د سعودي عربستان لومړي باچا ابن سعود ژوند لیک:

دوولسمه برخه

عبدالعزیز السعود په ۱۵ جنوری ۱۸۷۶م کال د نجد امارت په ریده سیمه کې زیږیدلی، دده پلار ددوهم سعودي دولت وروستی واکمن ؤ او د نوموړي کورنۍ په مرکزي عربي نړۍ باندي تر یوې پیړۍ ډیره واکمنې کړې ده. عبدالعزیز السعود د ماشومتوب څخه د خپل پلار له لورې روزل کیده، شیخ عبدالله یې د لومړنیو زده کړو استاد او شیخ محمد بن مسبیح یې د قران کریم د زده کولو استاد تیرسوی دی. همدارنګه نوموړی د شیخ عبدالله په استادۍ اسلامي دیني پوهنه ولوستله.

د السعود کورنۍ اوږدمهاله سیمه ایز رقابت او واکمنۍ سره سره الراشیدي په ۱۸۹۰م کال کې ریده سمه ونیول او د عبدالعزیز کورنۍ اړ کړل سوه ترڅو د خپل پلرنې تاټوبۍ څخه هجرت وکړي او همداسي وسوه، لومړی جنوبي عربي سیمې یا بحرین ته ولاړ او څه موده وروسته کویټ ته ستانه سوه چې هلته څه کم یوه لسیزه پاته سوه.

کویټ کې عبدالعزیز د یو جذباتي ځوان په توګه او لوړو احساساتو سره راپورته سو او د خپل پلار له لاسه ورکړو سیمو بیرته نیولو هوډ یې وکړ او هڅه یې شروع کړه. نوموړی ډير زړه ور او غیرتی سړی ؤ او د ښه رهبرۍ له نعمت څخه برخمن شخص هم ؤ نو دا عزم یې وکړ چې ټولې هغه سیمې به نیسي چي دده پلار له لاسه ورکړي.

لکه څنګه مو چې مخکي وویل باچا عبدالعزیز السعود د سعودي عربستان لومړي باچا ؤ، د نوموړي پلار عبدالرحمن بن فیصل السعود نومیدی او د دوهم عربستان وروستی حاکم تیر سوی او عبدالعزیز السعود لومړی د خپل هیواد اړوند سیمې تر حاکمیت لاندي راوستلي او ورپسي په ټولو مرکزي عربي هیوادونو باندي واکمن سو.

وروسته نوموړي هغه سیمې چي تر خپل واکمنۍ لاندي راویستلې وي سره یو ځای کړي او یو متحد ملت یې ځیني جوړ او باچاهۍ يې اعلان کړه او لومړي باچا هم دی سو. د عبدالعزیز کورنۍ یا د عربستان کور که څه هم تر یوې پیړۍ ډیر وخت واکمنۍ کړې وه خو دده د راتګ سره د یو شمیر نورو عربي سیمو یا مرکزي عربو سیمې تر واکمنۍ لاندی راویستل په حقیقت کې د یادولو وړ دي.

د سعودي دا محتاط او د قدر وړ باچا عبدالعزیز ابن عبدالرحمن ابن فیصل ابن ترکي ابن عبدالله ابن محمد السعود شجرې سره تړاو لري او په عربي نړۍ کې عبدالعزیز او بهر کې يې د ابن سعود په نامه سره شهرت درلود.

عبدالعزیز د خپل پلارعبدالرحمن تر سختي پاملرنۍ لاندی وروزل سو، نوموړی په ځوانۍ کې لا ډیر هوښیار، ځیرک او هڅاند ؤ او په نظامي برخه کې هم په پوره مهارت سره تربیه سو.

د وخت په تیریدو سره نوموړی د یو ښه رهبر په توګه صحني ته راووت او دایې په ثبوت ورسول چې د خپل پلار تر مرګ وروسته به وړ رهبر او راتلونکی باچا کیږي. د یادولو وړ ده چې په ۱۹۵۳م کال کې د عبدالعزیز مړینه د عربي نړۍ لپاره د هغه عصر لویه ضایعه وګڼل سوه.

واک ته رسیدل او باچاهي:

عبدالعزیز السعود د خپلې باچاهۍ بیرته ګټلو لپاره مبارزه پلان کړه، لومړی یې د خپل ورور او اکا زامنو په شمول یوه کوچنۍ اردو تشکیل کړه او په ۱۹۰۱م کال کې یې په نجد باندي د یرغل کولو لپاره حرکت وکړ، ډیر ژر د نوموړي پوځ شمیر زیات سو او په ریده باندي یې د دوهمې حملې تصیم  ونیوی او دوهم ځل لپاره یې خپله باچاهی اعلان کړه هغه وو چې نوموړی په ۱۹۰۲م کال باندي په ریده حمله وکړه او بیرته یې ونیوله.

دایې شروع وه چې تر یوې بریا وروسته یې بله بریا خپلوله او ان تر ۱۹۱۲م کال پوری یې نجد او ختیځ عربیه سیمې بشپړي ونیولي. د خپلي باچاهي په لومړیو کې یې د (اخوان) په نوم یوه مذهبی نظامي پوځ جوړ کړ چې په راتلونکي کې یې د نوموړي سره مرسته کوله.

تر لومړي نړیوال جنګ وروسته باچا عبدالعزیز د انګليستان ملاتړ ترلاسه کړ او په (۱۹۲۰م) د خپل سیال الراشیدي په وړاندي یې مبارزه پیل کړه، د دوو کلونو په جریان کې یې خپل سیال ته ماته ورکړه او السعود کورنۍ ټولې هغه د لاسه ورکړي سیمې یې بیرته لاسته راوړي.

نوموړي بیا هم هڅه کوله چي د انګليستان حکومت ملاتړ ترلاسه کړي چي همداسي يې وکړه او د نړیوالو د همکاریو په مرسته يې نیول سوي سیمې سره یوځای کړي او په ۲۳ سپټمبر ۱۹۳۲م کال کې يې د سعودي عربستان بشپرړه باچاهي اعلان کړه. تر څه وخت حکومت وروسته عبدالعزیز السعود خپله شاهي ماڼۍ د ماسمک کلا څخه مرابا ماڼۍ ته انتقال کړه او هلته د خپل ټول عمر لپاره پاته سو.

عبدالعزیز السعود د خپل واکمنۍ پرمهال په حکومت کې اساسي اداري او سازماني سیستم ته پراختیا ورکړه چې له امله یې ډیر شمیر وزارتونه تشکیل او عالي اداري سازمان یې جوړ کړ همدارنګه نوموړي پوهني او او زیربنا جوړولو برخو ته ځانګړي پاملرنه وکړه.

شخصي ژوند:

لکه څنګه چې په عربو کي ډیرې ښځي په نکاح کول او مینځي نیول معمول دي نو باچا عبدالعزیز هم دریغ نه دی پر کړی، د نوموړي اتو مشهورو میرمنو نومونه ذکر سوې. همدارنګه نوموړی د ډیرو اولادونو پلار ياد سوی چې د (۴۵) زامنو په شمول يې شمیر سلو ته نژدی کیږي د مشهور زامنو نومونه يې شهزاده ترکی، باچا سعود، باچا فیصل، شهزاده محمد، باچا خالد، شهزاده ناصر او شهزاده سعید دي.

یادونه: باچا عبدالعزیز السعود د سعودي عربستان د مخکني باچا عبدالله بن عبدالعزیز چې تیر کال ومړ پلار وو.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *