\پنځمه \ برخه
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴
آلن ګرسیا پیریز د پیرو هیواد پخوانی ولسمشر او یو مسلکي وکیل دی، پدې بیوګرافي کښې به دده د ماشومتوب، ژوند، لاسته راوړنو او سیاسي ژوند په هکله راټول شوي معلومات درته وړاندی کړو.
تر هرڅه مخکې به پیرو هیواد لږ څه وپیژنو، پیرو هیواد د امریکا لويې وچی جنوب ختیځ خواته پروت دی چی پلازمېنه یې لیما نومیږي، ددې هیواد شمال ته ایکوادور او کولمبیا، ختیځ خواته برازیل، جنوب ختیځ خواته يې بلویا، جنوب خواته چلي هیواد او لویدیځ لوري ته يې پیسفیک سمندر بهیږي.
آلن ګرسیا پیریز د پیرو هیواد اصلي اسیدونکی او د یاد هیواد پخوانی ولسمشر او سیاسي رهبر باندي شهرت لري او نوموړی د امریکا دعام انقلابي ټلوالې سیاسي غورځنګ په مفکوره دی. پیریز په ۲۳ مۍ ۱۹۴۹ میلادي کال کښې په پلازمینه لیما کښې زیږیدلی د پلار نوم يې کارلوس ګرسیا رانسروس ؤ.
پیریز د سان مارکوس ملي پوهنتون، ماډریډ پوهنتون، پیرو پونټیفیکل کاتولیک پوهنتون، پاریس پوهنتون او سوربون پوهنتون کښې زده کړې کړي.
آلن ګرسیا پیریز د پیرویانو اپریسټا ګوند رهبر او ددې هیواد دوه ځله ولسمشر تیر شوی چې لومړی ځل د ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ او دوهم ځل د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ ملادي کلونو پوري دوه ځله ولسمشري کړې او د یادولو وړ ده چي د دنیا د ځوانو رهبرانو او ولسمشرانو له جملې څخه دی چې په ۳۶ کلنۍ کښې د پیرو هیواد ولسمشر وټاکل شو، د ولسمشرۍ په لومړیو کښې د ډیرو لخوا ورته د پیرو جان اف کنیډی ویل کیدل. د نوموړي په لومړۍ ولسمشريزه دوره کښې تشدد، اقتصادي بحرانونه او ټولنیز انقلابونه راوزيږدل او په ډيرو پيښو کې دتاوتريخجن مشر په ډول ونومول سو خو پیریز خورا چالاکه او با استعداده نطاق يا وياند هم ؤ.
ماشومتوب او تېر ژوند
لکه څنګه مو چې یادونه وکړه پیریز په ۲۳ مۍ ۱۹۴۹ میلادي کال کښې د پیرو هیواد پلازمینه لیما کښې په یوه متوسطه کورنۍ کښې زیږیدلی، دده اصلي نوم آلن ګبریل لودیج ګرسیا پیریز ؤ. د ده والدین د (APRA) د امریکا عام انقلابي ټلوالې او یاغیانو ګروپ غړی وه چی پلاريې د همدي ټلوالې منشي هم تیر شوی.
پیریز د یوه زده کوونکي په توګه خپل د ژوند ډیره برخه اکاډیمیک ماحول ته وقف کړه، نوموړي په لیما کښې د قانون په برخه کې د پونټیفیکل کاتولیک پوهنتون ولوست او همدارنګه په ۱۹۷۱ میلادي کال کښې د سان مارکوس ملي پوهنتون څخه فارغ شو او د نورو زده کړو لپاره پاریس او ماډریډ ښارونو ته ولاړ او ډیر ژر بیرته خپل هیواد ته راستون شو. پیریز د خپل پلار په قدمونو پښه کښیښوده او په ۱۹۷۱ میلادي کال کښې يې د انقلابي ګوند یا آپرا سره ګډون وکړ.
کار او د ژوند لاره
پیریز د رهبرۍ د ځانګړي مهارت د درلودلو له امله د څلورو کلونو په جریان کښې په خپل سیاسي ګوند کې خورا وځلېد او ډیر ژر د پیرویانو کانګریس غړی ونومول شو. په ۱۹۸۵ میلادي کال کښې پیریز د ولسمشرۍ دټاکنو په سیالۍ کې ميدان ته راووت خو د اکثريت رایو د نه ترلاسه کولو له امله ناکام شو خو بیا هم نوموړي د بریا دعوه کوله چې د متحد ګوند رهبر الفوسانو بیرنټ په یاده سیالۍ کښې مقابل لوري ؤ خو هغه ووچي د نوموړي علاقه د ولسمشرۍ لپاره ماته شوه او انقلابي ګوند ګروپ د لومړي ځل لپاره واک ته ورسید او ځوان کاندید د ګوند د رهبرۍ لوړ مقام ترلاسه کړ.
پیریز پریکړه وکړه چی بهرني بانکي پورونه منع کړي او دا مسئله ملي کړي ترڅو پدې برخه کښې د ملت د بی ثباتۍ مخه ونیول شی پداسی حال کښې چی دده اداره دعامو پیرویانو لخوا د سختو انتقادونو سره مخ شوه او د نوموړي د ادارې بله کمزوري او شاتګ دا و چې فقر او غربت یې په هیواد کښې مخ په زیاتیدو شو، په یاد هیواد کې د ملګرو ملتونو او همدې هیواد ملي احصایې ادارې لخوا د احصایې له مخې د نیستۍ یا غربت کچه له ۴۱ فیصده څخه ۵۵ فیصده ته لوړه شوه.
دې بې رنګه حالاتو ملت ته یو ډول ټولنیز تشویش ته لاره هواره کړه، بلخوا بیا د پیرو هیواد کمونیستي ګوند په لیما او مختلفو سیمو کښې ولسی قیامونه جوړ کړل او پیریز ګرسیا اړ شو چی په ۱۹۹۰ میلادی کال ټاکنو کښې له واک څخه لاس واخلي او دده په ځای البرټو فوجیموري وټاکل شو.
د فوجیموري حکومت پیریز د خپلې واکمنۍ په اوږدو کښې په ډیرو جرمونو تورن کړ او دده په وړاندې يې کودتا پلان کړه او دې خبرې پیریز باندی فشار راوړ ترڅو خپل هیواد پریږدي او کولمبیا یا فرانسې ته ګډوال سي .
پیریز ګرسیا د خپل هیواد پیرو څخه اته کاله لیرې پاته شو او په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې چی کله د فوجیموري حکومت له مینځه ولاړ بیرته خپل هیواد ته راستون شو او دده په راستنیدو کښې دده مدافع وکیل جورج ډیل کاسټیلو ډیره مرسته وکړه.
پیریز ګرسیا د ولسمشر ټاکنو لپاره کوښښ وکړ چی یو ځل بیا خپل بخت وازمایي او خپلو خلکو ته وښیې چی نوموړی هغه پخوانی سړی نه بلکې ډیر تغیر يې کړی او د تیرو څخه یی زده کړه کړې او که یوځل چانس ورکړل شی نو نوموړی به تغیرات راولي او سیاسي او اقتصادي بحرانونو ته به د حل لاره پیداکړي.
د ۲۰۰۶ میلادي کال په ټاکنو کښې پیریز وکولای شو چی تقریباَ ۲۵ فیصده رایه خپله کړه او دده په وړاندی یوازینی کاندید اولینټا همالا ؤ چی په غوڅو دوه اړخیزه ټاکنو کښې یې سیالي کوله. پیریز د ۵۳سلنه پیرویانو زړونه خپل کړه او دوهم دور ټاکنی یې وګټلې. په ۲۰۰۷ میلادي کال کښې پیریز د ولسمشرۍ له واکه راولوېد او بیا یې کانګریس خبرې ته غوږ ونه نیاوه.
که څه هم د پیریز لومړۍ ولسمشريزه دوره د پراخو بحرانونو ښکار وه خو په دوهمه دوره کښې یې د حکومتوالۍ په برخه کې یو شمیر مثبت کارونه ترسره کړل چې د هغه له جملې څخه د پیرو او چلي هيواد تر منځ داړيکو ښه والی يادولی سو ،او دا روابط د مخکني ولسمشر فوجیموري په وخت کښې ددواړو ملتونو ترمینځ خړ شوی وه.
پیریز په زوره د زورورو په وړاندي د ستری جزا غوښتونکي ؤ او پدې اړه یې یو قانون هم وړاندې کړ چی پدې ګام سره وستایل شو. پیریز د لسګونو کتابونو لیکوال دي چې (El Futuro Diferente’, ‘El Nuevo Totalitarismo’, and ‘La Falsa Modernidad’ ) يې مشهور او پېژندل سوي کتابونه دي .
پیریز هڅه وکړه چې په دوهم ځل ولسمشرۍ کښې ځان د یو ښه رهبر په حیث وځلوي خو د پیرویانو د تیلو مسئلې تهمت او سیاسي بحرانونو د نوموړي شالید نور هم ورخراب کړ.
جایزه
د امریکا ټولنې په ۲۰۱۰ میلاد کال کښې د پیریز په ویاړ یوه ماښامنۍ ترتیب کړه او نوموړي ته یې د لاتینی امریکا د رهبر د طلایي نښان جایزه ورکړه.
شخصی ژوند
آلن ګرسیا پیریز د ارجنټاین اقتصاد پوهې پیلر نورز سره په ۱۹۷۸ میلادي کال په ماډریډ کښې وليدله او دوه کاله وروسته یې واده ورسره وکړ، چې درې لوڼي او يو زوی ور څخه لري په ۲۰۱۰ زيږديز کال يې طلاق سره واخست او وروسته پیریز د یوې مشهورې اداکارې کارلا سره واده وکړ.
پیریز هڅه وکړل چې په دوهم ځل ولسمشرۍ کښې ځان د یو ښه رهبر په حیث وځلوی خو د پیرویانو د تیلو مسئلې تهمت او سیاسي بحرانونو د نوموړی شالید نور هم ورخراب کړ.
جایزه
د امریکا ټولنې په ۲۰۱۰ میلادی کال کښې د پیریز په ویاړ یوه ماښامنۍ ترتیب کړه او نوموړی ته یی د لاتینی امریکا د رهبر د طلایي نښان جایزه ورکړه.
شخصی ژوند
آلن ګرسیا پیریز د ارجنټاین اقتصاد پوهۍ پیلر نورز سره په ۱۹۷۸ میلادی کال کې په ماډریډ کښې سره ولیدل او دوه کاله وروسته یې واده سره وکړ، دوی څلور اولادونه چی دری یې لوڼۍ او یو زوی ډی او دې جوړۍ په ۲۰۱۰ میلادی کال کښې یو بل سره طلاق واخیست او وروسته پیریز د یوې مشهورۍ اداکارۍ کارلا سره واده وکړ.