د د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ایل
د کیم جونګ ایل ژوند لیک:

د سیاسي رهبرانو لړۍ پدې برخه کې د شمالی کوریا ستر رهبر درپیژنو، کیم جونګ ایل د شمالی کوریا ستر رهبر تیر سوی او نوموړي د ۱۹۹۴م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې د شمالي کوریا رهبري کړي.

د کیم جونګ-ایل اصلي نوم یوري ایرسونویچ کیم ؤ، نوموړی په (یاټسکویی) کلي کې چي د هغه وخت شوروي اتحاد ته نژی سیمه وه په ۱۹۴۱م د فبروري په ۱۶ نیټه زیږیدلی دی او پلار یې کیم سنګ، مور یې کیم جونګ سک نومیده چې د کیم جونګ ایل والدین په کوریا باندي د جاپان یرغل په وخت کې د خپل هیواد څخه تبعید سوی وه.

د نوموړي په زیږیدنې یو ډول عقیده را پیدا کړه چې ویل کیده به د ده په زیږیدلو سره په طبعي ډول دوه (شني او زرغوني) ښکاره سوي، په اسمان کی نوي ستوري پیداسول، ژمی په پسرلي بدل سو او داسی نور الفاظ چې د نوموړي د زیږیدو سره مروج سوه.

د دوهم نړیوال جنګ وروسته د نوموړي کورنۍ بیرته خپل هیواد ته راوګرځیدله او هلته د یو پخواني جاپاني افسر په بنګله کې استوګنه سوه خو بدبختانه د نوموړي مور په ۱۹۴۹م کال کې چي اټکل کیده ویشتل سوې د دې دنیا څخه ولاړه او نوموړی په ماشومتوب کی یتیم پاته سوو.

کیم جونګ ایل په ۱۹۶۹م کال کې د (نمسان) عالي مینځنې ښوونځۍ ولوستله، وروسته یې په کیم سنګ پوهنتون کې د مارکیست سیاسي اقتصاد ترڅنګ فلسفه او نظامي زده کړې هم وکړي.

د یادولو وړ ده چې پخوا لا کیم جونګ ایل په مالټا پوهنتون کې انګلیسی ژبه زده کړي وه.

کیم جونګ ایل ته د لمریزي شعاع لارښود، رهبر، د پیکټو غر ځلیدونکی ستوری، کمونیسټ راتلونکی لمر، جنرال، ستر رهبر، ګران رهبر، پلار او سیاسي رهبر الفاظ او لقبونه کاریدل.

کیم جونګ ایل (۱۷) کاله یعني د (۱۹۹۴-۲۰۱۱م) کال پوري د شمالي کوریا ستر واکمن، کله چې شمالي کوریا ته ورسیدی نو په اکثره ودانیو به د کیم جونګ ایل او پلار کیم سنګ لوی لوی انځورونه نښلول سوي وه چې په ځینو کې به یوازی کیم جونګ او ځینو کي به د خپل پلار کیم سنګ سره ولاړمعلومیږي. کیم جونګ د واکمنۍ وروسته په ستر ملګري، اعلی قوماندان او اند پلار باندی بدل سو پداسي حال کې چي تر واکمن مخکي هم د محبوب رهبر لقب ورکول سوی وو.

کیم جونګ په ۱۹۸۰م کال کې د هیواد رهبري ته راڅرګند سو، نوموړی خپل پلار کیم سنګ اند تر مرګ مخکي يعني(۱۹۹۴م) کال ځان بريالی کړ او دې مطلقه نظام خوښوونکي د شمالی کوریا ټوله رهبری يې په خپل لاس کي واخیستله. دده واکمنۍ پرمهال شمالي کوریا د وچکالۍ، لوږي او غربت ترڅنګ بشری حقوقو نه مراعت کولو کي ریکارډ درلود. کیم جونګ ایل کرار نه کښیناسته او په لومړۍ نظامي پالیسۍ پواسطه یې خپل د هیواد پلي ځواکونو اردو د نړۍ په څلورم اردو بدله کړه چې اوس د نړی څلورم ستر اردو څخه برخمن هیواد شمیرل کیږي، لکه څنګه چې د نوموړي پیدایښت یا زوکړه یو غیري طبعي یا غیري عادي وه همداسي مرګ یې په یاد هیواد کې یو بل ډول انګیرل کیږي.

ژوند لاره او کار:

کیم جونګ ایل په ۱۹۶۱م کال کې سیاست ډګر ته ورګډ سو، په لومړي ځل د شمالي کوریا د کارګرو د ګوند غړی سو او سمدستي يې د مرکزي کمیټي غړیتوب ترلاسه کړ ترڅو په مرکزي سیاسي سیسټم بلد سي. په سیاست کی جونګ د کارګرو ګوند کې مهم نوښتونه وکړل، خلک یې په درې انقلابی ډلو وویشل چې پدې حرکت کې یاد کسان په سیاسي، تخنیکي او ساینسي اشخاصو لخوا تربیه سوه او بیا یې د اقتصاد پلان لپاره اسانتیاوي برابري کړي.

پدې وخت کې کیم جونګ ایل ته د محبوب رهبر خطاب کیدی خو پلار ته یې د ستر رهبر خطاب کیدی، د شمالی کوریا کانګریس ګوند شپږم پړاو (۱۹۸۰م) کې کیم جونګ ایل د نظامی کمیسیون کې په یو لوړ مقام کې مقرر سو، ورپسی دیاد کمیسیون سکرتر او بلاخره په ټولو حکومتي سکټورونو باندي لاس بری سو. که څه هم جونګ ایل نظامي تجربه نه درلودله خو په ۱۹۹۱م کال کې جونګ ایل د شمالي کوریا د کوریایانو د عامي اردو اعلی قوماندان وټاکل سو، وروسته په ۱۹۹۳م کال کې د مي دفاع کمیسیون ریئس وټاکل سو.

د کورنیو او بهرنیو تهدیدونو په وړاندي نوموړي په یوې تګلاري چې (لومړی اردو) په نامه یادیدله کار پیل کړ ترڅو د یادو خطراتو څخه خپل هیواد وساتي. په ۱۹۹۴م کال کې جونګ ایل د امریکا متحده ایالاتو سره د تیلو او اټومي وسلو د تقوي په پراختیا کي دعکس العمل په بدل کي شمالي کوریا او متحده ایالاتو داسي تړون لاسلیک کړ چي ټول اټومي پروګرامونه به له مینځه وړي.

نوموړی بیا هم د ملي دفاع کمیسیون د مشر په توګه وټاکل سو او د ولسمشری پوست یې لغوه اعلان کړ همدارنګه خپل پلار کیم سنګ یې تلپاتی ولسمشر ونوماوه، پدې وخت کې ملي دفاع کمیسیون د یاد هیواد تر ټولو ستر بست وو. په ۲۰۰۳م کال کې شمالی کوریا د اټومی وسلو جوړولو کار پیل کړ چې دې کار د شمالی کوریا او متحده ایالاتو روابط خړپړ کړه او د ډیرو مذاکراتو پایله سوه.

که څه هم متحده ایالاتو هڅه کوله ترڅو د شمالی کوریا اټومي وسلي محدودي او کنټرول کړي خو کیم جونګ ایل انکار کاوه او دا یې تایئد کړه چې په ۲۰۰۶م کال کې يې تر مځکي لاندي اټومي وسلي او بمونه ازمویلي دي.

کیم جونګ ایل په یوه رسمي سفر روان ؤ چې ناڅاپه د زړه د حملي له امله په ۱۷ ډسمبر۲۰۱۱م کال کې ومړ. د ده تر مرګ وروسته د نوموړي ځوان زوی کیم جونګ یون د شمالي کوریا رهبر او واکمن اعلان سو.

شخصی ژوند:

کیم جونګ ایل د کیم یونګ سوک سره په ۱۹۷۴م کال کي واده وکړ چي اوس یوه لور کیم سول سونګ په نوم لري او ددې ترڅنګ نوموړي درې نورې معشوقي هم ساتلي چې د هغو څخه څلور اولادونه لري لکه کیم جونګ نم، کیم جونګ چل، کیم جونګ یون زامن او څلورمه يې لور ده چي کیم یو جونګ نومیږي.

د نوموړي د جنازه په خورا شاندارو مراسمو سره ترسره سوه، ۴۰ کیلو متره يې د جنازي په احترام جنازه په داسي حال کي يووړل سوه چي د کارګرو ګوند بیرغ هم پر ایښوول سوی وو او د ټولي شمالي کوریا خلکو په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کښي ګډون کړی وو.

اوس په شمالی کورا کې د کیم جونګ ایل د پیدایښت ورځ (۱۶فبروري) د (ځلیدونکي ستوري ورځ) په نامه ملي رخصتي وي او په ځانګړو مراسمو لمانځل کیږي.

یادونه: کیم جونګ ایل شاوخوا ۴ بیلیونه سرمایه درلودله، د نوموړي د وریښتیانو ځانګړی سټایل او څلور انچه جګ بوټونه د دنیاوالو پام ځانته را اړولی وو.

One thought on “سیاسي رهبران/ خداينور خانزاد”
  1. یو بل سر کوزی یې ګوډ تیمور و چې ځان یې د تمو جین یا چنګیز اولاده بلله. تر اتیلا پورې مې یې شجره ایستې ذه چې لرو يا یې کسکر کړه. په دوی کې زما د خوښې سړی زموږ دا خپل بشروست دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *