرت درلود.
(Reform)اصلاح، سمون
د ټولنې د بدلون پرته د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي چارو د بدلون لپاره ګام پورته کولو ته سمون وایي.
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴