اي پي جي عبدالکلام

د نړۍ د مشهورو سياسي رهبرانو ژوند ليک، عمر، کار او لاسته راوړنو باندي ستاسو سره شريکوو.

يو سياسي رهبر او يا سياستمدار کيدلاي شي چي په يو قوم، ښار، ايالت، يو سيمه او اند په ټول ملت باندي د حکومت کولو مئسوليت په غاړه واخلي.

تاريخ موږ او تاسو ته په پريمانه اندازه ښه او بد سياسي رهبران راپيژني کومو چي خپلو هيوادو او خلکو لپاره د يي خپل ټول ژوند وقف کړي. سياسي رهبران يوازي د سولي او ارامتيا په وخت کښي په خپلو ملتونو باندي حکومت نه کوي بلکي د بحرانونو په حالت کښي هم د خپل ملت سره وي. دوي هغه خلک دي د خپل هيوادونو د ښه والي لپاره د ملي ستراتيژيو او پاليسو جوړولو او تطبيق کولو مسوليت لري چي مطلب يي د هم هغه هيواد چي حکومت ورباندي کوي د اړتيا او دلچسپي لپاره ښه خدمت کول دي.

سياسي رهبران د مختلفو لارو څخه ټاکل کيږي د مثال په ډول د په ډيموکراټيکو هيوادو کښي د ازادو ټاکنو له لاري، په شاهي کورنيو کښي د نسب او يا ارثي حق له لاري او يا هم د ديکتاتورۍ له لاري يو څوک ځان د هيواد سياسي رهبر اعلانوي. که د يو شمير سياسي رهبرانو ګروپ ته وګورو کوم چي د خپلو هيوادونو او خلکو لپاره خورا محبوب وه لکه ابراهم لينکن، مهتما ګاندي، ادلف هټلر، ونسټن چرچيل او يا جناح خان.

او دلته د يو شمير هغو سياسي رهبرانو ژوند ليک، عمر، کار او لاسته راړونو باندي بحث کوو کوم چي ډير مشهور دي.

يادونه، د سياسي رهبران پيژندلګلوي سلسله د انګليسي توورد الفبا په اساس سره درته پيژندل کيږي نو له همدي امله ستاسو ملتيا او حوصله غواړو چي په هره ګڼه اخبار کښي به د يوه سياسي رهبر په اړه معلومات تاسو وړاندي کيږي.

اي پي جي عبدالکلام  A.P.J. Abdul Kalam Biography

اي پي ج عبدالکلام ((A.P.J Abdul Kalam د هندوستان يوولسم ريئس جمهور و نوموړي د هندوستان ريئس جمهور، ميزايل مين او سيانس پوه شهرت باندي لري، د هندوستان اصلي اوسيدونکي دي چي په پنځلسم اکتوبر ۱۹۳۱ ميلادي کال کښي په رامزوارم ټاميل ناډو کښي زيږدلي.

عبدالکلام په يوه ډيره غريبه کورني کښي زيږدلي، هغه کورني چي د سختو مالي ستونز سره مخ وه او نوموړي د يادو ستونزو د حل لپاره مجبوره و چي کار وکړي، دا يي هم وکړه، وظيفه يي پيداکړه تر څو خپل کور وساتي خو تعليم څخه يي لاس وانخيست، هغه وه په ۱۹۵۴ ميلادي کال کښي د ساينټ جوزسف له پوهنتون څخه فراغت سند ترلاسه کړ او په همدي بسنه ونکړه د نور تعليماتو لپاره مدراس ته ستون سو او هلته يي د مدراس په تکنالوژي انسټيټوټ کښي د ځمکي فضا په برخه کښي انجنيري ولوستل.

کار او لاسته راوړني:

نوموړي د هندوستان د يوولسم ريئس جمهور په توګه خپل هيواد ته خدمت کړي، د ياد هيواد دوهمي دوري هستوي سلاح د ازمايښت د همږغي ريئس په توګه کار کړي. منحيث د يو هندوستان سيانس پوه او مدير کلام د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ ميلادي کال پوري د هندوستان ريئس جمهور و، هغه څوک چي د ياد هيواد تر ټولو د معتبر ترينو خلکو څخه دي، ده همدا شان د هندوستان د فضايي څيړنو د اداري سره پراخه برخه اخيستي، نوموړي د ډيويل، والينټ او بوهني پروژو د شروع مئسوليت ترڅنګ د ويشتونکو ميزايل لکه اګني او پريتوي ميزايل جوړولو په ماموريت کښي هم مسوليت درلود چي له امله يي د ويشتونکو ګوليود سړي يا (Missile Man of India) باندي يي شهرت پيداکړ.

کلام د خپل کار په دوره کښي د هيواد او بهرنيو هيوادو لخوا ستايل شوي، افتخارونه او عزت ورکول شوي او اوس نوموړي د يو پوهنتوند ميلمه استاد په صفت د هندوستان د يو شمير معتبرو پوهنتونو او انسټيټوټونو سره خدمت کوي.

کار او مسلک

تر فراغت وروسته عبدالکلام په ((DRDO کښي د مشر سياينس پوه په حيث وګمارل سو چي د غوره کارونو او لاسته راوړنو له امله د هندوستان د فضا دڅيړنو اداري يا (ISRO) ته تبديل شو په هغه ځاي کښي چي نوموړي د هندوستان د لومړني سټلايټ موټر د جوړيدو د پروژي ريئس و.

د هندوستان د فضايي څيړنو په اداره کښي کلام خورا وځليدي او ډير اهميت يي درلود چي ډيري پروژي يي د بريا سره ترسره کړي او هرځل د کاميابيو سره راووت.

په ۱۹۷۰ ميلادي کال کښي کلام دوي پروژي د ډيويل او والينټ رهبري کړي په کومو کي چي نوموړي هڅه او زيار وکړي چي ميزايل (موشک) له لاري مواد انتقال کړي او دا تکنالوژي پروګرام يي هم په برياليتوب سره ترسره کړ.

تر هلو ځلو وروسته کله چي روهني-۱ راکټ وړونکي توغندي هوا ته وتوغول شول نو نوموړي په خپل کاري ژوند کښي يو بل واټن هم ووهه هغه و چي هندوستان دولت پريکه وکړه چي عبدالکلام به د هند يو بل ليري واټن ويشتونکي ګوليو يا ميزايل پروګرام مشري په غاړه اخلي پداسي حال کښي چي کلام په اګني او پريتوي ميزايل کښي ښه رول لوبولي و.

عبدالکلام د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۹ ميلادي کال پوري د هند د لومړي وزيرلپاره د سياينس په برخه کښي مشر سلاکار وټاکل شو دا هغه وخت و چي عبدالکلام د پخران دوهمي هستوي اسلحي ازمايښت پروژي همږغي ريئس و او په همدي وخت کښي يي ميزايل مين يا د هندوستان د ميزايل سړي په نامه ياد شوي و.

عبدالکلام وکولاي شوه چي خپل هيواد ته د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ ميلادي کال پوري د ولسمشر په توګه خدمت وکړي البته عبدالکلام هندوستان يوولسم ولسمشر دي. عبدالکلام دخپل ولسمشري په جريان کښي ستايل شوي او هم په ځينو برخو کښي دانتقاد ګوته ورته نيول شوي خصوصاً هغو شلو معارضونو په وړاندي چي نوموړي فيصله کړي وه.

په مجموع کښي ټول هغه پيژندنه چي عبدالکلام يي لري ډيره ده او نوموړي خورا ډيرو کتابونو ليکوال دي چي په ټولو کښي يي (هندوستان په ۲۰۲۰ کال کښي) هغه کتاب دي چي ډير لوستل شوي او ستايل شوي، په اصل کښي دا کتاب د هندوستان لپاره يو کاري پلان شکل لري چي له مخي به يي هندوستان په ۲۰۲۰ ميلادي کال کښي هندوستان د علم په ډګر کښي د نړۍ ستر قدرت کيږي. او دده نور کتابونه لکه ((Ignited Minds, Mission India, Inspiring Thoughts and The Luminous Sparks يي د يادوني دي.

په ۲۰۱۱ ميلادي کال کښي نوموړي د د ځوانانو لپاره خپل يو ماموريت (What Can I Give Movement) په نامه پيل کړ او مطلب يي په هندوستان کښي د رشوت په وړاندي مبارزه وه ترڅو رشوت ته د پاي ټکي کښيږدي.

اوس مهال عبدالکلام د ميلمه استاد يا (Visiting Professor) په توګه د هندوستان يو شمير پوهنتونو او انسټيټوټونو کښي لکه د احمداباد او اندور د منجمنټ انسټيټوتونه، فضايي تکنالوژي انسټيټوټ، فضايي انجنيري پوهنتون او نورو کښي بوخت دي.

انعامونه ا ولاسته راوړني يي:

عبدالکلام په ۱۹۸۱، ۱۹۹۰ او ۱۹۹۷ ميلادي کلونو کښي د هندوستان حکومت لخوا د پادرا بهوشان، پادما وبهشان او بهرت راتنا د انعامونو او جايزو وياړ لري.

د ملي بشپړتيا په وياړ نوموړي په ۱۹۹۷ ميلادي کال کښي د هندوستان حکومت لخوا د اندرا ګاندي په ايوارډ باندي ووياړيدي. په همدي کال کښي وير سايرکر په جايزي باندي باندي د هند حکومت لخوا وستايل شو.

په ۲۰۰۰ ميلادي کال کښي کلام د الوير څيړنيز مرکز څخه جايزه ترلاسه کړي.

په ۲۰۰۷ ميلادي کال کښي عبدالکلام د برتانيي د شاهي ټولني لخوا د دوهم باچا چارليس په مډال وستايل شو.

په ۲۰۰۹ ميلادي کال کښي کلام د کلفورنيا د تکنالوژي انسټيټوټ څخه د نړيوال وين کرمان ونينګ جايزه ترلاسه کړي.

عبدالکلام د (IEEE) افتخاري غړيتوب ترلاسه کړي او د ۴۰ پوهنتونو څخه يي افتخاري دوکتراوي ترلاسه کړي او پاته دي نه وي چي د عبدالکلام ۷۹ کليزه د ملګرو ملتونو لخوا د زده کوونکو نړيواله ورځ پيژندل شوي.

(ماخذ: د نړي مشهور سياسي رهبران، انټرنيټ ويب پاڼه)

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *