څلورمه برخه
(Economic Depressionاقتصادي بحران
د یو هیواد د اقتصادي فعالیتونو د غورځېدو دوره چي ټیټ قیمتونه، کمه د اخیستلو قوه او بېکارۍ کي راګېروي، دا ډول پېښي ډېری په سرمایه داري هیوادونو کي پېښېږي.
(Economic Domination )اقتصادي تسلط
د یو هیواد سیاسي کنترول تامینول یا د یو هیواد نفوذ په بل هیواد باندي د اقتصادي امتیازاتو او لومړنیو موادو د لاسته راوړولو لپاره، همدارنګه خپلو محصولاتو ته پراختیا ورکول دي.
(Minorityاقلیت
یوه ډله یا ټولنه چي د یو معین فرهنګ، مذهب او نژاد لرونکي وي او په یو هیواد کي ژوند کوي، چي د هغه هیواد اکثره خلک ددغه ډول کلتور، نژاد او مذهب درلودونکي نه وي.
(Minority and Majority )اقلیت او اکثریت
په مجازي ډول یو حاکم ګوند او د هغه د مخالف ته په یو سیاسي سیستم کي ویل کېږي، په پارلماني رژیمونو کي چي هر ګوند ډېرې رای تر لاسه کړي دولت جوړوي او دا د اکثریت په نامه یادېږي.
همدارنګه یو سیاسي ګوند چي په نورو ګوندونو کي یې اکثریت تر لاسه کړی وي اکثریت لرونکی بلل کېږي او هغه چي کمې رای تر لاسه کړي اقیت لرونکی دی.
(Olympic) المپیک
د یونان ورزش او لوبې، چي هر څلور کاله وروسته یو ځل ترسره کېږي، نن ورځ د المپیک لوبې هر څلور کاله وروسته د ټولو هیوادونو په ګډون د نړۍ د هیوادونو څخه په یوه هیواد کي تر سره کېږي.
(Riot )اله ګوله
د غیر قانوني عمل د ترسره کولو لپاره د یوې وسیلې پواسطه د نظم خرابولو ته وایي.
(Oligarchy)اُلیګارشي
اُلیګارشي د یوناني ژبې څخه اخیستل سوې کلیمه ده او داسي یو ه حکومت ته وایي کوم چي د ټولنې د یوې معینې ډلې لکه نظامي چارواکو، د شاهي کورنۍ غړیو او یا شتمنو خکلو لخوا جوړ سوی وي.
(Safe Conduct)امان نامه
یو رسمي سند دی، چي د یو حکومت ستازو ته د جنګ په حات کي جنګي سیمې ته د ورتګ اجازه ورکوي.نوربيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴