په نوره نړۍ کې د سیاسي روابطو او هلو ځلو تګلارې ممکن یو څه د افغاني ټولنې سره توپیر ولري، دلته ډیر شمیر مدني فعالان یا سیاسي شناندي تر خپلې ګټې پورې  محدود سیاست کوي که ولسمشر یو کوچنی قدم د هغې له فکره خلاف پورته کړي هر څه له منځه وړي په خلاف کې یې ودریږي .

زموږ د هیواد په دې حساسو شرایطو کې پر ولسمشر غني توند انتقادونه روان دي د ولسمشر غني تر واکمنېدو راورسته کوم قوي سیاسي افراد او بنسټونه یې تر شاه ونه لیدل شول ، دې چارې ته بیا یوه ډله کسان دا دلیل لري چې ولسمشر غني واک په انحصار کې اخیستی که دا کار رښتیا وي ممکن د سولیزې او نه تخریبونکو خبرو له لارې د غني نوموړي ستونزه ورحل کړای شو .

سیاسي ډلواو ګوندونو خو پرته له شکه د ځان په ګټه کار کړی او کوي یې لیکوالان او سیاسي شنونکي هره ورځ رنګ بدلوي که د نوموړي د نظریې سره یې جوړ کوم ګام پورته کړ ملاتړ یې کوي که بیا لږ هم د یو چاه له نظره مخالف ګام پورته کړي تر افراطه یې په غندنه کې رسیږو.

د مهربانی له مخې دا لیکل د غني د نیمګړتیاوو د پټولو او د ولسمشرپه پټو سترګوملاتړ مه ګڼی دا حقیقت دی چې ستونزې به لري خو ددې پرځای چې تخریب یې کړو د ستونزې حل ورته په ګوته کړی او خبره مو ورورسوی .

ولس مو هم د فکري تمرکز له اړخه کمزوری دی او ډیر شمیر یې په نورو فکرونو پسې ځغلي خپله پرتله نشي کولای او د مسایلو پر عمق نه پوهیږي انټرنیټ او ټولنیزې رسنیو ته لاس رسی اسان شوی نو که کوم چاه وړه نیمګړتیا پیدا کړه دومره هوا ورکړي چې د ټول ولس اذهان مغشوش کړي .

په خاص ډول ځوانان غواړي ددې ډول مسایلو په راپورته کولو سره ځان فعال وښایي خو له دوی څخه دا هیره شوي ده چې د غلطو پریکړو او پالیسیو زیان نه یوازې دا چې د دوی شخصیت ته صدمه رسوي بلکې پر دې هم دلالت کوي چې دا ډول خلک  د سیاسي مسایلو په تحلیل او بحث کولو نه پوهیږي او سیاسي لوبغاړي ترې د خپل ځان په ګټه استفاده کوي،  تر هغې چې یوه مسله ښه روښانه نه وي هر اړخیز معلومات ونلری په اړه یې خپرولو ته زړه مه ښه کوی .

دا خبره ډیره لیکل کیږي چې موږ داسې ولس یو چې په ورځ کې له یو چاه ملي اتل جوړ کړو او بیا یې که د یو چاه د نظر خلاف ګام پورته کړ خاین یې بولو.

له چاپي رسنیو نیولي تر تصویري او ټولنیزو رسنیو پورې موږ منفي خبرونو ته زیات پوښښ ورکوو،دلته ډیر داسې مثبت خبرونه دي که پسې وګرځو هم پرې مثبت بحث کولای شو او هم به مثبت خبرونه ولرو ولس خو راډیو تلویزون ته ناست دی څه چې لیکوالان ژورنالیستان او سیاسي شنونکي  وایي ولس یې مني نو په کار ده په منفي خبرونو، شایعاتو د ولسونو اذهان خراب نکړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *