حامد کرزی ژوند لیک
اتلسمه برخه
درنو لوستونکو!
د سیاسي رهبرانو لړۍ په دې برخه کې د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ژوند لیک درسره شریکوم، حامد کرزی د نړۍ په سطحه پېژندل سوی رهبر دی چۍ د خپل ولسمشرۍ په جریان کې يې لسګونو هیوادنو ته سفر کړی او همدارنګه د لسګونو هیوادونو استازي مو هیواد کې د مختلفو ماموریتو په موخه راغلي دي چې له امله يې زموږ د هیواد او پخواني ولسمشر د شهرت سبب ګڼلای سو.
حامد كرزی دعبدالاحد كرزي زوی اودخيرمحمد خان لمسى دی، د۱۳۳۶هجري لمريزكال دقوس په ۹نېټه چې د۱۹۵۷ميلادي كال دډسمبر د ۲۴مې سره برابره ده دكندهار ښارته نږدي دكرز په كلي كې زيږيدلى دى.
عبدالاحد كرزی د حامد كرزي پلار د پوپلزو د قوم د مشر او د هيواد د سياسي مشرانو له ډلې څخه شميرل كيږي چې دميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې دافغانستان په شوراكې دمرستيال په توګه په دنده بوخت وو.
كله چې عبدالاحد كرزي دپارلمان غړيتوب ترلاسه كړ دخپلې كورنۍ سره كابل ته ولاړ هغه وخت حامد كرزی د لومړي ځل لپاره د محمود هوتكي په ښونځي شامل سو، تر څه وخت وروسته يې سيد جمال الدين افغاني ښونځۍ کي او بيا وروسته يې حبیبیې عالي ليسې کې زده کړو ته ادامه ورکړه .
هغه دحبيبیې ليسې څخه د فارغيدو وروسته په ۱۳۵۵لمریزكال كې د نورو زده كړو لپاره هندوستان ته ولاړ او د هغه هيواد د سملې په پوهنتون كې يې د نړيوالو اړيكو اوسياسي علومو په څانګه كې خپلې زده كړې پيل كړې.
حامد كرزي په دغه څانګه كې دماسترۍ درجه ترلاسه كړه او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كې چې د۱۹۸۳ميلادي كال سره سمون خوري له هند نه پاكستان ته ستون سو.
کار او ژوند لاره:
حامد کرزی د شوروي له يرغل نه د هيواد د ژغورنې په خاطر د مجاهدينو له ليكو سره يو ځای سو او په جهاد يې پيل وكړ. حامد كرزي په ۱۳۶۴هجري لمريز كال چې د ۱۹۸۵ميلادي كال سره برابر دی د ژورناليزم په څانګه كې د يوې اموزشي دورې لپاره فرانسې ته ولاړ. د فرانسې د (ليل) په ښار كې ددغه دري مياشتني كورس په بشپړيدو سره پيښور ته ستون سو او د پروفيسور صبعت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات دجبهې د تنظيم د اطلاعاتو د ادارې د امر او بيا وروسته د دغه تنظيم د سياسي دفتر د مرستیال په توګه په دنده بوخت سو.
حامد كرزي دمجاهدينو د لنډ مهالي حكومت په رامنځته كيدو سره په ۱۳۶۸كال كې ددغه لنډ مهالي حكومت د رئيس د بهرنيو اړيكو د دفتر د رياست دنده پرغاړه واخيسته.
حامد كرزی په افغانستان كې د مجاهدينو د حكومت د تاسيس نه وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري دافغانستان دبهرنيو چارو د وزارت دسياسي معين په توګه په دنده وګومارل شو.
دوه كاله وروسته هغه مهال چې د جهادي ډلو ترمنځ د واك د ترلاسه كولو په خاطر خپلمنځي جګړې په كابل كې توندې سوې، حامد كرزي دولتي څوكۍ پريښوده او د لويې جرګې د جوړېدو لپاره يې خپلې هڅې پيل كړې.
د يادولو وړ ده كله چې په افغانستان كې د شخړو حل په ټپه ودرېده حامد كرزي به دشخړو د حل يوازینۍلار دلوي جرګې جوړيدل ګڼل له همدې امله هغه د۱۹۶۵ميلادي كال څخه د لنډمهالې ادارې تر راتګ پورې دافغانستان دعنعنوي لويو جرګو پر جوړېدو باندې ټينګار كاوه اوهغه يې دافغانستا ن د ژغورنې لپاره يو حياتي اصل ګاڼه.
په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره سمون خوري دحامد كرزي پلار چې دپاكستان دكويټې په ښار كې يي استوګنه درلوده دطالبانو د ترهګرې ډلې او د هغوی د بهرنيو ملاتړو په وسيله ترور سو.
ښاغلي حامد كرزي د خپلو مبارزو په دوام د۲۰۰۱ميلادي كال داكتوبر په لومړيو كې چې د ۱۳۸۰ کال د تلې د لومړیو سره برابره وه دخپلو درو تنو همفكرو ملګرو سره د ارزګان ولايت ته د خلكو د پاڅولو ا ويووالي لپاره ولاړ او د طالبانو د رژيم ترنسكورېدو پورې يې د افغانستان په مركزي ولاياتو كې خپلو مبارزو ته دوام وركړ.
حامد كرزي د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د۲۰۰۱ميلادي كال د دسامبر له۵ مې سره برابره ده د المان د بن دغونډې دګډون كوونكو له لوري دلنډ مهالې ادارې د رئيس په توګه وټاكل سو او د هماغه كال د ډسامبر په ۲۲نيټه يې د كابينې له غړو سره يو ځای د وفادارۍ لوړه ترسره كړه .
ښاغلی حامد كرزی د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه چې د د۲۰۰۲ميلادي كال دجون له۱۳مې سره برابره ده، د بيړنۍ لويې جرګې دغړو له خوا د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت درئيس په توګه وټاكل شو.
حامد کرزی د ۱۳۸۳ کال د جمهوري ریاست په لومړیو انتخاباتو کې د هېواد د خلکو له خوا د رایو په اکثریت د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو. او د هماغه کال د قوس په ۱۷مه چې د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر له ۷مې سره سمون خوري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.
حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ۱۳۸۸ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو او د هماغه کال د عقرب په ۱۹ مه د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.
له هغه وروسته چې حامد کرزی د موقتې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو د بین المللي معتبرو نهادونو له خوا یې يو شمېر جایزې په لاس راوړي دي.
ښاغلي كرزي په ۲۰۰۲ميلادي كال د سملې له پوهنتون څخه افتخاري دوكتورا ترلاسه او په ۲۰۰۳كال كې يې دازادۍ جايزه د۲۰۰۴كال په اپريل كې يې دنړۍ د برياليو ولسمشرانو جايزه د ۲۰۰۴كال په جولای كې دفلادلفياد ازادۍ جايزه او د ۲۰۰۶كال په نوامبركې چي د۱۳۸۵هجري لمريز كال دعقرب دمياشتي سره سمون خوري د اندرا ګاندي د سولې، پرمختيا او بې وسلې كولو جايزه ترلاسه كړېده .
شخصی ژوند:
ښاغلی كرزی شپږ وروڼه اويوه خورلري .
ښاغلی كرزی په ۱۳۷۸هجري لمريز كال ددلوې په مياشت كې له آغلې دوكتور زينت قريشي سره واده كړی دی.
ښاغلی كرزی دآس دسپرلۍ له ورزش او پلي ګرزيدو سره زياته علاقه لري.
نوموړی په پښتو ،دری،انګليسی او اردو ژبو ډير ښه ږغيږي ، دكتاب د مطالعې اودتلويزيون د خبري اوعلمي پروګرامونوسره مينه لري.
د ارګ د رسمی ویپ پاڼې څخه.
تاريخ، د افغانستان ولس، سيمې او نورو سوا بقو ته به لاړ شو او په ډيره عالمانه توګه به وڅېړو چې دوى دکرزي لالا د کردار، پوهې، عمل او ابتکار په هکله څه ډول قضاوت کوي پاکستاني ژورنالست بيا په خپل کتاب کې د افغانستان د پخواني ا نتصابي وکيل نه انتخابي په هکله بيا بل ډول معلومات لري.
د ارګ نمايشي په لاس جوړشوي، احسا ساتي معلومات ښېې چه کرزي لالا داسې کارونه کړي چې د تيزابو په زور هم نه پاک کيږي په نړۍ کې داسې سياسي رهبر نشته چې بليون دالره ېې په تور مارکيت د تورو کارغانو سره حيف او ميل کړي وي. تر اوسه داسې سياست پوه نشته چې په دومره انسانو لپار ېې په عامه توګه تباهي راوړي وي.
کرزى لالا د پښتو ژبې فرهنګ له منځه وړول داسې هڅې کړې چې د نړۍ په تاريخ هېڅ ډول رهبر نه دى . کرزي د خپلې پوهې په رڼا او زور زموږ ټولنې ته نه دى راغلي لکه څنګه چې د هغه له ډير مرموزو تحصيلاتو نه يادونه شوى همدارنګه له خپل فرهنګ نه په يو عالم بې خبري کې داسې کارونه کړي چې د ولس څخه بايد بښنه وغواړي نه په دې ډول تبليغاتو تير وتبه يوه اشتباه ده چې جبران ېې ډير مشکل دى
نور زاد تاته دې خداى انصاف درکړي چې په دې ډول ېې ته ولس او تاند ته ورپېژنې. کرزي لالا که پوهه درلوداى د افغانستان بحران او کړکېچ دغه کچې ته نه رارسيده او د هيواد ټول ملي مصالح په اساسي توګه خپله لاره موندﻻاي شوه خو په پاى واېې چې ډوډي تنور پخوي او لافې بي بي وهي
لاف هم از خود حدې دارد