۱۵ برخه –
د خان عبدالغفار خان ژوند لیک
درنو دوستانو! پدې هیله چې د سیاسي رهبرانو لړۍ چې پنځلسمي برخې ته رسیږي درته په زړه پورې تمامه سوې وي، ډیر د خوشحالۍ ځای خو دادی چې زموږ او ستاسو خان، خان عبدالغفار خان د نړۍ د مشهورو سیاسي رهبرانو په لیست کې قرار لري هغه لیست چې ډیر منل سوی او محدود لیست دی نو دا ځل به دده د ژوند لیک په اړه درسره چمتو سوې معلومات شریک کړم.
عبدالغفار خان په ۶ فبروري ۱۸۹۰م کال کې په پیښور کې زیږیدلی دی. پلار یې خان بهرام خان نومیږي، خان په بادشاه خان، باچا خان فرونټیر ګاندي او سرحدي ګاندي، فخرافغان، سرتور بابا او داسي نورو نومونو باندی هم یاد سوی.نوموړی د هند ملی رهبر مهتما ګاندی ډیر نژدي ملګری تیر سوی.
خان عبدالغفار خان نه يواځي دا چي په سیمه ایزه بلکي د نړۍ په کچه یو سوله خوښونکی او سوله دوست شخصیت په توګه یادیږي او د نړۍ په مشهورو علمي او اکاډیمیکو مراکزو کې د قدر په سترګه ورته کتل کیږي. د خان عبدالغفار خان مبارزه د تاوتریخوالي څخه په ډډه کولو (عدم تشدد) ولاړه وه او نوموړي د خدایي خدمتګارانو ټولنه هم جوړ کړه ترڅو د هند پیاوړي سیاستوال او ملي مشر مهتما ګاندي سره د انګریزانو مستعمرې په وړاندی ګډه مبارزه وکړي.
عبدالغفار خان د ترنکزو د حاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا د استعمار پر ضد د افغانانو د را ويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامې تر سره کړې دي. نوموړي په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې د يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او سیمې ته د بيرته تللو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه او دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله سوه. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هندوستان د نيمې وچې د ازادولو لپاره زياتې هڅي وکړې او له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت په جرم په ۷ کاله بند محکوم سو.
عبدالغفار خان په لومړۍ نړیواله جګړه کې د انګرېزانو سره د نه همکارۍ په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره یو ځای ۲ کاله په زندان کې تیر کړل او د ( ۱۹۴۷ م) کال را په ديخوا د پښتنو د ملي خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني مستبدو حکومتونو په وار، وار جيل ته ليږلی دی.
د هندوستان په دوو برخو ویشل:
فخر افغان په زغرده د هند په دوه برخو ویشلو سره مخالفت څرګنداوه او د دې تر څنګ پښتنو غوښتل چې د هند سياستوالو سره په ګډه کار وکړي په ځانګړې توګه د سرو کميسونو پښتنو.
همدا رنګه ډېرو نورو پښتنو بيا د هند په دوو برخو وېشنې چې يوه برخه ېې د مسلمانانو خپلواکه ولکه جوړېده او د انګرېزانو د وتلو د آند هرکلی کاوه.
د همدې موخې لپاره ځينو په فخر افغان او ملګرو باندې یې د غیر مسلمانانو ټاپه وهله. همدارنګه په کال ۱۹۴۶ میلادي کال په نوموړي باندې يو بريد وسو چې له کبله ېې د پيښور په روغتون کې بستري سو. خان عبدالغفارخان د هندوستان د بیلتون په هکله د کانګرېس پارټۍ د مصلحتي پرېکړې مخنيوی وکړ او هغه پریکړه یې و نه منله چې ګاندي د محمد علي جناح لپاره د عظمي صدارت وړانديز کړی وو خو په پايله کې بادشاه خان او د هغه پلويانو دا احساس کړه چې دواړه د هند او پاکستان لخوا ورسره درغلي وسوه او دوکه شول. د همدې په هکله بادشاه خان (فخرې افغان، غفار خان) ګاندي ته خپلې وروستۍ خبرې په يوه تاريخي لیک کې په دې ډول وکړه (تا موږ د ليوانو خولو ته ورټيل وهلو(
کله چې د پاکستان د نوم پر سر ټولټاکنې کیدې نو باچا خان او د هند کانګرېس ملي پارټۍ د هغو ټولټاکنو څخه په څنګ شول او بايکاټ ېې ترې وکړ. د دې پايله داسې راووته چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د پاکستان په نوم هيواد ومنل شو. په قبايلي سيمو کې هم پاکستان د ځينو ملکانو په پيسو اخيستلو سره يوه ټولټاکنه ترسره کړه چې پايله ېې یوازې یو نیم فیصد پښتنو د پاکستان له موجودیت سره ملاتړ څرګند او پاچا خان یې په بډو اخیستنو تورن کړ.
په ۱۹۸۴ میلادي کال کې خان عبدالغفارخان د نوبل د سولې د نړېوالې جايزې لپاره د ده غوره خدمتونو له کبله نومول سوی و، خو د وخت د سياستوالو له کبله ېې مخه ډب سوه او په دې لاره کې کوم پرمختګ تر سترګو نه سو. فخر افغان يو له هغو ۴۴ هندي او د سيمې نوموتو مبارزو شخصيتونو په کتار کې حساب کیده چې د هند د حکومت لخوا ياد سوی او په لړ کې ېې ورته د بهارت رتنا لويه ملي جايزه هم ورکړې ده چې د هندوستان لویه جایزه ګڼل کیږي. په همدې توګه یې د جواهر لال نهرو ملي جايزه هم په برخه سوې ده. د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله لخوا ورته د افغانانو د وياړ لقب ورکړ سوی او د را وروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جايزه هم نومول شوې وه.
د خان عبدالغفارخان ویناوې:
خان عبدالغفارخان په کابل کې د خپلې هستوګنې پر مهال د افغانستان ګوټ، ګوټ ته سفرونه کړي دي او ښوونځیو او علمي مراکزو څخه یې لیدنه کړې ده. هر ولایت ته به چې کله نوموړی د افغان چارواکو په ملتیا ولاړ نو هلته به یې وګړي د پوهې او علم حصول ته را بلل، د پښتنو په بد حالت به یې اوښکې تویولې د پرمختللې نړۍ او هیوادونو مثالونه به یې د دوی په مخکې ایښودل او افغانان به یې د پوهې د لارې د یوه عصري، پرمختللي، سوله ایز او په خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړولو ته رابلل. افغان روغتیاپال او لیکوال ښاغلي ډاکتر یحیی وردګ د (زموږ د پاچا خبرې) تر عنوان لاندې د خان عبدالغفارخان د لنډو ویناوو او خبرو یو کتاب لیکلی چې په ۱۳۸۹ کال د ښاغلي یحیی وردګ د شخصي هلو ځلو په نتیجه کې چاپ شوی دی.
له کابل څخه پيښور ته د عبدالغفارخان ستنیدل:
خان عبدالغفار خان په ۱۹۷۰ کال کې چې د ذوالفقار علی بهټو د حکومت دور وو د نيشنل عوامي پارټي د صوبايي حکومت په بلنه له کابل څخه پيښور ته ولاړ او کله چې هغه حکومت د مینځه ولاړ نو بيرته افغانستان ته ستون سو او تر ( ۱۹۸۰ م) کال پورې کله په کابل او کله په ننګرهار کې اوسيدی. دی د افغانانو، د ملي آزادي غوښتونکو او وطنپالونکو لوی لارښود او (بابا) وو او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو لپاره د بل مشال او ډیوې په څیر وو. ده د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې سختې ورځې او شپې تيرولې څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپيښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته په کال ( ۱۳۶۶ ش) د سلواغې په لومړۍ نيټه د چهارشنبې د سهار په څلورو بجو او په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډي ريډنګ روغتون کې وفات سو او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعې په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د سلواغې په دريمه ( ۱۹۸۹ م) د جنورۍ په شلمه په ډيره درناوی د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې خاورو ته وسپارل سوه.
شخصی ژوند:
خان عبدالغفار خان په ۱۹۱۲م کال کې د یار محمد خان د لور سره واده وکړ چې د هغې څخه دوه زامن عبدالغنی خان او عبدالولی خان او یوه لور سردارو په نوم لرې خو لومړي میرمن یې په ۱۹۱۸م کال کې وفات سوه او خان عبدالغفار خان د هغې د اکا د لور سره واده وکړ چې هغې څخه یوه لور او یو زوی درلود او هغه هم په ۱۹۲۶م کال کې وفات سوه نو خان عبدالغفار خان دا تصمیم ونیوه چې نور به واده نه کوی او خپل سیاسي او اجتماعی فعالیتونه ته به پراختیا ورکوی.
اخځلیکونه:
- پښتو ویکیپیډیا
- د افغانستان کالنۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۴۵ کال، کابل، افغانستان
- وردګ، یحیی، زموږ د پاچا خبرې، کابل، ۱۳۸۹ ه ل
- د پوهاند عبدالرشید جلیلي شننه، لروبر پښتو ویب پاڼه
- ګل اغا احمدی وردګ فیس بوک پاڼه، د خان عبدالغفار خان ژوند او سله ایزه مبارزه.
- بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴
Salamoonah,
Loy KHUDAY Ta`la de Khan Bacha Khan(Phaxr-e Afghan) wabaxi aw Jannatunah de zay shi.
Aw Allah de d` duy pa Evladeh ki, ya pa surxposhano ki ya Khudayi xedmatgarano ki d` haghoy ghonde yew bel LEADDER poyda krri .Aamien.