يويشتمه/برخه (د شلمې دوهمه برخه)
د اډولف هټلر ژوند لیک
(( چاچي ځوانان خپل کړي، په یوازی ډول کولای سي راتلونکی خپل کړي (وګټي) )) اډولف هټلر.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هټلر رول:
هټلر د ۱۹۱۳م کال د می میاشتې کې وینا وکړه او د (بیوریایانو) پلي ځواکونو (۱۶م) کنډک سره یوځای سو چې هغه جګړه هم په ۱۹۱۴م اګسټ میاشت کې ماته سو او په دې جګړه کې دده دنده چابک لیږونکي په توګه وه چې نوموړي خپله د عسکرۍ ځانګړې وړتیا ښکاره کړه او د زړه ورتیا له امله (اوسپنیز صلیب) نښان ورته وړاندي سو.
هټلر دوه ځله زخمي او د (پومرینیا) روغتون کې بستر سو، ناببره یو عصبي حمله هم په راغله چې په سترګو یی څه نه لیدل، دا د ده په ژوند کې ډیري د بدبختۍ شیبې وي او هغه ؤ چې په ۱۹۱۸م کال کې د جرمني انقلاب وسو او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د یاد هیواد نظامیانو ماته وخوړل.
تر روغیدو وروسته نوموړی د خپل ملت د هغه جزا او شرم څخه چې د ورسای لیس ټړول (هغه تړون چې په لومړۍ نړیوالې جګړې ختمولو لپاره د جرمني او ایتلاف ترمینځ سوی ؤ) دغه تړون به همیشه هیټلر غندی او د خپل ملت د خلاصون په فکر کې به وو.
په ۱۹۱۹م کال کې هټلر د یو کوچني ګروپ فعالیتونو څخه خبر سو چې په لومړيو کې د دې ګروپ نوم (جرمنی کارګر ګوند) ؤ نوموړی هم ددې ګوند غړی سو چي ډیر ژر یې د همدې ګوند نوم په (نشنلیست سوسالیست جرمن کارګر ګوند) واړوه او په ۱۶ سپټمبر ۱۹۲۱م کال کې یي ځان ددې ګوند ریئس کړ.
نومیالیتوب ته رسیدل او د نازي ګوند:
د هټلر د پیاوړي نطاق په توګه مشهور سوو، نوموړی د ځانګړي وينا له کبله د (نشنلیست سوسالیست جرمن کارګر ګوند) مشر نطاق هم ګڼل کیدی. همدارنګه نوموړي خپل ګروپ ته نوی سمبولیک نښان چې سواسټیکا (هندو مذهب روحانی نښان) نومیږي ورکړ. دده په ټینګه عقیده ولاړه، غالمغالي او ننداریزو وړتیاوو درلودونکې ویناوو له امله په جرمنی کې د فهرر (د جرمنی رهبر) باندی مشهوره سو. هټلر د خپل ګوند د غړو شمیر د ۴۰ تنو څخه ۳۰۰۰ تنو ته پورته کړ.
نوموړي غوښتل چې خپل ګوند په قدرتمندو ډلو لکه (طوفاني سپاره عسکر) او (د هټلر تور جامو لرونکو ګارډانو) باندی تنظیم کړي. هټلر خپله ټوله پروپاګندا د (نومبر درغلي) په وړاندی تمرکز کړه، هغه خلکو چې د ورسای لیس تړون امضا کړی ؤ، هغه خلک ده کورني دښمنان بلل او د جرمني د کورنیو ستونزو د عاملینو په سترګه يې ورته کتل.
دده د ورسای لیس تړون ضد مفکورو اریایي سوسیالیستي مفکوري ته ژوند ورکړ او ناسیونالیست پالیسو ته یی پیاوړتیا ور په برخه کړه. د ۱۹۲۳م کال په جریان کې د (ویمار حکومت) مخ په ړنګیدو ؤ او هټلر په خپلو ۳۰۰۰ پلویانو ږغ وکړ چې په (مونیخ) کي د بیرویریانو په حکومت باندي چي د ښار په (بیر حال) کې دي برید وکړئ او له مینځه یې یوسئ، دا پیښه د (بیر حال کودتا) په نامه یاده سوه چې د هټلر ۳۰۰۰ پلویانو هڅه وکړه ترڅو برحاله حکومت له مینځه یوسي.
د یاد عمل له امله هټلر په ۱۹۲۴م کال فبروري په ۲۶مه ونیول سو او په پنځه کاله حبس محکوم سو چې تر نهه میاشتو وروسته د بند څخه ازاد سو او خپله اساسي کارونو ته یي اولویت ورکړ. د نوموړي کودتا، د نازی ګوند بندول او د نوموړي بندي کېدو هټلر نور هم پیاوړی کړ، خو دا ځل بیا هټلر هوډ وکړ چې بیا ځلې د پولیسو او عسکرو د مشر توګه وګومارل سي.
په ۱۹۲۵م کال کې نازي ګوند بیا فعالیت اجازه ترلاسه کړه او هټلر کولای سول چې عامه ویناوي وکړي او خپل ځان وروستی مینځګړی جوړ کړي. په جرمنی کې د ۱۹۲۸م کال ټاکنې هغه وخت ترسره سوي چې یاد هیواد سخت اقتصادي خطر او د لوی تشویش سره مخ ؤ او خلکو نازي ګوند ته د همدې امله رایه ورنه کړه چې بالاخره یاد ګوند يواځي ۱۲ چوکۍ وګټلي.
د دې ماتو سره- سره نازیانو د رسنیو په ملاتړ د پراخو صنعتي او نظامي کړیو نفوذ ترلاسه کولو لپاره هڅه شروع کړه او هټلر یو پراخ عامه ملي انځور خپور کړ.
بلاخره د جرمني هیواد ۱۹۳۰م کال ټاکنو کې نازي ګوند اکثریت (۱۰۷) چوکۍ وګټلي او په همدې کال کې هټلر په رسمي توګه د جرمني تابعت ترلاسه کړ او په ۱۹۳۱م کال آپریل ۱۰ کې یي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند سو خو د (هنډنبرګ) له لورې يې ماته وخوړله. په ۱۹۳۲م کال څخه وروسته نازیان په جرمني کې د یو لوی او قوي ګوند په توګه راڅرګند سول او نژدي د (۱۴) میلیونه رایو اعتبار يې ترلاسه کړ. چي په پايله کې يې هلټر په ۳۰ د جنوري ۱۹۳۲م کال کې د جرمني منشي وټاکل سو.
د مسئولیت سره سم، هټلر چټک مخته ولاړ، خپل سیالان یې له مینځه یوړل، تجارانو وړیا اتحادیه يي ایسته کړه او یهود یې دهیواد د ټولو سیاسي او ټولنیزو کارونو څخه محروم کړل. د ۱۹۳۳م کال مارچ ۵ نېټي ډیموکراټیکو ټاکنو کې اکثریت وګاټه.
د (هنډنبرګ) تر مرګ وروسته هټلر د ټول هیواد چاري په خپل لاس کې وخستلي او داسی فکر کېده چې نوموړی د (Third Reich) یعني د نازی ګوند حاکمیت د ۱۹۳۳م څخه تر ۱۹۴۵م کاله پوري منل سوی دیکتاتور دی. دڅلورو کالو په جریان کې هټلر کورنیو او بهرنیو بریاو څښتن سو او خپل سیالانو ته یې ماته ورکړه او کورنۍ مخالفتونه یي تر شا کړه.
په ۱۹۳۵م کال کې نوموړی د (وارسای لیس تړون) پریښود او د خپل پوځ په جوړولو بوخت سو چې د هغه وخت د پوځ پنځه برابره پوځ یی زیات کړ. نوموړي هسپانۍ ته نظامي مرسته ورسوله چې د هغو په بریالیتوب سره تمامه سوه.
هټلر خپلو بهرنیو پالیسو په بریالیتوب لکه (روم-برلین) تړون په ۱۹۳۶م کال، (انسکلیس) د اتریش سره او د (سوډتن) تجزیه کول سره په نړیواله کچه ډیر مشهوره سو. هټلر خپل په خاص مهارت سره برتانیه او فرانسه په ۱۹۳۸م کال کې د (مونیخ تړون) ته راګډ کړل او په ۱۹۳۹م کال کې یي چکسلواکیا ورانول د د مهمو کارونو څخه ؤ. د نوموړي راتلونکي پلانونه پولینډ ته ؤ چې د فرانسی او بریتاني ایتلاف غړي هیوادونه ؤ. نومړي هڅه وکړه چي د امکان ترحده د دوه مخه جنګ سره معامله وکړي، هټلر نازي دیکتاتور د شوروي اتحاد سره د ملګرتوب تړون امضا کړ چی وروسته مات سو.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۶) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۱\ ۱۳۹۴