تنکی زلمی وم چې د ګوند غړی شوم.
هغه مهال چپي ګوندونه د ښځو د حقونو په دفاع کې ډېر فعال وو. خو دا فعالیت د تیوري او اصولو تر حده و. ما لا د نظري سیاست او عملي ژوند تر منځ تفکیک نه و زده کړی. بې عدالتیو، ظلمونو ، ټولنیزو توپیرونو ، د افغانستان وروسته پاتې والي او د پښتونستان محکومیت ډېر ځورولم. د فلسفې اصول مې لوستي وو، د سیاسي اقتصاد له بنسټونو سره اشنا وم، سیاسي او ټولنیز نظامونه مې پېژندل. د افغانستان د خلکو د سوکالۍ له پاره به مې د انقلاب خوبونه لیدل. د بېوزلو خلکو په منځ کې د بېوزلو مېرمنو د ژوند شرایط را ته د زغملو نه وو. ولور، اجباري او د ماشومتوب ودونه، شاقه کارونه… دا ټول را ته تیوري را په ګوته کړي وو.
د ژمي په رخصتیو کې کلي ته ولاړم. عدل خېلې کاني خپله اته کلنه لور، سوات بي بي، یو پنځوس کلن سړي ته ورکړې وه.
ما یې دا کار سخت و غانده، پېغور مې ورکړ. د نجلۍ خوارکۍ د راتلونکي ترخه ژوند په اړه مې ښه اوږد لکچر واوراوه خو د عدل خېلې یوې خبرې داسې چوپ کړم چې بیا نو د څه ویلو توان نه و راپاتې:
– وروره، اته کسه له لوږې مړه کېدل. ما په اتو کې یوه ووژله اوو نورو ته مې ډوډۍ پیدا کړه!