ارتجاع او انحراف دواړه د اوښتون مانا لري. یعني له خپل اصلي او مطلوب مقصد او موخې نه د ګرځېدو او بلې لارې ته د تلو په مانا.  منحرف د مانا له مخې د مرتجع په پرتله ډېر پوخ او فیصدي يې لوړه ده. په دې مانا چې د منحرف خپل حالت ته د بیا راګرڅېدلو تمه شاید ونکړو او خپل اصلي حال ته د بېرته راتلو چانس يې کم وي. خو زموږ په ټولنه کې د مرتجع مانا تر منحرف ډېره منفي ده او د مسلک د پرېښودلو مفهوم لري او مرتجع د منحرف په نسبت منفور ګڼل کېږي..

سیاست  او که ښه  يې مشخص کړو ډیموکراسي( ولسواکي) زموږ په وطن کې بېخي ماشومه ده چې ورسره د خلکو د فکر او باور اوښتون او بدلون هم ماشومانه دی.

سیاسي پیروکاري په مختلفو خلکو مختلفو ځایونو او مختلفو وختونو کې مختلفي وي.

ځیني خلک سیاست د موقع او چانس له مخې بدلوي یعني هڅه يې داوي چې په مقتدره سیاسي ډله کې ور دننه شي چې   له سیاسي فعالیتونو او د ګوند له نامه څخه په استتفاده خپلو مادي موخو ته ځان ورسوي.

ځیني بیا د په اشخاصو مینان وي. په خپل ژوند کې ځان ته ځانګړې موخه او هدف نه لري. په سیاسي ګوند کې د شامیلیدو لپاره اصول نه لري او په اصولو اصلا باور نه لري. ددې ډول خلکو سیاست هم دوامدار نه وي. سیاست يې تر اشخاصو پوري او د هغوي تر فعالیت پورې محدود وي کله چې ددوی د خوښې سیاستمدار خپل سیاست پرېږدي او یا له صحني وزي نو دوی هم بې سرنوشته پاته کېږي او سیاسي پوهه يې وده نه کوي او محدودېږي.

د پښتو ژپې وتلي ادیب او شاعر ارواښاد  اوستاد الفت ویلي و:

انحراف چې له مسلکه قبول نه کا

ناکامي هم ډېره لویه کامیابي ده

دریمه ډله هغه سیاسي خلک دي چې خپله فکري ایډیالوژي لري. خپله پخه تګلاره لري او د هغې تګلارې لپاره کره اصول لري. په دې ډله کې ممکن موږ ملتپالان، مذهبي خلک او نور  هغه څوک حساب کړو چې پخه پالیسي او کره اصول ولري او دغو اصولو ته په هر زمان او مکان کې ژمن وي.

په دې ډله کې هغه خلک چې ډېر پاخه نظریات او ايډیالوژي لري له خپلې ډلې او هوډ څخه ا نحراف نه مني. هغوی په دې لاره کې خنډونه او ربړ زغمي او ناکامي هم په بریالیتوب مني.

ددې ډلې ځیني خلک بیا د خپلو مشرانو د منفي اعمالو او  کړنو له امله یاده ډله پرېږدي چې دا هم سیاسي تکامل ته نه دي رسېدلي خو هغه چې په ډله کې پاتېږي او فکري بلوغ لري. بیا د ډلې د مشرانو نا وړه اعمال دمشرانو خپله نا اهلي ګنې او فکر کوي چې ګوندې پرېکړه یې د مشرانو په انتخاب کې ناسمه وه او اعتقاد او هڅې يې په ځای او ګټوري دي.

ددې ډلې خلک د فکري اصولو له مخې مخ ته ځې. د مقتدرې ډلې هر خبره نه تنقیدوي ، که يې په ناسم کار باندې نیوکه کوي نو ښه او هغه کارونه او پریکړي او فیصلي يې چې د ملت او ولس لپلره ګټوري او د هیواد په خیر تمامېږي توصیفوي او ځان د ښو کارونو په غندلو نه بدناموي هغوي پوهېږي چې که د ولس لپاره هدف کار کول وي نو همدا ګټور دی اوکه واک د دوی هم شي نو د ملت لپاره  به همدا ډول کارونه کوي. نو دوی بیا  ګټور کارونه  ریسایکلبین ته نه ورغورځوي.

د لارډ پالمرسټون خبره خو په ځای او ګټوره  ده چې سیاست همېشنی دوست او دشمن نه لري .  دنن دښمن دسبا ورځې په دوست بدلېدای شي او ممکن ننی دوست مو سبا په دښمن واوړي خو کوم شی چې دایمي بلل کېږ ي هغه  ملي ګټه ده.

 خو له دې خبري موږ دا ناوړه استفاده کړي ده چې مشران مو په یوه وینا کې یو ګاونډی دوست بولي او بیخې لږ موده وروسته بیا لکه ماشومان خپله خبره بدلوي او د دښمن خطاب ورته کوي . توپیر دادی چې د ماشومانو پرېکړي او خبري د زړه له اخلاصه دي خو زموږ د سیاسي مشرانو خبري او پریکړي د ولس د غولولو په موخه بدليري او اوړي را اوړي.

که ورته وویل شي چې پرون دی دا ګاوندی دښمن باله او نن دوست  دی سره له دي چې د کومې ستونزي له امله چي دي د دښمن خطاب ورته کړی و هغه لا شته او له منځه نه ده تللې نو درته وايي به چې سیاست دایمې دوست او دښمن نه لري. خو دا بیا نه وايي چې ستونزه په ګټه بدله شوېده.

One thought on “سیاسي اوښتون/ علي محمد سباوون”
  1. دیر ښه سباوون صاحب دا لیکنه چي هر څوک ولولي لو مړي به یی څان ته پام شي چي دي په کوم سیاسي حالت کي قرار لري ځکه اوس مو زیاتره افغانان سیاست کوي خو نه پوهیږي چي څه کوي لکه څنګه چي تاسو ورته پخپله لیکنه کي اشاره کړیده او ماچي کله دا لیکنه ولوستل ځان ته تر پام کیدو مخکي مي دعالي بابا دخلافت دوره را پیاد شو چي کله به پاکستان دوست او کله به د دشمن خطاب کوه . ماشاالله سباوون صاحب وایم پر کتو مو برکت شه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *