ډاکتر ذاکر حسین ژوند لیک
ډاکټر ذاکر حسین د هند د ازاد جمهوریت دریم ولسمشر، د جامعه ملیا اسلاما بنسټ ایښودونکی اود پوهې څخه برخمن شخص تیر سوی.
د سیاسي رهبرانو د لړۍ پدې برخه کې د ذاکر حسین ژوندلیک په اړه چمتو سوي معلومات درسره شریکوو . ډاکټر ذاکر حسین د هند نامتو مسلمان سیاسي رهبر او د یاد هیواد لومړی مسلمان ولسمشر تیر سوی.
ذاکر حسین د فدا حسین خان او نازنین بیګم زوی په ۸ فبروری ۱۸۹۷ زيږديز کال کې د فارخ اباد سیمې کمګاني کې زیږیدلی چې په اصل کې له حيدر اباد څخه تللی وو، دی دمور وپلار دريم زوی وو. په ماشومتوب کې حسین د سختیو او خواشنیو سره مخامخ ژوند درلود لکه دده پلار په لس کلنۍ کې وفات سو او دري کاله وروسته یې مور هم له دې دنیا څخه رخصت واخیست او ذاکر حسین د شپږو وروڼو سره یتیم پاته سو.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د اتوا په اسلاميه عالي لیسه کې بشپړي کړې او وروسته د انګلو محمد دین شرقي پوهنتون ته داخل سو چې اوس هغه پوهنتون د الګاراه مسلیم پوهنتون په نامه یادیږي. دا هغه وخت ؤ چې نوموړی سیاسي مسائلو ته علاقه مند سو او د خپل راتلونکې په فکر کې سو، نوموړی د محصلانود اتحادیې د مشر په توګه هلته وټاکل سو، په ۱۹۱۸ میلادي کال کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ او ماسټري کې یې شمولیت واخیست خو د مهاتما ګاندي له لوري د خلافت او عدم تشدد حرکتونو نوموړی ولمساوه اود پوهنتون شمولیت یې پریښود.
ډاکټر ذاکر حسین د هندوستان دریم ولسمشر او لومړنی مسلمان وو چې پدې پوست کې یې کار وکړ، نوموړی ديوه تعليم يافته او روڼ آندي په ټوګه شهرت لري او دده کار د هندوستان په عصري کولو او پراختیا کې خصوصاً د پوهنې په ډګر کې خورا بی ساری ګڼل کیږي. ذاکر په ځوانۍ کې د سیاست سره لیوالتیا مخ په زیاتیدو سوه ، ده د ټولنې د عکس العملونو سره سم په ډیر احتیاط او تدریج سره ګامونه واخیستل او دپوهې نه ډک او عصري هندوستان غوښتونکي باندې مشهور سو.
حسین پدې سخته عقیده درلودل چې د ملت رنسانس یا بیا ژوندی کول د فعاله سیاست پواسطه نه ترلاسه کیږی بلکې نوموړی پدې پوهیدی چې یوازی پوهه او تعلیم دا چاره کولای سي او ځان يې همدې موخی ته وقف کړ. حسین ۲۲ کاله د جامعه ملیا اسلامه ګوند مرستیال منشي په توګه کار وکړ او دا ګوند یې د علم او پوهی ډګر وګرځاوه، نوموړي دخپل کار ډیره برخه د پوهې په ډګر باندی تیره کړه. نوموړي هندوستان ته د ښه خدمتونو له امله د یاد هیواد تر ټولو ستر ملي افتخار بهارت راتنا جایزه یا انعام ترلاسه کړه.
د ژوند لاره او کار:
ډاکټر ذاکر حسین په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د محصلانو ا واستادانو یو کوچنی ګروپ جوړ کړ، یاد ګروپ په علیګار کې د مسلمانانود ملي پوهنتون په نامه پوهنتون تاسیس کړ، پنځه کاله وروسته دوی یاد پوهنتون کورل باغ او بالاخره نوي ډهلي جمع نګر ته انتقال کړ چیري چې په جامعه ملیا پوهنتون په نامه یاد سو.
دوه کاله یې د جامعه ملیا اسلامیه پوهنتون کې استادي وکړه خو دده د علم او پوهې سره بې کچې مینې نوموړی د لا لوړو زده لپاره جرمني پورې ورساوه ترڅو د برلین په فردریک ویلیم پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې دکتورا په ۱۹۲۶ کې ترلاسه کړه . په جرمني کې نوموړی د اردو ژبې د مشهور شاعر میرزا اسدالله غالب د یو شمیر ښه کارونو سره راڅرګند سو.
کله چې ذاکر حسین هند ته راوګرځید نورو سیاسي ګوندونو په سیاست کې خپل حضور عملاُ څرګند کړي وو او د مهاتما ګاندي سورج او د ملکي حرکتونه فعاله وه خو نوموړي یوه بیله لار غوره کړه او هدف یې داوو چې د ازادی کوښښونو لپاره په مبارزه کې د علم او پوهې څخه کار واخلي او دا آله تر ټولو پیاوړې استعمال کړي. په ۱۹۲۷ میلادي کال کې نوموړی د جامعه ملیا اسلامیا پوهنتون مشري واخیستله کوم چې شهرت یې په لږیدو وو او د مالی امکاناتو له امله د تړل کیدو د خطر سره مخ و، دده هدف داوو چې یاد پوهنتون د تړل کیدو څخه وژغوري او یوځل بیا هغه پخوانی پوهنتون ورڅخه جوړ کړ.
ددې پوهنتون دمعياري کولو او لا اکاډميک کولو لپاره يې ۲۲ کاله پرله پسې هڅې وکړې، دده رهبري نه یوازې دا چې یاده اداره یې په پښو ودروله بلکي د بریتانوي حکومت په وړاندې د آزادۍ لپاره يې هم جنګ وکړ.
دده تعلمي اداره چې موخه يې دعلم او پوهې خپرول وه سمه په پښو ودرېده، نوموړی پدې حقیقت چې ملتونه د پوهې او علم پواسطه راژوند کیږي نه د سیاست پواسطه ټینګه عقیده يې درلودله او یو بنسټیز تعلیمی چاپیریال يې د واک څښتن باله.
به یې د مهتما ګاندی او حاکم اجمل خان افکار او درس خپراوه. ډیر ژريې د هیواد د تعلیمی مفکر په توګه یاد او ولمانځل سو. وروسته نوموړی په هندوستان کې د ډیرو تعلیمی نوښتونو او بیااصلاح کوونکو حرکتونو فعاله غړی پاته سو، دده مقاومت او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وې چې نوموړي د خپل سیال محمد علي جناح څخه قدرداني ترلاسه کړ.
په ۱۹۳۷ میلادي کال کې چې کله د یاد هیواد ګانګریس يې اکثریت وګاټه او انتقالي حکومت یې جوړ کړ، د زده کړو لپاره یې د ملی تګلارې جوړولو کنفرانس دایر کړ. په ۲۳ اکتوبر ۱۹۳۷ میلادي کال کې نوموړي د تعلیمي کمیټې مشر وټاکل سو او د لومړنیو زده کړو لپاره یې یوه طرحه جوړه کړه او کنفرانس ته یې وړاندې کړه.
ددې سره سم په ۱۹۴۸ میلادی کال کې هندوستان آزادي واخیستله او نوموړی د علیګار مسلم پوهنتون مرستیال سو او پوهنتون له سخت بحران سره مخ وو، ددې پوهنتون یو شمیر استادان د هند څخه جلا کیدونکي هیواد پاکستان د جوړولو ملاتړ کاوه.
د پوهنتون د مرستیالۍ څخه ذاکر حسین د پارلمان مقننه لوړې جرګې ته نوماند سو، د راجوا سبا سره تر یوه کال وروسته د بهار ایالت والي وټاکل سو او هلته یې د ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۶۲ میلادي کلونو پورې دنده اجرا کړه. په ۱۹۶۲ میلادي کال د ولسمشر مرستیال وټاکل سو او دلته یې هم د هغه وخت ولسمشر سره پوره پنځه کاله دنده اجرا کړه، کله چې د هغه ولسمشر دنده پای ورسیده نو په ۱۳ می ۱۹۶۷ میلادي کال کې لومړی مسلمان وو چې د هیواد ولسمشر وټاکل سو او دا په تاریخ کې ثبت سوه.
دده د ولسمشرۍ ټوله دوره د مهربانۍ، خاکسارۍ، نرموالي او انساني ارزښت ته قایله دوره وه، د سیاسي او ټولنیزو بی احترامیو په وړاندې ده د مهربانه او د نرم زړه لرونکي په څیر برخود کاوه. ډاکټر ذاکر حسین څلور مهم سفرونه کړي لکه شوروي اتحاد، یوګوسلاویا، نیپال او هنګری هیوادونو ته يې کاري سفرونه کړي.
لویي لاسته راوړنې:
نوموړی نه یوازی د جامعه ملیا اسلامیا پوهنتون بنسټ ایښودونکی وو بلکې د یاد پوهنتون پرمخ بیونکی او مرستیال ریئس هم پاته سوی. په ۱۹۵۴ میلادي کال کې يې د (پادما ویبشن) جایزه ترلاسه کړه او په ۱۹۶۳ میلادي کال يې د هندوستان تر ټولو معتبر ملي افتخار جایزه (بهرت راتنا) ترلاسه کړه.
شخصي ژوند:
ذاکر حسین د ۱۸ کالو تنکۍ ځوان وو چې د شاه جهان بیګم سره يې واده وکړ او دوې لوڼۍ سعیده خان او صفیه رحمن يې په نصیب سوې. دده لمسی خورشید خان د ذاکر حسین سیاسي میراث مخ ته بیوه او د کانګریس د سیاستوال په توګه یې دنده اجرا کړې او هم يې په مخکني حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی.
نوموړي خپل وروستی ساه د می په ۳، ۱۹۶۹ میلادی کال کې واخیستله او په خپل کاري دفتر کې له دې فانی دنیا څخه ولاړ او د هندوستان لومړی ولسمشر وو چې په خپل دفتر کی ومړ. دده د ستر خدمت په افتخار نوموړی په جامعه ملیا اسلامیا پوهنتون کې يې دميرمنې څنګ ته خاورو ته وسپاره ، دده په ژوند کې چې تر ټولو ستر میراث یادیږی هغه د جامعه ملیا اسلامیا پوهنتون دی چې د هندوستان تر ټولو عصري د زده کړو مرکز دی.