وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شاهین قول اردو کې د یو سرتېري خبرې واوریدې چې له زور واکو یې شکایت درلود، د څو زور واکو او نامسووله وسله والو په مشرانو باندې چاپې ووهلې او لاس تړلي یې کابل ته راوړل.

نظام الدین قیصاري، د فوزیه کوفي ورور او رحیم الله خان هغه کسان چې په لومړۍ چاپه کې ونیول شول او اوس د خپلو جرمونو او خپل سریو حساب ورکوي، دا کسان اوس د ملي امنیت له لوري تر څېړنو لاندې دي، خو د دې کسانو پلویانو بیا د افغان دولت ضد لاریونونه شروع کړي او د قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

خلک ولې له زور واکو ملاتړ کوي؟

خلک له یو اړخ څخه ملامت نه بلل کیږي چې له قانون ماتوونکو زور واکو او جنایت کارانو ملاتړ کوي، هغه داسې چې خلکو ته ناسم پوهاوی ورکړل شوی او یا یې ذهنیت داسې برابریږي چې ګنې یو قوم د دسیسې ښکار دی او بل قوم په واک کې دی.

د قیصاري پلویان چې په ملي شورا او یا سیاسي اوپوزسیون کې دي، درګرده په رسنیو کې تبلیغات کوي چې نظام الدین قیصاري د قوي تعصب له مخې نیول شوی او هڅې روانې دي چې د دوستم پلویان او قوم وځپل شي.

دا خلک د دې لپاره تبلیغات کوي چې له قیصاري سره یې ګټې مشترکې دي او دغه راز خپل ځان په خطر کې ګوري، دوی په دې باور لري، که نن قیصاري ونیول شو او د خپلو جرمونو حساب یې ورکړ، سبا دی او یا د دې بل ملګری او قومي هم نیول کیږي چې باید د خپلو کړنو او سرغړوونو حساب ورکړي.

ازبک قوم یو پياوړی او شجاع قوم دی، تل یې په ملي یووالي کې ښه رول لوبولی او د هېواد د دښمنانو پروړاندې یې قوي سنګر نیولی، خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی په خوښه او غوښتنه به یو جنایت کار له بنده ازادیږي.

دلته حکومت شته، قانون شته او هر څوک مکلف دی چې د قانون پروړاندې خپل حساب ورکړي، که نظام الدین قیصاري، قانون شکن او جنایت کار نه وي، خو حتما ثبوت به پرې هم نه وي او له پوښتنو او څېړنو وروسته به خوشې شي، خو که قیصاري مجرم وي، نو بیا ولې د ازبکو شریف ولسونه د خلکو په لمسون باندې راپآڅیږي او د دولت ضد لاریونونه کوي.

پر دولت فشارونه

د نظام الدین قیصاري د نیول کیدو په غبرګون کې لاریونونه پراخ شوي او د حکومت سیاسي اپوزسیون هڅه کوي چې دې لاریونونو ته لا پراختیا او دوام ورکړي، سیاسي اپوزسیون دا کار د دې لپاره کوي چې حکومت تر فشار لاندې ونیسي او نامشروع غوښتنې ترې پوره کړي.

له فاریاب وروسته په بغلان او سمنګانو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونو کې سوداګرو او دوکاندارانو ته زیات زیانونه اووښتي او هېواد دښمنه کړۍ کار کوي چې دا لاریونونه لا ډير په تاوتریخوالي بدل کړي چې خلک وقهریږي او لا ډير د حکومت ضد راپورته شي.

که لاریونونه سوله ییز وي، هېواد دښمنه کړۍ باور لري چې پر افغان حکومت فشارونه نه راځي، نو د همدې لپاره کار کوي چې لاریون کوونکي تاوتریخوالي ته وهڅوي، تر څو په اخ ډب واوړي او حکومت تر نیوکو او فشارونو لاندې راشي.

لاریون کوونکو ته سیاسي اوپوزسیون ( د افغانستان ژغورنې ایتلاف ) ایتلاف لمسون ورکوي چې اوس یواځې د قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه و نه کړي، بلکې د جنرال دوستم د راتګ غوښتنه دې هم مطرح کوي.

اوس په شمال کې لاریونونو داسې ځای ته رسیدلي چې هغه وایي ( په مرګ یې ونیسه، په تبه به راضي شي) قومي او سیاسي ټیکداران چې له کلونو راهیسې د دې ولس په مرۍ ناست دي، لا ډير کار کوي چې ولسونه په قومي، سمتي او ژبني تعصباتو باندې راخپل کړي.

سیاسي ټیکدارانو لاریون کوونکو ته لمسون ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني قومي سیاست کوي او د یو پلان له مخې ځینې قومونه حذف کوي اونور قومونه واک ته رسوي، په داسې حال کې چې اوس د ملي یووالي حکومت کې ټول قومونه شته او هره برخه کې یې خپله ونډه مالومه ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا تګلاره او دريځ له هرکلي سره مخ دی چې د زور واکو پروړاندې یې ګام پورته کړی او ولسمشر ډاډ ښودلی چې ټول هغه زور واکي به قانون ته سپاري چې کلونه یې په خلکو ژوند تنګ کړی او د ناامنیو او جګړې له درکه یې ځانونو ته قصرونه جوړ کړي دي.

2 thoughts on “سیاسي او قومي ټیکداران ځان په خطر کې ګوري| منان توحیدیار”
  1. سلامونه،
    زما په نظر هغه شیطاني مثلث چې سر ېې په انکره ، قاعده ېې په قم او ماکیک کښې ؛او زاویه او میلیاردونه ډالر او روبل ېې په کولابیانو کې دي د دې طغیانونو او بغاوتونو اصلي کړۍ دي ؛ حتی زه فکر کوم هغه ماکیاولي او ماویستي چاپلوسان او سفیدار واکان چې د دولت له بیت المال څخه په تریلیونو بیځایه اسرافات کوي او بیا بیرته بیسواده ملیتونه مظاهرو ته او خشونتو! ،هور اچونو او وژنو ته هڅوي پینځه واړه د پنجابي پنټاګان بل شیطاني مثلث اضلاع نا-متهده دي !.
    صرف یو غني دی چې خپل ماغزه ېې د سیمې،اسلامي نړۍ او جان-هاپکینز اټسټرا فاکولتو کې اوبه کړي او اوس ۱۸ ساعته د ولس او وطن لپاره کار کوي خو بیا هغه د ترکانو خبره( د افغان موضوع د عربانو ویښتانو غوندې جړه سوې ده)؛ والله اعلم چې په دا پاتې یو کال کې به ېې شل کړي.
    دعا به ولس او لسمشر ته کوو ،په څنګ کې ېې د ع.ج. ثابت څارنوال خبره چې قضاء له فساده پاکه وي او ټینګه اراده موجوده وي.
    یا ربه توفیق!.و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمین.

  2. بحیث بیشنهادات اصلاحی و تربیتی اولا به رئیس جمهور، ثانیا وزرا و وکلا و ثالثا علما و هرمسلمان ارایه میدارم تا مؤمنانه برآن غور و عمل صورت ګیرد.
    اول- الله جل جلاله می فرماید ولاتکن للخائنین خصیما …
    مدافع خائنان مباشید یا برای خیانت خاین با حکام وملت مؤمن خصومت نکنید.
    پس بنا بر تعلیمات دینی منحیث حکام مؤمن وجایب ذیل را عبادت ګونه باید انجام داد
    الف- علما باید در ردیف اول منحیث ورثة الانبیاء با درک مسؤلیت اعلام بدارند که خاین مستحق مجازات بوده و هیچکسی حق ندارد از آن دفاع کند ومراجع ذیربط مثل شورای علما، حج و اوقاف با دستور به امامان مساجد در تمامی مساجد افغانستان در خطبه نمازجمعه از دیدګاه اسلام ومستند با آیات ،احادیث و آراء فقها تبلیغ و موقف اسلام را در برابر خاین و جانی واضح سازندو هم چنان وزارت عدلیه ،قانون سازان شورای ملی یا وکلا وهر مسلمان دین فهم باید نظر و موقف دین را به مردم بیان داشته تا حق واضح شده و مرتکب کتمان حق نشویم
    ب- رسانه ها و وسایل جمعی ، اخبار ،جراید ،مجلات ، میز ګرد ها ،منابر و آنچه درین راستا مفید است باید همه در مقابل فساد و مفسدین جهادګونه وبا حکمت استفاده شوندو اهل بحث ونوشته ها همه باید مزین با فهم دینی ،آګاه از سیرت رسول الله و سلف صالح باشند و یاوه ګویان، شرانګیزان و سیاسیون مفسد ، فرصت طلب و اجیرنباید به این مقام والا دست یابند وباید ملت از شر شان مصؤن باشد تا هرزه ګویی با آزادی بیان خلط نشده واذهان افراد ملت ملوث نګردد و ازسلامت افکار و عقاید سالم حراست شود.
    ج- اګر ما به رشد و تربیت سالم نسل جوان ودر مجموع با ملت سازی تعهد و علاقه داریم باید در مضامین علوم دینی و ادبیات دری،پشتو،عربی و انګلیسی مفاهیم مفید،سازنده و تربیتی را جادهیم تا بتواند نسل جدید را بیدار واز آفات و شرانګیزی تعصبات متعفن جاهلی قومی ،سمتی وحزبی و همچنان از شرانګیزی آی اس آی ، کی جی بی وغیره پاک و مصؤن بمانیم ودرین راه وزارت معارف و تعلیمات عالی می تواند از مسابقات نوشتن مقالات و کنفرانسها استفاده سازنده کند تا تعلیم وتربیه ما مؤثر ودرجه انسان سازی سالم بالا برود یعنی فارغان تقدیم شونده به اجتماع وادارات از فساد و تعصبات جاهلی پاک و خادم راستین جامعه خود باشند و متعهد به منافع ملی و اسلامی باشند تا مورد اعتماد مردم قرار ګیرند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *