انور سادات

(سوله تر یوې ټوټې ځمکې ډیره قیمتي او ارزښتناکه ده… نو راځئ جنګ نور بس کړو)

د انور سادات له ویناوو څخه

انور سادات د مصر دریم ولسمشر تیر سوی اود سولې د نوښت له امله يې د نوبل نړیواله جایزه ترلاسه کړې، د سیاسي رهبرانو په لړ کښې دا ځل د انور سادات ژوند باندی درسره چمتو سوي معلومات شریکوو.

د مصر هیواد جغرافيوي موقعیت: مصر هیواد د دوو لویووچو ترمنځ پروت هیواد دی چې د لویدیځ خواته یې لیبیا، ختیځ ته یې غزه او آسرایئل او جنوب خواته یې سوډان هیواد موقعیت لري او مدیترانې سمندر او سور سمندر سره نښتې څنډه لري.

انور السادات د انور محمد السادات زوی، پلار یې د پورتني مصر څخه دی او مور سِت البرین د سوډان هیواد څخه وه. سادات په ۲۵ ډسمبر ۱۹۱۸ میلادي کال کښې د مصر هیواد په میت ابو الکوم کې زیږیدلی، نوموړی په یوه ډیره غریبه کورنۍ کښې دې دنیا ته سترګي پرانيستلي او یو له دیارلسو وروڼو او خویندو څخه دی ؤ، انور سادات په خپله انا ډیر ګران او هغې به همیشه ورته تاریخی نقلونه او کیسۍ کولې.

انور سادات د مصر دریم ولسمشر ؤ پداسې حال کښې چې نوموړی تر دې مخکی د خپل ملګري او ولسمشر جمال عبدالناصر مرستیال ولسمشر هم دوه ځله تیر سوی، جمال عبدالناصر او انور سادات دواړه هغه پیاوړي او سر سخته افسران وه کومو چې د آزادو افسرانو په نوم یوه حرکت مینځته راوړ او په خپل هیواد کې یې د بریتانوي مقرراتو په وړاندی سر پورته کړ.

د دوهمې نړیوالې جګړې په جریان کښې سادات په خپل محور کښې د قوتونو غوښتونکی ؤ او پدې فکر کې ؤ چی څنګه وکولای سي د بریتانویانو مخه ونیسي او لاره یې بنده کړي. جمال عبدالناصر ولسمشر شو او سادات هم د هغه په څنګ کې تر هغه وخته پورې کار وکړ ترڅو ناصر په ناڅاپي ډول ومړ. وروسته سادات د انقلاب تصیح او یوم کفر جګړه په نامه دواړو جګړو مسولیت په غاړه واخیست ترڅو خپل هیواد د مخ په زیاتیدونکو سوسیالیستانو څخه وژغوري خو دې تګلارې خپل شهرت له لاسه ورکړ او په وړاندې يې خوځښتونه ترسره سول. تر هغه ورورسته چې د کیمپ ډیویډ تړون د امریکا د هغه وخت ولسمشر کارتر په کوربه توب وکړ انور سادات ددې تر څنګ د آسرايئلو سره د سولې د موافقې په لاسليکولو هم شهرت لري. سادات د نوبل د سولې نړیواله جایزه هم ترلاسه کړې خو هیوادوالو یې دی هغه سی چی لازمه وه له دې امله چې جایزه یې ترلاسه کړه تشویق نکړ. د آسرایئلو سره د ثاني تړون امضا په یاد هیواد کښې اسلامی تندروي راپاروله او د حکومت له مینځه وړلو پلان يې ترتیب کړ چی د سادات لخوا د ټولو نیولو امر صادر سو او په پایله کښې زرګونه مخالف رهبران ونیول سول او بندي سول. بلاخره د یوه مخالف ګروپ له لوري د آزادۍ د ورځې د لمانځلو په مراسمو کښې ووژل سودا يې لنډ ژوند نور يې لاندې راسره ولولئ.

ژوند لاره او کار:

انور سادات په ۱۹۳۹ میلادي کال کښې د مصر اردو ته شامل سو او سمدستي سوډان هیواد ته موظف واستول سو، په سوډان کښې په لومړي ځل ده او جمال عبدالناصر سره ولیدل او دواړه په مخفی ډول د آزادو افسرانو ډله جوړه کړه هغه ډله چې د بریتانویانو څخه د خپل هیواد آزادي غوښتونکي وه.

په ۱۹۴۰ میلادي کال کښې سادات د بریتانویانو لخوا پدې تور حبس سو چې ګواکې نوموړي په دوهمه نړیواله جګړه کې د بریتانیې د رژيم په وړاندې ځواکونو سره مرسته کړې. په ۲۳ جولای ۱۹۵۲ میلادي کال کښې د آزادو افسرانو ډلې انقلاب اعلان کړ اود باچا فاروق باچاهي یې ړنګه کړه او سادات د مصر راډیو له لارې اعلان وکړ.

تر آزادۍ وروسته دده ملګری جمال عبدالناصر ولسمشر او نوموړی يې د چارود وزیر په توګه وګماره او همدارنګه سادات د نوې تاسیس سوې ورځپاڼې (الجمهوریه) چې د بریتانویانو څخه تر آزادۍ وروسته یې فعالیت شروع کړ ایډیټر یا تصیح کوونکی هم ؤ.

په ۱۹۵۹ میلادي کال کښې سادات له هغه وروسته نور پرمختګ وکړ نوموړی د ملی ایئتلاف د منشي په توګه زیات خدمت وکړ، پدې سره نوموړي اته کاله د ملي شورا د ریئس په توګه خدمت وکړ. د ناصر د ولسمشرۍ په بهير کښې نوموړی د مرسیتال اولسمشر په توګه وټاکل سو او پنځه کاله یې په بریالیتوب ان تر دوهم ځل بریالیو ټاکنو پوری دنده تر سره کړه.

په ۱۹۷۰ میلادي کال کښې سادات د ولسمشرۍ چارې هغه وخت په غاړه واخیستې کله چی جمال عبدالناصر ومړ او سادات په عامه اذهانو کښې د هغه د لاس آله یادېده او ویل کیده چې نوموړی به ډیر وخت تیر نه کړي. وروسته سادات د مصریانو لپاره یوه تګلاره په کار واچوله ترڅو هغو ته په ډاګه کړي چې سم انقلاب یې ترسره کړی او له دې څخه یې هدف داؤ چې عربي سوشیالیستانو څخه ځان یو طرف او اسلامی حرکتونو ته ښه راغلاست ووایي.

تردې وروسته نوموړي اسرايئلو ته د سولې یو ناکام وړاندیز وکړ چی آن آسرایئلو او امریکا هم ونه مانه، په ۶ اکتوبر ۱۹۷۳ زيږديز کال کښې سادات د (یوم کفر جګړه) د اسرایئلو په وړاندې شروع کړه ترڅو دثاني فنسلاویلا نیول سوې ځمکې بېرته ونیسي چې پدې سره نوموړي د (Hero of Crossing) نامه قهرمان یاد سو، ورپسې سادات د امریکا متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل او عیسویانو او واټیکانو څخه مذهبی ملاتړ وغوښت چې هغو یې هم خبره ومنله.

دوخت په تېرېدو سره کارونه نور هغه خراب سول چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کښې د سادات د اقتصادۍ پالیسي په وړاندې مظاهره تر سره سوه .

بلخوا بیا د غرب سره چی د کمپ ډیويډ معاهدې په نامه د آسرايئلو او مصر د سولې تړون چې په ۱۹۷۵ میلادي کال کښې دآسرائيلود لومړي وزیر او د امریکا په کوربه توب وسو د عربو لپاره د منلو نه ؤ او پدې کار سره په عرب لیګ کښې د مصر غړیتوب وځنډول سو. په فبروري ۱۹۸۱ میلادي کال کښې نوموړی د ۱۵۰۰ هغه مخالفینو د نیولو امر ورکړ چی دده د رژیم په وړاندی ولاړ ؤ چی دې کار هم خلک نور بی صبره کړه. بلاخره ۶ اکتوبر ۱۹۸۱ سادات د بریا لمانځلو مراسمو پر مهال په قصدي ډول سره ووژل سو.

لویې لاسته راوړنې يې :

سادات په ۱۹۷۰ میلادي کال کښې د مصر هیواد دریم ولسمشر سو او هدف یې دا و چې خپل هیواد دمخالفو سوسیالیستانو د واک څخه خلاص کړي.

په ۱۹۷۳ میلادي کال کښې نوموړی د آسرايئلو په وړاندې د (یوم کفر) په نامه جګړه شروع کړه ترڅو د آسرایئلو څخه د خپل هیواد دځینو سیمود نیولو مخنیوی وکړي، جګړه بریالۍ وه او ټوله عربي نړۍ یې ځانته حیرانه کړه.

ده د کمپ ډیویډ تر معاهدۍ وروسته د آسرايئلو سره د سولې تړون امضا کړ او پدې سره یې د نوبل د سولی نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

نوموړي (د سولې شاهزاده ایوارډ) په نامه د پت رابرتسن لخوا جایزه ترلاسه کړه.

شخصي ژوند:

د انور سادات شخصي ژوند په اړه به ووایو چی د نوموړي د پلار نوم انور محمد سادات وو او مور یې البرین نومیده، ده لومړۍ د احسان مدي سره واده وکړ چې څه وخت په تيرېدو سره یې نوموړې ته طلاق ورکړ او وروسته یې د جهان روف سره په ۱۹۴۹ میلادي کال کې واده وکړ او دوی دواړه څلور اولادونه لري چی لبنا، نوها، جمال او جهان نومیږي.

انور سادات پنځه کتابونه ليکلي چې د (د هویت په لټه کې) يې ډیر شهرت لرونکی کتاب دی، پدې کتاب کې نوموړي د خپل ژوند خاطرات لیکلي. دده تر مرګ وروسته د نوموړې کونډې د امریکا د ماریلینډ پوهنتون کښې کار کاوه، دا هغه ځای وو چې انور سادات ورڅخه د پراختیا او سولی مذاکرات پیل کړه.

په ۱۹۸۳ میلادي کال کښې د امریکا په یوه تلویزیوني چینل کې (د سادات ورځې) په نامه یوه سلسله واره مستند فلم خپور سو چې د نوموړي پراخ بریالیتوب پکښې معلومیده خو د تاریخي غلطیو له امله په مصر هیواد کښې د نشریدو اجازه ورنکړل سوه.

د ده تر مرګه وروسته د نوموړي ورور یوه اعلامیه خپره کړه او د خپلې شتمنۍ په اړه یې وویل چې ددوی کورنۍ یوازه دوه میلیونه امریکایي ډالره سرمایه لري او که څه هم سادات د خپل سیاست پرمهال زیاته سرمایه مصرف کړی وه خو داسی ګنګوسې وې چې د نوموړي کورنۍ ۱۲۸ میلیونه امریکایي ډالره لري.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *