د اډولف هټلر ژوند لیک
۲۰
(( چاچي ځوانان خپل کړي، په یوازی ډول کولای سي راتلونکی خپل کړي (وګټي) )) اډولف هټلر.
د سیاسي رهبرانو د لړۍ په دې برخه کي مو د جرمني هیواد تر ټولو پیژندل سوي څیري اډولف هټلر په اړه معلومات راټول کړې چي په مسلسل ډول به یې ستاسو سره شریک کړم. اډولف هټلر د جرمني مشهوره دکتاتوره څیره وه چې د یهودانو ستر قاتل ؤ او د دوهم نړیوال جنګ مئسوله بلل سوی.
اډولف هټلر د الویس هټلر او کلارا پولزي د شپږو اولادو څخه څلورم زوی ؤ، اډولف هټلر د اتریش هیواد په (بریانو ام ان) کې زیږیدلی دی او د نوموړي کورنۍ هغه وخت چې دی دري کلن ؤ اتریش څخه جرمني ته ولاړه. هټلر د مکتب په دوره کې تر هغه وخت پورې چې پلار یې دده د علاقي یعني ښکلي نقاشۍ سره ټکریږي ډیر زیرک او مشهوره شاګرد ؤ، دا ټکر ددې باعث سو چې هټلر د خپل کورنۍ څخه لیري، یو خوابدی او یو سست شاګرد ورڅخه جوړ کړي. هټلر له خپل په پلار سره عقده واخسته او همیشه به ورته په غوسه کیدی.
وروسته هټلر د خپلي مهرباني او تکړه کارکړۍ مور سره ډیر نژدي اوسیدل غوره کړل چې هغي بیا د سرطان ناروغي څخه رنځ وړی او بلاخره په ۱۹۰۸م کال کې یې هټلر نور هم خپه او دا دنیا یې ورته پریښودل.
داسی ویل کیدل چي ځوان هټلر پخوا لا د جرمنی په ملب پالنې (ناسیونالیزم) کې علاقه درلودل او د ناسیولیزم بیا دده په پالیسو کې مهم ځای هم پیدا کړ.
ویانا او د یهودو ضد لیدلوری:
هټلر په (لینز) چې د یهود مسعمره وه څلورو کلونو تیرولو وروسته د ښوونځي څخه ویستل سو، په دې وخت کې نوموړی د (۱۶) کالو ؤ چې د نقاشۍ زده کولو په ارمان د اتریش هیوا ویانا ته ولاړ او هلته یي د وینا نقاشۍ اکاډمې ته د نقاشۍ زده کولو په موخه وړاندیز وکړ چې دوه ځله رد سو، چې دواړو وارو نوموړي د کرکې او نفرت ناروغي نوره هم د (ماکسیست) او دنیایې خواهشاتو څخه ډیره کړه.
نوموړي څو کاله بی کوره ژوند کاوه او په خپل لاس جوړي سوې نقاشۍ یی خرڅولي ترڅو خپل ژوند مخته په یوسي. داسی ویل کیږي چي کله هټلر په وینا کښې اوسید نو د وینا برحاله مذهبي او نژادي تعصباتو په نوموړي کښې د یهودیت ضد تخم شین کړ. وروسته نوموړي د یو بي کوره، لاس و خوله او مجرد سړی په توګه ژوند کاوه. نوموړي به په رستورانتونو او عامه ځایونو کې خلکو ته غوږ نیوی او د یو لوی جرمنی خوب به يې لیدی.
هټلر په ویانا کې د یهوديانو مذهبي نښان وپیژندی او هلته په دې عقیده سو چې یهودان د ګډوډۍ او بي نظمۍ ریښي، مفسد او ټولنیزي، سیاسي او اقتصادي مفکوري له مینځه وړونکي دي.
جرمني به د دنیا ستر قدرت وي او یا به هیڅ هم نه، دا خبره د نازي ګوند مشر او جرمنی ځواکونو اعلی قوماندان ادولف هټلر کول، نوموړي د (۱۹۳۳م څخه تر ۱۹۴۵م) کلونو پوري د نازي ګوند منشي او د دوهم نړیوال جنګ اصلي طرحه کوونکی پیژندل سوی.
نړیوال هټلر په ماته نه منونکې باندی پیژني یعنی هټلر خپل د ژوند تر پایه ماته نه ده منلي، نوموړي د میلیونونو یهودانو او غیر آریایانو وژلو مئسول بلل سوی، دی په دې اند ؤ چې دا د اصلي آریایانو سره سر نه خوری او مناسب نه دي.
هټلر د ډیرو کتابونو لیکوال، نقاش او نظامي شخصیت ؤ، د خپلې رهبري ځانګړی مهارت او تند مزاج له امله خاص شهرت لري . نوموړی د یو عادي عسکرۍ څخه تر پیاوړي رهبرۍ او اند د خپل هیواد ټولواک سو چي د خپل وخت ټولي چارې یې خپله تنظیمولي.
هټلر په جرمي کې د دیکتاتورۍ نظام بنسټ ایښودونکی او د نازي ګوند ته هم دا مفکور ورانتقال کړه چي تراوسه پوې یاد ګوند په دې مفکوره تورن دی. په نازي ګوند کې د هټلر لومړني کلونو او دده تیری کوونکي بهرنۍ پالیسي د دوهم نړیوال جنګ اصلي فکتور پیژندل سوی کوم چې په بشپړ ډول دده له مینځه تللو او ختیځه او مرکزي اروپا په ورانۍ باندی تمامه سوه.
نور بیا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴
هټلر څنګه قدرت ته ورسیده ؟
(هټلر په ویانا کې د یهوديانو مذهبي نښان وپیژندی او هلته په دې عقیده سو چې یهودان د ګډوډۍ او بي نظمۍ ریښي، مفسد اوټولنیزي، سیاسي او اقتصادي مفکوري له مینځه وړونکي دي.
جرمني به د دنیا ستر قدرت وي او یا به هیڅ هم نه، دا خبره د نازي ګوند مشر او جرمنی ځواکونو اعلی قوماندان ادولف هټلر کول، نوموړي د (۱۹۳۳م څخه تر ۱۹۴۵م) کلونو پوري د نازي ګوند منشي او د دوهم نړیوال جنګ اصلي طرحه کوونکی پیژندل سوی)
په دغه ځای کی مو داسی روښانه نه ده کړی کنه چی هټلر څنګه د نازیانو مشر شوه تاسو وایی چی ده تر ۴ صنفه پوری مکتب وویلی او بیا له مکتب څخه وایستل شوه سوال داده چی ده خو تعلیم هم نه درلوده یواځی یی نقاشی زده وه دی د نازیانو مشر څنکه شوه که چیرته دا هم ولیکی زما په نظر سم به راشی