فیدل کاسترو

(يوولسمه برخه ) د يوولسمي دريمه/ وروستۍ برخه

فیډل کاسټرو ژوند لیک

(انقلاب د تیر او راتلونکی لپاره یو مرګونی هڅه ده)

د کاسټرو ولسمشرۍ او تقاعد:

کاسټرو د ولسمشرۍ له برکته د کیوبایي وګړود پوهې کچه ۹۸ سلنې ته لوړه سوه، په سلګونو او زرګونو ښوونځې پرانیستل سوه تر اوو کلنو کم عمره ماشومانو د مړینې کچه په هیواد کې ۱.۱ فیصد ته راټیټه سوه. د نوموړي ادارې لخوا اجتماعي فعالیتونو کنترول، ازادو اخبارونو چاپیدل بندیدو ته اړ سوه او همداشان مذهبې ښوونځي اداره سول.

که به د کاسټرو په وړاندې څوک دریدلی وای نو هغه به بندي کیده، یا به وژل کیده او یا به هم هجرت ته اړ کیدی. یو وخت په ۱۹۸۰ میلادی کال کې یو خبر خپور سو چې کاسټرو د ماریل بندر له لارې کیوبایانو ته اجازه ورکړه که د چا خوښه وي نو امریکا ته تللی سي. که څه هم متحده ایالاتو په لومړیو کې د ۳۵۰۰ تنو لپاره مهاجرت ومانه خو هغه په پایله کې ۱۲۰۰۰۰ تنو کیوبایانو علاقه درلودل ترڅو متحده ایالاتو ته هجرت وکړي، لکه څنګه چی کاسټرو ډیر چالاکه سړی وو نو کښتي یې د تورنو اشخاصو، دماغي ناروغانو اود ټولنې له ناخوښه اشخاصو ډکې کړې او متحده ایالاتو ته يې واستولې.

د کیوبا اقتصاد تر بل هر وخت په ۱۹۹۹ میلادي کال کې کله چې یې د شوروی اتحاد سره تجارت ټکر سو او ضربه یې وخوړه، ددو کلونو په جریان کې د کیوبا اقتصاد ۴۰ فیصده د لویو غذاګانو ذخایرو کموالی، پاشلو خوراکی توکو او لومړني اشیا له امله ټیت سو.

کاسټرو خپل د هیواد اړتیاوو پربنیاد اصلاحاتو باندې پوهیده، نوموړي د کیوبا څلورم کمونیستي کانګریس په جلسه کې د یو لړ تغیراتو اعلان وکړ چې که څه هم نوموړی د هغه هیواد وسله وال پوځ اعلی قوماندان وو خو د حکومت مشر يې هم ځان وټاکې. یو شمیر نور اقتصادي اصلاحات یې هم اعلان کړه، د هجرت محدودیتونه نرم سوه، شکري تولیداتو صنعت، ماشین الات او سیاحت لپاره اقتصادي زمینه برابره سوه.

همدارنګه کاسټرو د مذهب ازادۍ لپاره هم نرمښت راویست، مذهب پورې تړلو اشخاصو ته یې اجازه ورکړه چې کمونیست ګوند کې برخه واخلي او خلکو ته يې اجازه ورکړه چې خپل د خوښې مذهب وټاکي او د پاپ جان پاول لپاره يې یو سفر کیوبا ته ترتیب کړ چې له امله یې په یاد هیواد کې کلیساوې قوي سوې او د نوموړي حکومت ته يې پیاوړتیا ور وبخښل.د یويشتمې پیرۍ په شروع کې کیوبا مهم چانس ترلاسه کړ، د وینزویلای هیواد سره يې اقتصادي تړونونه وکړه چې له امله یې اقتصاد پیاوړی سو.

د ۲۰۰۶ جولای ۳۱ کې د روغتیایي ستونزو له امله کاسټرو خپل ټول واک خپل ورور راول کاسټرو ته وسپاره خو کله چې بیرته روغ سو نو بیا یې د هیواد په یو شمیر مهمو مسائلو ونډه اخیستل.

دوه کاله وروسته کاسټرو د کمونیست ګوند مشري او دپوځ اعلی قومانداني هم خپل ورور راول کاسټرو ته وسپارله او فیډل کاسټرو بیاهم خپل ورور ته د مهمو مسائلو په اړه مشوره ورکوله چې بلاخره په ۲۴ فبروري ۲۰۰۸ میلادي کال کې د فیډل کاسټرو تقاعد اعلان سو.

تر تقاعد وروسته فیډل کاسټرو یو کالم ولیکی چې د نوموړي شخصي تجربې او نظریات یې مینځ پانګه ده، اوس په ورځنیو چارو بوخت او خپل قوي سیاست څخه خوند اخلي .

جائزې او لوی بریالیتوبونه:

کاسټرو د شوروي اتحاد څخه بهر لومړی بهرنی دی چې (Order of Lenin) په نامه دجایزې افتخار دري ځله لري. د توکم په وړاندې مبارزې له امله د جنوبي افریقا تر ټولو ستره (the Order of Good Hope) ملکي جائزه یې ترلاسه کړې. همدارنګه د دنیا اکثره لویو هیوادونو څخه یې جائزې ترلاسه کړي لکه چکسلواکیا، بلغاریا، ویټنام، هسپانې، مکسیکو، اوکراین، وینزویلا، مالیزیا او داسی نور.

شخصی ژوند:

کاسټرو په ۱۹۴۸ میلادي کال کې د میرتا ډیز بالارت سره واده وکړ پداسی حال کې چې د نوموړو کورنیو ددې پریکړې سره مخالف وه خو دوی پر هغه سربیره دا کار وکړ، بالارت د کیوبا له بډایه کورنۍ څخه وه چې د هغې له امله کاسټرو د هغه کیوبا د ژوند له ماحول سره برابر سو. دواړو ته په ۱۹۴۹ میلادی کال کې یو زوی د فیډلیټو په نامه ور په برخه سو خو له دې امله چې بالارت د هغه وخت واکمن بټیسټا ته کار کاوه نو کاسټرو د هغې سره اړیکه وشکوله. په ۱۹۸۰ کال کې یې ډلیا سوټو هم د میرمنې په توګه سوه. له ۱۹۹۰ میلادی کال څخه را وروسته کاسټرو له ډول ډول ناروغیو څه کړیږي چې په ۲۰۰۶ میلادی کال کې د معدی او کولمې ناروغی باندې هم مبتلا سوی.

فیډل کاسټرو د راول کاسټرو، رومن کاسټرو، جونیټا کاسټرو، انجلیټا کاسټرو، انما کاسټرو او اګسټینا کاسټرو ورور دی. شاوخوا لس اولادونه لوڼې او زامن لري.

یادونه: فیډل کاسټرو د ۱۹۵۹-۱۹۷۶ میلادې کال پورې د کیوبا لومړی وزیر، ۱۹۷۶-۲۰۰۸ میلادي کال پوری د یاد هیواد ولسمشر او پاته دې نه وي چې له ۱۹۵۹ څخه تر ۲۰۰۸ میلادي کال پورې د پوځ اعلی قوماندان وو. ؛؛تاریخ به ما وبخښي؛؛ د هغه کیوبایي انقلابي وینا وه چې دده د هرې وینا اخري او چاپیزو لومړی کرښه کې لیکل کیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *