د جانوس اډر ژوند لیک
د سیاسي رهبرانو د لړۍ په دې برخه کې درته د هنګری هیواد یو مشهوره څیره در پيژنم، هغه چا چې خپل هیواد ته تر واک رسیدو مخکي او وروسته ستر خدمتونه کړې. جانوس اډر د هنګری هیواد پخوانی ولسمشر ؤ، د پرمختیایې تګلارو جوړولو، اوبو او ځمکو تنظیم او ساتنې له امله خورا شهرت لري.
په دې برخه کې به د نوموړي د ژوند لیک، کار او لاسته راوړنو او شخصي ژوند په اړه برابر سوي معلومات درسره شریک کړم.
جانوس په ۱۹۵۹م کال کې د هنګری هیواد په یوه متوسطه کورنۍ کښې زیږیدلی، د نوموړي مور په یوه روغتیا پاله اداره کې کار کاوه او پلار آډر يې په یوه ځایې تحویلخانه کې کار کاوه او جانوس د خپل والدینو مشر اولاد ؤ.
نوموړي په ۱۹۷۸م کال کې د (فاټوس لورینډ پوهنتون) چې په بډیپیسټ کې موقعیت لرې شامل سو او د پنځو کلونو په جریان کښې یې حقوقو په برخه کې لیسانس ترلاسه کړ. وروسته جانوس د (هنګریایانو ساینس اکاډیمي) کې د ټولنپوهني د پلټني په انسټیټوټ ګډون وکړ او هلته یې پوره پنځه کال کار وکړ.
د پورته وظیفي سره سره په ګردي میزونو کې د مخالف لورې یا اپوزیسیون ؤ چې کوښښ یې داوو ترڅو په هیواد کې اداره د یو ګوندي سیستم څخه وژغوري.
جانوس آډر د مشهورو هنګرایایي سیاستوالو په نوملړ کښې ځای لري، که څه هم نوموړی یو قانونپوه او مدافع وکیل فارغ سوی ؤ خو ډیر ژر یعني په ځوانۍ کې سیاست ته ورداخل سو، د څو کلونو په جریان کې د هنګری محافظه کار سیاسی ګوند ډیر مهم او فعاله غړی سو. په ګوند کې تر دوو لسیزو کاري پرمختګ وروسته آډر د نړۍ مشهوره سیاسي څیره سوه مخکې له دې چې د یاد هیواد ولسمشر سي.
مخکی ددې چې جانوس د هیواد ستر رهبر سي، دې قانونپوه خپله د رهبرۍ وړتیا په مختلفو ځایونو کې څرګنده کړه خصوصاً په ګوند کې د مخالف لورې خوا ته دریدل. دا غوره رهبر په دې عقیده ؤ چې طبعي منابع لکه اوبه او ځمکه د یو هیواد لویه شتمنۍ ده او باید استفاده ورڅخه وسي نو په دې اړه نوموړي یوه مقاله وړاندي کړي وه چې په کښې د اوبو او ځمکو په ساتني باندي یې ټینګار کوی، دی همداشان په دې اند وو چې د هیواد تاریخي ابدات د حکومت د بنسټونو په شان دي او ساتنه یی باید وسي. ده د (water management) تر عنوان لاندی یو مضون د پراختیا غوښتنه کول او د نورو هیوادونو سره یې په دې برخه کې خپل تجارت شریکول.
کار او د ژوند لاره:
آډر د ۹۴-۱۹۹۰م کلونو پورې د محافظه کار ګوند دوه جلا جلا ټاکنیز کمپاینونه مخ ته یوړل، ده هم د هنګری پارلمان ته ځان کاندید کړی ؤ. د څو کلونو دپاره یې پارلمان وکالت دنده اشغال کړه او په ۱۹۹۸م کال کې د هنګری د ملي شورا غړی سو، ددې وظیفې په درشل کې جانوس د ناټو (NATO) سازمان لپاره د هنګری حکومت لخوا د نظامي اتحاديې مئسول وټاکل سو.
وروسته نوموړي د خپل سیاسي ګوند (فیدسز) اپوزیسیون رهبري کړ او دا کار یې د څلورو کلونو لپاره وکړ. په ۲۰۰۹م کال کې د محافظه کار ګوند څخه جانوس او یو شمیر نورو فعاله سیاستوالو د اروپایانو د پارلمان غړیتوب ترلاسه کولو ته ټاکنیزه مبارزه پیل کړه چې نوموړي وکولای سوه چې اروپایانو پارلمان ته لاره پیداکړي.
د (فیدسز) ګوند دې رهبر تر دوو کلونو دندي وروسته یوه ډیره مهم کار ته لاس ورواچوی، ده یو داسي د قانون خاکه یا نومونه تصویب کړه چې موخه یې په هنګری کې د عدالت خپلواکې تاسیسول وه.
۲۰۱۲م کال د هنګری ددې ستر رهبر پرمختګ لپاره ډیر مهم کال ؤ، په دې کال کې نوموړی د یاد هیواد ولسمشر وټاکل سو او خپل ګوندي ملګری پال سکیمټ ته یې ماته ورکړه. په همدي کال کې د چاپیریال ساتني، عامې روغتیا او غذا ساتنې چارو مرستیال رئیس وټاکل سو.
د هنګری نوی ولسمشر د آسرائیلو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې هلي ځلي شروع کړې، د آسرائیلو ولسمشر شیمون پیرز یې خپل هیواد ته په دې نامه دعوت کړ چې ګواکې نوموړی د هغه سره د اوبو د تنظیم په تګلارو باندي بحث کوي. آډر د خپل واکمنۍ تر څوارلسو میاشتو تېریدو وروسته د اساسي قانون ځآنګړي محکمي او ملي شورا د کتني (ملاحظي) برخو څخه غوښتنه وکړه چې پر ۱۵ نافذه قوانینو باندي بیاکتنه وکړي او د امکان ترحده پوري تغیرات په کښې راولي. د دې کړنو له امله د پخواني ولسمشر او دده ټاکنو د سیال لخوا تر سخت انتقاد لاندي راغی او نوموړی وویل چې دی به د خپل ولسمشري په جریان کې دا کار نه کوي. آډر همدارنګه هڅه وکړه ترڅو د صربستان هیواد سره د دوستي اړیکي ورغوي.
د هنګری دې رهبر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ په ۶۷مه غونډه کې ښه او هراړخیزه وینا له امله د ټولو هیوادو استازو پاملرنه ځانته راوړل او د خپل هیواد په فعلي شرایطو او امکاناتو یې بحث وکړ.
جانوس آډر همیشه د خپل هیواد طبعي منابعو لکه ځمکه او اوبو ساتلو باندي ټینګار کاوه او خپل ویناوو کې به یې ویل چې دا د ملت د فرهنګي ابداتو یوه برخه ده.
شخصي ژوند:
لکه څنګه چې خپله جانوس آډوار قانون پوه او مدافع وکیل ؤ نو د آنیټا هرسزګ چې هغه هم مدافع وکیله وه واده وکړ، انیټا وروسته قاضي هم سوله، دوی څلور اولادونه لري چې یو زوی او درې يې لوڼي دي.
د انیټا پلار هم یو قانوندان ؤ چې په نیدرلینډ کې یې لس کاله د عدالت په نړیواله محکمه کې کار کړی دی.