مهاتما ګاندي ژوند لیک
(( د برید په وړاندي برید، د وینې تویولو په وړاندي وینه تویونه او د دښمنۍ په وړاندې دښمني، نړۍ ړندوي)) ګاندي
مهاتما ګاندي (مهنداس کرامچند) د هندوستان د ازادۍ ستر مبارز وو او نوموړی د خپلي تګلارې له امله په رښتینې او د عدم تشدد د سرلاري په نوم باندي شهرت لري. دی د یاد هیواد د ملي رهبرانو او د عدم تشدد سیاسي نظریي او مبارزې بنسټ ایښودونکی دی، د سیاسي څيرو لړې پدې برخه کې مي د نوموړي ژوند لیک په اړه یو شمیر اړین معلومات راټول کړې چې ستاسو سره یې شریکوم.
مهنداس کرامچند ګاندي د جنوبی هندوستان د ګجرات ایالت په پاربندار کې په ۲ اکتوبر ۱۸۹۶م کال کې زیږیدلی دی، پلار یې کرامچند ګاندي نومېدی، تجار او سیاستوال وو او مور یې پتلیبای نومیدله چې دده د پلار څلورمه میرمن وه. د هندو مذهب په اساس د ځان پاکې دپاره ګاندي وجیټرینیزم (هغه عقیده چې به له نباتاتو بل څه خوړل ګناه ده) او ددوي خپله روژه نیول شروع کړه ځکه دا په هندي کورنیو کښې معمول دی نو دی هم په یوه هندو کورنې کښې زیږیدلی دی.
ګاندی په دیارلس کلنۍ کې د کاسټربا سره چې یو کال تر ده مشره وه واده وکړ، لومړی یې یو اولاد وسو خو د څو ورځو دپاره پاته سو او وروسته یادې جوړې څلور زامن لرل. د مکتب په ټوله دوره کې ګاندی یو متوسط شارګرد و او خپله عالی لیسه یې د سامالداس کالیج کې بشپړه کړه، د ګاندي کورنې هیله لرله چې ګاندي دې مدافعي وکیل (هغه وکیل یا مشاور چې د لويو محکمو واک لري) سي. ګاندي هم په ۱۸۸۸م کال کې انګلیستان ته سفر وکړ ترڅو په لندن پوهنتون کې حقوق ولولي او یو د مدافعي وکیل سي.
مهنداس کرامچند ګاندي چې په مهاتما ګاندي باندي شهرت لرې د هندوستان هیواد ستر سیاسي او روحاني رهبر وو، هغه رهبر چې د یاد هیواد د خپلواکۍ لپاره یې د عدم تشدد حرکت په ۱۹۲۲م کال، سالټ حرکت په ۱۹۳۰م کال او ساکن هندوستان حرکت په ۱۹۴۲م کال کې ترسره کړه ترڅو آزادي ترلاسه کړي.
ګاندي د (باپو) په نوم هم په هندوستان کې شهرت لري، نوموړي په هندوستان کې د بريتانوي واکمنۍ په وړاندي د عدم تشدد په وايسطه خپله د مبارزې لاره څرګنده کړه، پدې لاره کې ګاندي خورا ډیر تکلیفونه او ستونزي وګاللې اند تر دې چي ووهل سو خو بیا هم نوموړي د عدالت او آزادي لپاره کوښښ کوی او دا هڅه ګاندي یوازي په هندوستان کې نه بلکې په نوره نړۍ کې هم ددې وسيلې (عدم تشدد) له لاري کړې، د مثال په ډول په جنوبی افريقا کې د ټولنیزو حقوقو حرکت، پدې حرکت سره هلته عدالت او مساوي والی حفظ سو. د اکتوبر ۲ چې د ګاندي د پیدایښت ورځ ده په نړۍ کښې د عدم تشدد ورځی په نامه لمانځل کیږي.
په جنوبی افریقا کې د ټولنیزو (متمدنو) حقوقو حرکت:
ګاندي په جنوبي افریقا کې ډیره ښه تجربه ترلاسه کړې وه چې هلت په هندیانو باندی نژادي تبعیض او تعصبات تحمیل سوي دي، دې ته ورته پیښي لکه سپکاوی او بي حرمتي په جنوبي افریقا کې نوموړي ته تجربه سوي وه. د مثال په ډول ګاندي په ریل ګاډي کې د اولۍ طبقي (لومړي کلاس) ټکټ درلود ولي په دریمي طبقي کښې د کښيناستلو هدایت ورته وسو خو کله چې نوموړي انکار وکی نو د ریل څخه دباندي وغورځول سو، داسی نوري پیښي هم په جنوبي افريقا کې وسوي لکه په هوټلو کې د هندیانو ناسته او نور نور داسی مسائل وه چې نوموړي یې په جنوبي افريقا کې ټولنیز حقوقو حرکت ته وهڅاوه ترڅو هندیانو څخه دفاع وکړې. ګاندي هغه وخت په افریقا کې خپل اوسیدل وځنډول چې د یاد هیواد حکومت پریکړه وکړه چې دوی د رایه ورکولو حق نه لري.
په ۱۹۰۶م کال کې د ټرانسوال حکومت د هندی تبعو په ثبتولو باندی زور ولګوی، ددې په جواب کې ګاندي خپلو پلویانو باندی ږغ وکړ چي د سوله ایزي او عدم تشدد احتجاجیه غوندي خبر يې ورکړ، په ۱۱ سپټمبر د جانزبرګ سیمه کې یوه لویه مظاهره ترسره سوه، دده دا میتودولوژي (رښتینولی ته وقف) زرګونه هندي تبعه پلویانو ته انتقال سوه، دده د دي اوو کلني مبارزي په درشل کې چې د ثبت څخه انکار وو زرګونه هندیان دده په ګډون حبس سوه، ووهل سوه او اند سخت مجازات سوه.
که څه هم حکومت مظاهره په شديد او بي رحمانه توګه کابو کړه خو بیا هم د ګاندي هڅو ددې زمینه سازي وکړه چې حکومت باید د ګاندي سره خبري وکړي نو دا کار د ګاندي عدم تشدد مبارزه نوره هم پیاوړې کړه.
د هندوستان د آزادی مبارزه او ګاندي (۱۹۱۶-۱۹۴۵م):
په هند کې د ګاندي (رښتینولې ته وقف) د چمپران او خیدا څخه لومړی شروع سو، چيري چې د ملکانو یا جایدانو څښتنانو (چي اکثره بریتانویان وه) د لاسه بزګرانو وضعیت ډیر خراب وو، ځکه لوړ مالیات باندی حواله سوې وه او دوی یې د کاختۍ لورې ته نژدي کول. هلته کروندګر اړ وه چې داسي غلې وکري چې پیسی ورته وګټي بغیر ددې څخه چې هغه غلي دانې وکري چې غذا ورڅخه په لاس ورسي نو له دې امله کاختي ورځ تر بلي مخ په زیاتیدو وه.
د کاختۍ او لوږي له مینځه وړلو دپاره ګاندي په جزیاتو سره یوه لویه سروي ترسره کړه، لومړي یې کلیو پاکول او د ښوونځیو او روغتونونو جوړول رهبری کړل، کروندګر یې وهڅول ترڅو د ټولنیزو خرابیو په وړاندی مبارزه وکړې. ګاندي د ملکانو (جایدادو څښتنانو) په وړاندي د فشار او مظاهرې ترتیب کړې چې په پایله کې به بزګر تر هغه مالیه نه ورکوي ترڅو کاختي او لوږه نه وي ورکه سوې.