اوومه برخه –
محمد رضا شاه پهلوي د ایران وروستی شاه ؤ چا چې په یاد هیوا کښې خورا ډیر اقتصادي اصلاحات مروج کړه، د نړۍ مشهورو سیاسي رهبرانو په لړۍ کښې دا ځل دده د ژوند په اړه درسره راټول سوي معلومات شریکوو.
محمد رضا شاه پهلوي د شاهنشاه، د ایران شاه او محمد رضا نومونو باندې شهرت لري، ده ته به کله د امپراطور او باچا الفاظ هم کاریدل خصوصاً د تیلو امپراطور په تخلص هم مشهور ؤ. نوموړی په ۱۹۱۹ میلادی کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶ نیټه د ایران په تهران ښار کښې د پهلوي په کورنۍ کښې زیږیدلی، پلار يې رضا شاه او مور یې تاج الملوک نومېده او رضا شاه څلور میرمنې یوولس لوڼې او زامن لرل چی محمد رضاشاه یې دریم اولاد و خو مشر زوی يې ؤ.
کله چې محمد رضاشاه پهلوي د پنځو کالو ؤ دده پلار د بریتانویانو په همکارۍ په ۱۹۲۵ میلادی کال کښې د قاجاریانو کورنۍ له واکه وغورځول او پرځای يې د پهلوي کورنۍ بنسټ کښیښود، په ۱۹۲۶ میلادي کال کښې رضا شاه د تاج پرسر کولو مراسم جوړ کړه او په یادو مراسمو کښې محمد رضا شاه د شاهي کورنۍ شهزاده اعلان سو. محمد رضا شاه په ۱۹۳۱ میلادي کال په سویټرزلیند هیواد کې (انسټیټوټ لی روزي) په نامه انسټیټوټ ولوست او یوازینی راتلونکی شاه ؤ چی د ايران بهر یې زده کړی وکړی.
د ایران هیواد جغرافیوی موقعیت: ایران د اسیا جنوب لویدیځ کې پروت هیواد دی چې ختیځ ته یې افغانستان او پاکستان، شمال ختیځ ته یې ترکمنستان او شمال لویدیځ ته یې اذربایجان، ارمنستان او خزر سمندر، لویدیځ ته یې ترکیه او عراق او ټول جنوب ته یې فارس خلیج او عمان سمندر پروت دی.
محمد رضا شاه پهلوي د ایران اخرینی باچا د ۱۹۴۱ څخه تر ۱۹۷۹ میلادي کلونو پورې په یاد هیواد باچاهي وکړه او په خپل هیواد کښې یې ډیر اقتصادي اصلاحات او پراختیاوي مینځته راوړي، محمد رضا شاه پهلوي د دوهمې نړیوالې جګړې په جریان کښې د شل کلنۍ په عمر د ایران د باچا په توګه اعلان سو، دا هغه وخت ؤ چې ایران د نړۍ د سیاستونوپه مینځ کې سو خو نوموړي د خپل باچاهی پدې وخت کښې غرب شموله بهرنۍ پالیسي وساتله او اقتصادي پراختیاوو ته یې وده ورکړه.
نوموړی د (سپین انقلاب) په نوم یو حرکت تاسیس کړ ترڅو خپل هیواد عصري کړي او د ډیرو ځمکو خاوندانو شتمنۍ په څلور میلیونو بزګرانو بیا وویشي، ده په کلیو کې مکتونو او ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو پروګرامونه ترتیب کړه، ښځو ته یې درايې ورکولو حق ورکړ،د نويو نیالګیو ایښودلو پروسه يې جوړه او ښارونو کښې یې پوهنتونونه ورغول خو په حکومت او سیاسي ناکراریو کې رشوت او فساد نوموړی اړ کړ چې هیواد پریږدي او پرځای يې اسلامي جمهوري دولت اعلان سو.
نوموړی د دوهمې نړیوالې جګړې په درشل کښې واک ته ورسید خو د همدې جګړې په جریان کښې يې واک ختم سو، دی د ایران وروستی باچاه یا شاه په توګه خدمت وکړ او ۲۵۰۰ کلونو شاهی نظام یا حکومت ډول ته یې د پای ټکی کښیښود.
ژوند لاره او کار:
د ۱۹۴۱ میلادي کال په وروستیو کښې دده پلار د بریتانویانو او روسانو لخوا چا چې د دې هیواد زیاتې سیمې نیولې وې اړ سو ترڅو باچاهي پریږدي او تر څه جنجالونو وروسته محمد رضا شاه د باچا په توګه اعلان سو. کله چی په ۱۹۴۵ میلادي کال کې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده امریکایان او بریتانویان د ایران ټولو سیمو څخه ووتل مګر شوروی اتحاد د ایران شمالي سیمو څخه د وتلو انکار وکړ هغه ؤ د امریکا مشورتي مرستې په همکارۍ د محمد رضا شاه حکومت وکولای سو چې په روسانو فشار راوړي اود شمالي ایران سیمې پریږدي.
وروسته بیا د امریکا متحده ایالاتو په مرسته نوموړي د (سپین انقلاب) په نامه یو حرکت شروع کړ، ددې انقلاب په مرسته نوموړي اوبه او ځنګلونه ملی کړه، کار لپاره يې ګډ مفادي پلانونه جوړ کړه، ښځو ته يې ازادي ورکړه او سواد زدکړو، ناروغیو مخنیوی او اصلاح سویو تخمونو پراختیا يې تر سره کړه.
په تدریج سره شاه مطلقه واک په لاس کې واخیست او دده د ګوند (راستخیز) په شمول یې ټول سیاسي ګوندونه او کړۍ تر خپل واک لاندې کړې، دده دا اقدامات دځينو خوښ نه سول او په وړاندی يې کوڅو ته راووتل خو نوموړي هغوی ته د پوځ پواسطه ځواب ووایه او ځواکونه یې په لارو او کوڅو کې ځای پر ځای کړل.
د ۱۹۷۸ میلادي کال د سپټمبر په ۸ د شاه پوځ د مخالفو مذهبي مظاهرچیانو باندي ډزې وکړې او ډیر خلک یی ووژل چې دا ورځ د ایران په تاریخ کښې د تورې جمعې په ورځ یاده سوه، دا ورځ د محمد رضاه شاه د واکمنۍ ړنګیدو شروع هم سوه.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د حیات الله خمیني په مشري انقلاب شاه او د هغه کورنۍ اړه کړه ترڅو هیواد پریږدي او هم داسي هم وسول، لومړۍ دده کورنۍ میکسیکو-مارکو ته ولاړه او هلته د شپږو میاشتو تیریدو وروسته شاه ناروغ سو او امریکا متحده ایالاتو ته د تداوۍ لپاره ولاړ چی ترڅه وخت تیرولو وروسته مصر هیواد ته ولاړ.
لویي لاسته راوړنې:
نوموړی یو ملي پراختیایي پروګرام د (سپین انقلاب) په نامه معرفي کړ، پدې پروګرام کښې د لویو لارو رغول، اور ګاډي، داور ګاډي ليکې، د صنعت کارانو تشویق او ملاتړ او دځمکو اصلاحات موجود ؤ. همدارنګه ده د لیرې سیمو کلیوالو ته د سواد او روغتیا زمینه برابره کړه.
د ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۷۰ میلادي کلونو پورې ده په یوې ازادې بهرنۍ پالیسي باندې کار وکړ او د شوروي اتحاد او اروپایې ملتونو سره يې اړیکي ټینګې کړې.
بریالیتوبونه او انعامونه:
لکه څنګه چی تاسو دده په انځور کښې زیات مډالونه او افتخارات وینئ نو نوموړي ته د ډیرو هیوادو لخوا د هغه هیواد ملي او معتبرنښانونه په اوږو او ځیګر ټمبلي دي د مثال په ډول په ۱۹۵۷ میلادي کال کې د هسپانيې له لوري د (Grand Collar of the Order of the Yoke and Arrows of Spain) د ایټالیا له لوري (Grand Cross w/ Collar of the Order of Merit of the Republic of Italy) په ۱۹۵۹ میلادي کال کې د ډنمارک له لوري په (Order of the Elephant of Denmark) په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د بلجیم له لوري په (Grand Cross of the Order of the Redeemer of Greece )، په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د برازیل له لوري په (Grand Collar of the Order of the Southern Cross of Brazil) او په ۱۹۶۶ میلادي کال کې د هنګري له لوري په (Grand Cordon of the Grand Star of Yugoslavia) نومونو په نامه مډالونو او افتخارات نازول سوی.
شخصی ژوند:
په ۱۹۳۹ میلادي کال کې محمد رضا شاه د مصر باچا فواد د لور شهزادګۍ فوزیه سره واده وکړ او دواړو یوه لور شهزاده ګۍ شهناز درلودله او وروسته دواړو سره طلاق واخیست. بیا په ۱۹۵۱ میلادي کال کې ثریا اسفندري بختیاري چې نیمه جرمنۍ او نیمه ایرانۍ وه دوهمه ښځه وکړه چې وروسته څرګنده سوه چې دې د ډاکټرانو د روغتیایي همکاریو سره سره نسوای کولای اولادونه وزیږوي نو شاه دا طلاقه کړه. او بیا نوموړي د فرا دبا سره واده وکړ چې د څلورو اولادونو له نعمت دوه زامن شهزاده رضا پهلوي، شهزاده علی رضا پهلوي او دوې لوڼې شهزاده ګۍ فراهناز پهلوي، شهزاده ګۍ لیلی پهلوي.
محمد رضا شاه پهلوي د مارچ میاشتې ۱۹۸۰ میلادی کال کښې د مصر په قاهرې کښې د وینی یو ډول سرطان ناروغۍ له امله تر تداوي لاندی سو او په ۲۷ جولای ۱۹۸۰ میلادي کال کې د ۶۰ کلونو په عمر ومړ او د قاهرې یوه مسجد کښې یې ښخ کړ.