Social and Political Power
په تولنیز ساینس او سیاست کې واک یا ځواک د یو کس هغه وړتیا ده چې په مستقیمه او څرګنده توګه د خلکو پر چلند نفوذ ولري. د ځواک یا واک لپاره ډېر وخت قدرت (authority) اصطلاح کاریږي کومې ته چې ټولنیز جوړښت مشروع نظر کوي. ډېر خلک ځواک یا واک ته بد ګمان کوي او یو شیطاني کار یې ګڼي خو انسانان ټولنیز چلند لري او په ټولنیز چلند لرونکو کې مشر تل واک او ځواک لري او همدا چلند یې یو ډول ساري ګڼل کیږي چې له یو نه بل ته انتقالیږي. په سوداګرۍ کې د (power) کلیمه د پرمختګ په لور یا د پرمختګ برعکس ته کاریږي. ډېری وخت کشران د خپلو مشرانو په پرېکړو نفوذ کوي او یا یې پرېکړې بدلوي او یا یې یوې پرېکړې ته هڅوي.
د واک یا ځواک کارونه په دې مانا نده چې یو فزیکي قوت دې وکارول شي او یا دې یو څه اجباري وګڼل شي. واک یا ځواک کارول ډېر تعریفونه لري خو په سیاست کې یې مانا ټولنیزو کړنو ته لار هوارونه ده یا په نورو یوه ټولنیزه چاره د نفوذ له لارې تپنه ده او یا هم له یوې کړنې راګرځول دي.