شپږمه برخه

(Elective Monarchyانتخابي سلطنت)

هغه سلطنت چي په هغې کي شاه یا سلطان د ټول عمر لپاره ټاکل سوی وي.

(International )انټرنېشنل، نړیوال

هغه نړیوالو کارګري ادارو ته چي د (۱۹) پېړۍ د وروستیو څخه د اوسنۍ پېړۍ د منځنیو پورې جوړې سوې دي ویل کېږی، چي ښه تشکیل یې د مارکسیزم زده کړه او اساس یې د کارګرانو نړیواله همغږغي او یوالی وو، ددې کلیمې بله مانا د کارګرانو او کمونستانو د انقلابي غږ نوم و.

(Monopoly Capitalismانحصاري سرمایداري

د لویو سرمایو تمرکز، د ازاد رقابت له منځه وړل او د لویو صنعتي او تولیدي واحدونو په وسیله د کوچنیو واحدونو له منځه وړل او داسي نور د انحصاري سرمایدارۍ کړنې دي کومه چي د امپریالیزم زیږدنه ده.

(Individualism فرد پالنه

انډیویجوالیزم د سرمایداري نظام فلسفي بنسټ تشکیلول یا په عمومي ډول د انډیوجوالیزم مفهوم د جمعي اصالت پر ځای فردي اصالت ته غوره والی ورکوي، چي د شخص د ګټې خوښونې او ځان غوښتنې مانا ارائه کوي، ددې نظرېې پر بنسټ که چیرته په ټولنه کي د فرد ګټې او فردي خپلواکي تامین سي، نو دغه کار په خپله د ټولنې د ګټو سبب کېږي.

د فرد پالنې فلسفه د خپلواکۍ لپاره خصوصي مالکیت اړین شرط ګڼي او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کي د دولت د لاس وهنو سره مخالفت لري، خو د دولت لاس وهنه په هغه صورت کي نه ردوي چي د فردي خپلواکۍ د تامین لپاره وي.

(Revolution ) انقلاب

د یوه زوړ او خراب ټولنیز نظام له منځه وړل او پر ځای یې د یو نوي او پرمختللي ټولنیز نظام رامنځته کول دي، یا په بل عبارت د یوه زوړ او پخواني نظام یا طبقه یې حکومت چي مخ په خرابېدو او زوال وي، نسکورول او پر ځای یې د یو نوي پرمختللي نظام او یا پرمختللي طبقه یې حکومت راوستلو ته وايي.

(Autarky )اوتارکي

اوتارکي د اقتصادي خپلواکۍ په مانا ده.

(Coalition)ائتلاف

د ګوندونو یو ځای کېدل د حکومت د جوړولو با د حکومت په جوړولو کي د مرستې لپاره، دغه کار هغه وخت ترسره کېږي کله چي په پارلماني نظامونو کي یو ګوند اکثریت ونه لري، او د حکومت د جوړولو وړ نه وي، نو په دې صورت کي دوه یا څو ګوندونه د موقت وخت لپاره یو د بل سره یو ځای کېږي، تر څو د پارلمان څخه اکثریت ترلاسه کړي، تر څو ائتلافي حکومت جوړ کړي، له بل لوري منفي ائتلافونه هم کېدی سي او دا داسي ائتلافونه وي چي د حکومت د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي نور بیا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *