عبیدالله کامران

سیاست چې تر ټولو ستونزمن او پیچلۍ مسلک ده هر څوک یی په هر وخت کې مخته وړلای نشي خو ډبرین او مټکور هم نده بلکې لکه ربړ هر خوا تاویږي امَا ماتیږي نه، سیاست؛ پاک شخصیت، پراخه علمیت، ځانګړۍ هنر، سیاسي پوهه، روښانه موخې او ځانګړې نظریی او ایډیولوژۍ ته اړتیا لري.

افغانستان چې ټولنه یی سنتي او مذهبي ده د وګړو سیاسي شعور یی تراوسه په لازمه توګه وده نده کړې سیاست کول پکې تر یوه حده ستونزمن نه دي څکه دلته د سیاست اصول او شرایط ساده دي په سفارتي اړیکو، احساساتي شعارونو، غیر عملي ژمنو، دروغ او فریب، غټو خبرو، قومي او ژبنې اړیکو او دیني احساساتو باندې متکي دی.

د افغانستان په سیاست کې له ولس سره تعهد او ټولنیز تړون ته درناوۍ نشته، نه د اقتصادي او اجتماعي بدلون لپاره کومه برنامه لیدل کیږي او نه د مشرانو په تګلاره کې د خدمت اراده محسوسیږي. سیاست د ګټو جنګ ګڼل کیږي تلپاتې دوست او دښمن نلري محوري او اساسي هدف یی د قدرت او اقتدار لاسته راوړل دي خو په نورې نړې کې سیاسي قدرت او اقتدار د ملي ارزښتونو، ملي یووالي او ملي ګټو ساتلو او پاللو په موخه کارول کیږي.

د تجربو له مخې سیاست په ګټورو او مؤثرو پالیسیو همدارنګه په جامعو برنامو بریا ته رسیدلی دی خو د افغانستان د سیاست په لوړو ژرو کې به په سفارتي اړیکو، ډالري بنډلونو، د خیانت او جنایت په ارتکاب، دروغجنو ژمنو، احساساتي شعارونو، قومي او ژبني اړیکو بریا ته رسیږې.

سیاست کې ذهنیت او مرام د ټولنې د ارزښتونو، عقایدو او محرومیتونو له مخې تدوین کیږي همدغه  ذهنیت او مفکوره، سیاسي شعار او مرام ګرځول کیږي او له مخې یی د خلکو پاملرنه، ملاتړ او محبوبیت لاسته راوړي. د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د سیاسي قدرت او اقتدار د لاسته راوړلو  په موخه لاندیني مفکورې او ذهنیتونه د سیاسي ګوندونو او ډلو لخوا شعارونه او آرمانونه ټاکل شویدي :

1-               د شریعت تنفیذ او د هر اړخیز عدالت تطبیق

2-                 د ډیموکراسۍ تقویه او ترویج

3-                 د ټولنیز عدالت تأمین

4-                 د سولې قائمیدل

5-                   د جنګسالارۍ محوه او د عدم تشدد تعمیم

6-                  د لرو او برو پښتنو یووالۍ

7-                   د قوم پالنې روحیه

8-                    د ملي یووالي تحکیم

9-                    د افغانیت او اسلامیت پالل

او ځیني د اشغال د پای ته رسولو نظامي مبارزه مخته وړي د جګړې ډګر ته د ځوانانو د رابللو او جذبولو په موخه حماسي او تشویقي ترانې غږوي او احساساتي تقریرونه کوي.

خو پورتنیو ټولو ذهنیتونو او اهدافو کې هیڅ ډله او ګوند د قانون د تطبیق او ترویج همدارنګه د اقتصادي او اجتماعي ملي برنامو د لرلو او پلي کولو احساس او ذهنیت ولس ته نه ورکوي او نه یی خپل مرام او هدف ټاکي.

په واقعیت کې دا ټولې مفکورې او موخې یوازې د شعار تر کچې دي بلکه ددې هیواد د سیاستوالو اساسي اهداف د شتمنیو ډیرول، قدرت او اقتدار لاسته راوړل، اجتماعي حیثیت او سیاسي مؤقف لوړول، د دولت امکانات او امتیازات لاسته راوړل.

 د نوړې نړی سیاسیون د خلکو د سوکالۍ، اقتصادي پرمختګ، او د هیواد د ښیرازۍ په موخه ګڼې ټولنیزې، وټه ییزې (اقتصادي) او سیاسي تګلارې او پالیسۍ تدوین کوي، د ټولنیز عدالت، سوداګریزې پراختیا، سیاسي ثبات او تکنالوجیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره هر اړخیزې برنامې جوړوي له ګڼو لارو یی په ډیر صمیمیت، متقابل احترام او د مینې په فضاء کې له خپل ولس سره شریکوي د هرې ډلې برنامې او تګلارې چې ومنل شوې او د خلکو  مصالح او د هیواد منافع پکې خوندي وي هماغه ډله مخکښه وي، ګټیالې وي.

امَا دلته د هیواد په کچه د سیاستوالو او رهبرانو ترمنځ سیاسي رقابت او د تخریب سیالي اوج ته رسیدلې، په غونډو، کنفرانسونو، مجلسونو، اجتماعي رسنیو او د تلویزیون په پرده پر یو بل نیوکې کوي، ګواښونه او دړکې کوي د یو بل سیاسي پالیسی، موقفونه او افکار نقدوي، همدارنګه په سیاسي شکل یی شخصیت وژني د تصغیر او تحقیر کلماتو په استعمال یی تخریبوي، یو بل په خیانت، فساد، جاسوسۍ او ضعف تورنوي مقابل کې خپل مشر او ډله پاکه، بانفوذه، باهدفه او قوي ګڼي نتیجتاً ځیني سیاستوال او ملګري یی فکر کوي چې له دې لارې به اهدافو ته ورسیږي خو په اصل کې تیروتي دي ځکه په انساني ټولنو کې د هر چا ځای او ځایګۍ معلوم ده باید سالم رقابت او مفید سیاست وکړای شي.

د انسانانو ترمنځ مخالفتونه، رقابتونه او موافقتونه طبیعي چاره ده خو توازن او اعتدال باید په پام کې ونیسي چې هیوادوال له رواني پلوه وضع آرامه حس کړي او هیله مندي یی لمنځه لاړه نشي.

په اوس وخت کې، که له یوه پلوه په اجتماعي شبکو او ټولیزو رسنیو کي مطبوعاتي او تبلیغاتي مبارزې اوج ته رسیدلې دي خو له بل پلوه د ګلبدین حکمتیار راتګ د هیواد ټول سیاستوال او رهبران وارخطا کړیدي د هغه په راتګ د ویرې احساس کوي چې ګوندې اجتماعي حیثیت او سیاسي مؤقف به یی راټیټ شي.

یوه سیاسي ډله چې په مدني چوکاټ کې فعالیت کوي نژدې اړیکې ورسره لرم د حزب اسلامي د سولې د بریالي مذاکراتو له پیلیدو راپدیخوا لیدل کیږي چې د خپل مشر د مطرح کیدو  په موخه لسګونه فیسبوکي آی ډي ګانې او پاڼې چلوي پر پروفایل یی د خپل ښاغلي مشر انځور راځړولی وي او د هغه په ګټه او ستاینه په غوره ادبي ترکیب، فصیحو او بلیغو کلماتو له مفهومه او پیغامه ډکې لیکنې کوي ترڅو ښاغلی مشر یی محبوب شي.

ددې ډلې فیسبوک چلوونکي پخپلو لیکنو کې ډیر مهارت سره لوستوونکي د ښاغلي مشر لوري ته رابولي، خپل ښاغلی مشر ډیر سپیڅلی شخصیت او جامع الکمالات ورپیژني، په ډیر احساساتي او عاطفي شکل خپل ښاغلی مشر په خلکو مني، خلکو ته داسې ذهنیت ورکوي چې دا ښاغلی مو ناجي او ژغورونکی دی او هغوی چې نورو پسې ځي لارورکي او ناپوه دي خو که څوک ترې وپوښتي چې دده ښاغلي کارنامه او میړانه څه ده ؟ دې دردیدلي او کړیدلي ولس ته یی کوم خدمت کړیدی؟ او دې وران هیواد بیارغونې او ښیرازۍ لپاره کومه برنامه لري؟ بس جواب نلري او ټاپې لګولو باندې سر شي.

چې مشر به یی دا بې وجدانه لیکوالان او فیسبوک چلوونکي په څه شي راضي کوي؟ د دوی زړه په څومره پیسو او تمې ورکولو لاسته راوړي؟ او یا که هسې غولیدلي دي په هر صورت، د ښاغلي مشر د وضعیت په اړه یی هغه د پښتو متل ښه مصداق دی چې وایی : ” کندو ولاړ منځ یی خالي ”

له معنوي پلوه د ځینو ډلو او  ټولنو فکري جهت او نظریاتي نوعیت معلوم نده بلکې تجارتي او سیاسي اهداف لري پرته له دې هیڅ کوم ملي او ولسي فکر فکر نلري. د ځینو سیاسي ټولنو او ډلو د مشرانو هدف یوازې د پارلمان تر وکالته محدود دی، ټول لګښتونه او هلې ځلې یی د همدې موخې لپاره وقف کړیدي خو ولس ته نور ذهنیتونه او فکرونه ورکوي د ولسي وګړو اذهان، بل لوري ته د اړولو په موخه، نورې برنامې ورته تشریح کوي، د ولس خوش باورۍ څخه په ګټې اخیستنې د غیرعملي ژمنې، ناممکنه او منافقانه تعهدات ورسره کوي.

دا چې سیاستوال څرنګه ذهنیت سازي کوي او څرنګه ولس په ځان راماتوي یو څو بیلګې یی ذکر کوم:   په اجتماعي او سیاسي اړیکو کې له میلمنو او مراجعینو څخه په پراخه ټنده هرکلی، په خوږه ژبه زغرده خبرې کول، احترام او عزت یی کول پرته له دې چې خدمت ورته وشي، د افغانانو ډیر ښه ایسیږي، نو ځیني سیاستوال له همدې تکتیکه په استفادې میلمنو او مراجعینو ته ځان شریف، خوش اخلاقه او د سیاسي تقوی خاوند ورپیژني او خپل ټول دروغ او فریب پرې تیروي.

څوک له دې ذهنیته په استفادې چې افغانان له جګړې ستړي شوي دي د سولې او عدم تشدد په نامه پروژې پرمخ وړي ځانونه د سولې اتلان بولي، حالانکه دوی پخپله سولې او ثبات ته خطر دي.

یو شمیر پښتانه سیاستوال پدې پوهیدلي چې شمالي ټلواله په پښتنو کې غندلې او رټل شویده نو خلکو دا ذهنیت ورکوي چې ګوندې د شمالي ټلوالې خلاف دي او په مقابل کې یی شدیداً مبارزه کوي او د دې وړتیا لري چې ماتې ورکړي امَا خلک پوهیږي چې دا دروغژن او فریبکاره پخپله له شمالي ټلوالې ویریږي او هیڅکله یی د تقابل جوګه ندي خو د خلکو له پاکو احساساتو او خوش باورۍ ناوړه ګټه اخلي.

ځیني ګوري چې ټولنه سنتي ده او خلک مذهبي دي نو د شرعي نظام د انفاذ او احیاء او د عدالت د پلي کولو کاذب شعارونه ورکوي خوش بینه ولس فکر کوي چې همدا مسلمان د اسلام جنډه او د دین محافظ ده ! د ځینو ټنبلو بیا پښتو لیک او لوست زده نه وي، پښتون په دروازه کې پریږدي نه خو پښتو ته د خدمت کولو چغې او بغارې به وهي.

دلته د چارواکو او مشرانو لخوا سیستم ته کار نه کیږي نظام په پښو نه درول کیږي د نظام د ځواکمنتیا لپاره فعالیت نه ترسره کیږي، دلته سیاستوال او رهبران ارزښتونه نه پالي دلته مؤسسه یی سیاست پرمخ نه وړل کیږي دلته فردي سیاست اصل دی، دلته ځوانان فکراً نه روزل کیږي بلکې لا یی جرائت وژل کیږي کمال او وړتیا یی پیرل کیږي. دلته اصلي هدف شخصي او تنظیمي ګټې لاسته راوړل دي، دلته ملي فکر او عمل هسې د شعار تر حده ده.

ولس د ملي زعامت او ملی خادم له بحران سره مخ ده باورونه او ارزښتونه لمنځه وړل کیږي عقاید بی ارزښته کیږي، بې باورۍ او تفرقې ته وده ورکول کیږي خو د اندیښنې وړ دا ده چې د هیواد د ژغورنې حل لارې باندې عملاً کار نه کیږي او نه په دې اړه کومه اراده شته.

ځیني چې په فریب او حیله یی کاذب شهرت او محبوبیت لاسته راوړی د فشار د آلې په توګه یی کاروي او له مؤسسو، سفارتونو او وزارتونو پرې پروژې او قرادادونه اخلي همدارنګه همزمان له مختلفو ادارو ځان او نژدې ملګرو ته د وظیفې د ترسره کولو پرته څو معاشونه اخلي همدغه مرموزې څیرې ظاهراً بیا ځانونه غریب او سپیڅلي بولي امَا د پردې تر شا یی له واکمنو غلو سره د جوال خوله نیولې او په هماغه ژرنده یی ورسره اوړه کوي.

ټول چارواکي د همدې ولس له امکاناتو او بیت المال څخه تغذیه کیږي ټول چارواکي ماړه دي امَا ولس پخپله فقیر او ناداره دی، د دولت او ملت ترمنځ واټن هم پدې رامنځته شوی چې د دولت چارواکي او سیاستوال دروغژن، فاسد او خائن دي د خدمت نیت نلري، له بل پلوه ټولنیز ژوند یی له ملت سره ډیر توپیر لري د بیلګې په توګه : د دولت یو رئیس، وزیر او جنرال د خپل امنیت او حیثیت خوندي ساتلو لپاره ټوله کوڅه او سرک بندوي، سمنټي او پاخه دیوالونه یی نصب کړي خو غریب او بیچاره ولس پیاده رو باندې مزدوری او غریبۍ ته نه پریښودل کیږي.

همدارنګه په رسمیاتو کې یوه رئیس، وزیر او نورو چارواکو ته تر ټولو ډیر معاش، اضافه کاري، د دسترخوان خرچه، د کور کرایه، زرهي او قیمټي موټرې او مخابراتي مصارف سره له نورو امتیازاتو ورکول کیږي خو یوه مامور ته اندک معاش او ناچیزه اضافه کاري په ټاکلي وخت نه ورکول کیږي.

کوم امتیازات او امکانات چې چارواکو ته ورکول کیږي که ددې دوه برخه یی په ولس ولګول شي زه پوره باوري یم چې ټول ولس به ورسره مړیږي د ټول ولس د ژوند احتیاجات او ضروریات به ورباندې رفع کیږي او دوی ترمنځ فاصلې به هم ورسره لمنځه ځي او هیواد به هم د ښیرازۍ او سوکالی په لوري حرکت کوي.

د ملتونو جوړول د دولتونو په جوړولو مقدم ده یعني لومړی باید خلک جوړ شي بیا یو هیواد جوړیدای شي نو ترڅو چې پدې جګړه ځپلي هیواد کې اجتماعي او انساني شعور احیاء نشي او ارتقاء ونکړي، طبقاتي او معاشي تبعیض ختم نشي، مساوات تأمین نشي تر هغې به اجتماعي عدالت حاکم نشي او ترڅو چې اجتماعي عدالت حاکم نشي تر هغې به امنیت رانشي.

همدارنګه ترڅو چې سیاست رښتینۍ نشي، مفسدین او خائنین محاکمه نشي، قومي، ژبني او ګوندي تعصبات، سیاسي تجارت او عوام فریبي ختمه نشي تر څنګ یی صالح قیادت او ملي زعامت رامنځته نشي نو تر هغې به دا خلک آرام او هیواد جوړ نشي.

د آرام او ښیرازه افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *