د آیت الله خمیني ژوند لیک/
آیت الله خمیني د ایران مشهور سیاسي او مذهبي رهبر و چا چې د یاد هیواد تر ټولو لوړ مقام خپل تر مرګ پورې درلودی. د سیاسي رهبرانو لړۍ په دې برخه کې به درته د نوموړی په اړه راټول سوي معلومات شریک کړم او تاسو راسره په لوستو کې ملتیا وکړئ.
د آیت الله خمیني اصلی نوم روح الله موسوي خمیني دی او پلار یې آیت الله سید مصطفی موسوي نومیده، خمیني د ۱۹۰۲م کال د سپټمبر په۲۲ د مرکزي ولایت (خمین) کلي کې زیږیدلی، د خمیني پلار هغه وخت ومړ کله چې آیت الله خمیني د پنځو میاشتو و او سرپرستي يې مور ته ور پاته سوه.
د عمر په تیریدو سره خمیني نه یوازي د سپورت په ډګر کې د پام وړ وو بلکې په اکاډمیک ماحول کې هم د یادولو وړ وو، سمدستي یې مذهبي زده کړې د قرانکریم زده کولو ترڅنګ نورې زده کړې تعقیب کړلې او یو زیات شمیر مذهبي او پخواني شعرونه يې یاد کړل.
آیت الله خمیني د خپلو نورو زده کړو لپاره هوډ وکړ، لازیاتو زده کړو لپاره (اراک) او ورپسی (قم) ښارونو ته يې سفرونه وکړل هم هلته یې حقوق او قانون پوهنې ترڅنګ فلسفه، ادبیات او شاعري هم ولوستله.
مخکې ددې چې نوموړی د شعیه مسلمانانو مذهبي مشر سي د سیاسي فلسفې، اسلامی تاریخ او اخلاقو علم استاد په توګه پاته سوی وو او د خپلې استادۍ په وخت کې یې په اسلامي فلسفې، حقوقو او اخلاقو علم باندی ډیر کار وکړ.
په نړۍ کې ډیر کم خلک دي چې د خپل خاص شخصي مهارت له مخې د ملتونو عقاید خپل په لورې چې څنګه يې غواړي برابر کړي او تعقیب یې کړي، له دې جملې څخه یو هم آیت الله خمیني دی. د ایران دې مشهور سیاسي او مذهبی رهبرد ایراني انقلاب رهبري وکړه او وروستی شاهي نظام یې ړنګ کړ، نوی اسلامي اساسي قانون یې را مینځته کړ، ځان يې دیاد هیواد ستر رهبر اعلان کړ هغه مقام چې د هغه ملت تر ټولو لوړ سیاسي او مذهبي مقام دی. د نوموړي د مقاومت، ټینګار او سخت کار له امله روح الله خمیني د آیت الله خمیني مقام وګاټه چې شعیه ملایانو ته د لوړ علمیت او مقام له امله ورکول کیږي.
که څه هم په ایران کې د امام خمیني په نامه مشهور وو خو په نړیوال کچه په اخبارو او نورو مسائلو کې د ستر آیت الله یا مشر آیت الله په نامه لیکل کیدی. آیت الله خمیني خپل په عمر کې تر (۴۰) زیات اثار لیکلي چې د امریکا (TIME ) اخبار نوموړي ته په ۱۹۷۹ م کال کې د کال غوره شخص لقب ورکړ. پردې سربیره آیت الله خمیني په غربي فرهنګ کې د اسلامي حقیقي څیرې په توګه بیانیدی پداسی حال کې چې نوموړی په سرسخته متعقیدینو کې زیات شهرت خاوند وو او یو شمیر بشري سرغړونو انتقاد هم پر سوی دی.
ژوند لاره او کار:
د مشر آیت الله سید حسین تر مرګ وروسته نوموړي د هغه ځای ناستی (مرجع تقلید) سو، نوموړی پدې عقیده وو چې مذهب ته باید په عملي ، ټولنیز او سیاسي ډګر او ورځنیو مسائلو کې ځای ورکړل سي، دې سیکولریزم سخت مخالف هم ؤ. په ۱۹۶۲م کال کې آیت الله خمیني د هغه وخت باچا رضا شاه پهلوی د سپین انقلاب په نامه غربي طرحې په وړاندې یو شمیر علما راټول او مظاهره وکړه، د شاه ددې پلان سخت مخالفت یې وکړ او د سپین انقلاب اړوند راکړه ورکړه یې قطع کړه. د شاه په وړاندې د نوموړي تهمت امیزه وینا له امله نوموړی په لفظی خیانت تورن سو، د ایران سپارل امریکا ته په وینا او انقلابي فعالیتونو باندې نوموړی په ۱۹۶۳م کال کی حبس سو.
دده د حبس په تعقیب په خلکو کې بلوا ګډه سوه او زیات شمیر خلکو د نوموړي د آزادیدو غوښتنه کوله چې بالاخره په ۱۹۶۴م کال کې دی آزاد سو او (قم) ته راوګرځید. که څه هم دولت د نوموړي خوځښت راضي کیدو لپاره یو شمیر کارونه وکړل بیا هم نوموړي د شاه په نژدې ملګرو لکه امریکا او آسرایئلو باندی بریدونو ته ادامه ورکړه، په پایله کې دا هرڅه دده په نیولو او تبعید باندی بدل سوه.
نوموړی ترکي هیواد ته د یو کال لپاره تبعید سو او وروسته د عراق نجف ښاره ته ستون سو او هلته یې یوه ایراني ښوونځي کې استادي ونیوله چې د نوموړي یو شمیر ویډیویي کلیپونه ایران ته هم واستول سوه چې هغوی د پیاوړی رهبر په سترګه ورته کتل، دده مفکوره په اسلامی اساساتو ولاړه وه او هغه په بنیاد یې خپله رهبری مخ په وړاندی بیول.
آیت الله خمینی خپل د تعبید یو څو میاشتی په پاریس کې هم تیرې کړې او هلته یې په یو شمیر مظاهر و کې په لاره واچولې چې د نوموړي د شهرت سبب سوې، هغه مظاهرې د شاه د نارامی سبب سوې. خمیني په فرانسی څخه په ۱ فبروری ۱۹۷۹م کال کې راوګرځیدي او په ایران کې یې موقت دولت اعلان کړ او د اسلامی انقلاب مشری یې په غاړه واخیستل.
نوموړی د نوي اساسی قانون د لیکلو لپاره وګمارل سو پداسی حال کې چې ده د ولس ملاتړ درلوده او یو شمیره کوچنیو ګروپونو لکه ملی ډیموکراټیک ګوند، مسلمانانو عامه ګوند او نورو یې مخالفت وکړ خو هغه تر برید لاندی راغلل او بندي سول. د نوي اساسی قانون پر بنسټ آیت الله خمیني د ستر رهبر یا انقلابي رهبر په توګه وټاکل سو. د ۱۹۷۹ کال په جریان کې چې کله د شاه نظام له مینځه ولاړ نو امریکا متحده ایالاتو شاه ته پناه ورکړه خو ایرانیانو بیا بل څه غوښتل چې باید شاه راوګرځي او تر محاکمې وروسته په اعدام باید محکوم سي. ایرانیان یاد ارمان ته د رسیدو لپاره په ایران کی د متحده ایالاتو په سفارت برید وکړ او ۵۴ امریکایي اتباع یې یرغمل کړل، دې یرغمل کیدو بحران پوره ۴۴۴ ورځې ونیولې او کله چې شاه ومړ نو د رونالډ ریګن واک ته رسیدو سره سم دواړو هیوادو په ۱۹۸۱ میلادی کال کې دې پیښې ته حل لاره پیداکړه.
یو بله پیښه چې د انقلاب وروسته واقع وه هغه د ایران-عراق جګړه وه، دې جکړې پوره اته کاله ونیول او یاده جګړه د ایران نویو عقایدو د خپریدو له برکته چې بنیاد یې اسلامی ملت وو وغزیدله. ایرانیانو پدې جګړې کې د ایران هغه نیول سوې ځمکې تر ډیره پورې بیرته ونیولې او د امریکا نظامي حملې وروسته اوربند په زور منلو په پایله کې یاده جګړه پای ته ورسیدله.
د خمیني د حاکمیت په وخت کې یو شمیر تغیرات رامینځته سوه، د اسلامی حقوقو او شرعیاتو انسټیټوت رامینځته کول، د نارینه او ښځینه وو لباس مشخصول، د غربی فلمونو او الکولي مشروباتو بندول او د معارف کریکولم اسلامي کیدو لپاره اصلاحات وسول.
دده د دکتورینو او عقایدو څخه په مکاتبو کې د کریکولم په مهمې برخې کې استفاده وسوه، بله داچې که د نوموړي نظام په اړه چا اعتراض یا مظاهره وکړه نو دعوه به یې اقامه کیدل او اند وژل کیده به او د دولت زیاتره دفاتر د هغه ملایانو لخوا ونیول سوه چې د نوموړي په عقایدو او افکارو یې تعقیبول.
شخصی ژوند:
آیت الله خمیني په ۱۹۲۹م کال کې د خدیجه سقافي سره واده وکړ، پینځه اولادونه مصطفی، زهرا، صدیقه، فریده او احمد وزیږدل، مشر زوي یې د نجف په ښار کې ووژل سو او دوم زوی یې هم مړ سوی.
نوموړي خپله وروستۍ ساه په ۳جون، ۱۹۸۹م کال کې واخیستله او د ورپیښی ناروغۍ له امله د ۸۷ کلنۍ په عمر ومړ، میلیونونو ایرانیانو د خپل سیاسي او مذهبي رهبر جنازه واخیستله او په زیارت یې ښکلی لوی مزار جوړ کړ.