د امریکا د ملي امنیت ادارې رئیس، ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره خطرناکه بللی او ویلي یې دي، پدغه کال کې افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی. د امریکا د ملي امنیت رئیس جیمز کلپر ندي ویلي، چې سیاسي سقوط په څه معنی دی؟ آیا د افغانستان حکومت به سقوط کوي؟ یا دا چې افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ دي او نشي کولای له خپل هیواد څخه دفاع وکړي؟ که افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ وي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، توان او پایښت په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې د څه شي پر اساس وې/دي؟ نوموړي دا هم ندي ویلي چې پدغسې حالاتو کې د امریکا ونډه او دنده څه ده؟

د عامه اذهانو د کنټرول هڅه

افغانستان د جګړې ډګر دی. د طالب، حزب اسلامي، داعش، ازبک جنګیالیو، اویغور بیلتون غوښتونکو او … سربیره، زیاتې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او هره ډله د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په لټه کي ده. هره ډله بیل اهداف لري، خو په مجموعي توګه دوی یو ګډ هدف لري: د نظام او دولتي حاکمیت نسکورول. د همدغه هدف ترلاسه کولو په لړ کې دی چې دغه ډلې افغانستان کې د پښې ځای پیدا کوي او لدې لارې خپلو نورو اهدافو ته رسېږي. خو افغانستان یوازې د تودې جګړې ډګر ندی. دلته هر بل هیواد تلاش کوي، نیابتي جګړو ته هم دوام ورکړي، ایران د امریکا او داعش پر ضد له طالب څخه ملاتړ کوي، پاکستان او هند په سیالۍ کېوتې دي، روسیه د داعش پر ضد له طالبه ملاتړ کوي، د چین او امریکا سیالي بیا په اقتصادي او سیاسي برخو کې دوام لري.

د جګړې ډګر کې بریا، د مقابل لوري د روحیې کمزوري کولو، د خلکو را جلبولو او د سیاسي برلاسۍ لپاره تبلیغاتي او فکري جګړه هم روانه ده او هر لوری دا هڅه کوي چې د مقابل لوري د روحیې کمزوري کولو، د بریاوو ضعیف ښودلو او د خپلو لاسته راوړنو او کامیابیو برجسته کولو په هدف، په پراخو تبلیغاتو لاس پورې کوي. د همدغو اهدافو پوره کیدو او د لوبغاړو زیاتواليله امله نرمه جګړه نوي پړاو ته رسيدلې او هر لوری هڅه کوي چې که د مقابل جانب ماتولو توان ونه لري، نو حداقل خپل پلویان په اوسني شمېر کې وساتي. لوی هدف بیا دا دی چې د ټولو مخالفینو په ماتولو د تودې او کلکې جګړې سربېره، په نرمې جګړې کې هم میدان وګټي. خو بریا د هغه چا په برخه وي چې امکانات یې زیات وي.

امریکا د دغې جګړې لپاره فکري اساسات رامنځته کړي. دوی له لسیزو راپدېخوا د نرمې او فکري جګړې په اړه فکر کړی دی، بنسټونه یې جوړ کړي، رسنۍ په واک کې لري او ټوله هڅه یې دا وي چې څنګه، له کومو لارو او څه ډول عامه اذهان تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د خپلو وتلو په پلان کې تغییر راوستی، دا چې دوی په افغانستان کې د داعش پر ضد خپل عملیات شروع کړي، دا چې دوی هلمند ته خپل عسکر لېږلي، دا چې د پنټاګون مشر وايي د نامعلومې مودې لپاره امریکا په افغانستان کې پاتې کېږي او … دا ټول دیته اړتیا لري چې امریکایان لدغو سیاستونو سره مله وي. د امریکا مالیه ورکوونکی باید پدې پوه وي چې مالیه یې چېرې او څنګه مصرفېږي، امریکایی وګړی د جګړې په اړه وضاحت غواړي، امریکایي مور او پلار نه غواړي زامن او لوڼې یې په جګړو کې و وژل شي، دوی ته د افغانستان ۱۴ کلنه جګړه تر پوښتنې لاندې ده، دوی پر عراق برید ناسم ګڼي او حتی نه غواړي چې په وروستیو تحولاتو کې دې د امریکا ونډه زیاته وي؛ خو برعکس د امریکا حکومت او سیاستوال دا ټول څه غواړي. دا چې څنګه به امریکايي سیاستوال، امریکايي وګړي له ځانه سره همغږي کوي، ایا له تبلیغاتو پرته بله لار لري؟ زما ځواب منفي دی او د همدغو مواردو په پام کې نیولو سره، دا خبره بیځایه نه ایسي چې ټول تبلیغات افغانستان کې د حضور دوام لپاره دي.

د امریکا مسوولیت

د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه داسې تړونونه لاسلیک شوي چې پر اساس یې، دواړه هيوادونه د یوه بل پر وړاندې وجایب او مکلفیتونه لري. د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو تړون په چوکاټ کې دواړه هيوادونه پر اوږدمهاله ملګرو بدل شوي او په ترڅ کې یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. همداراز د کابل واشنګټن امنیتي او دفاعي سند پر بنسټ، د افغانستان دښمن پر وړاندې امریکا پر اقدام مجبوره ده او د ګډ دښمن لمنځه وړلو په موخه امریکا باید میدان ته راودانګي. د دواړو سندونو پر اساس، امریکا له افغان حکومت سربیره، له افغان ځواکونو هم ملاتړ کوي. د دغو ټولو مکلیفتونو په بدل کې، امریکا ته په افغانستان کې پوځي اډې ورکړل شوي دي.

که د یوې شېبې لپاره د جېمز کلپر څرګندونې تبلیغات ونه ګڼل شي او فرض کړو چې افغانستان واقعا له سیاسي سقوط سره مخ دی، دلته د امریکا مسوولیت څه دی؟ آیا یو ځل بیا د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر افغانستان ته شا کوي؟ د امنیتي سند او ستراتیژيکو همکاریو تړون برخلیک بیا څه دی؟ د امریکايي ځواکونو موجودیت د څه لپاره دی؟ ایا افغانستان به یو ځل بیا د نړيوالې ترهګرۍ پر مرکز بدل نشي؟ واضح ده چې د سیاسي سقوط پر مهال، د هرې کورنۍ، سیمه ییزې او نړيوالې بدبختۍ رامنځته کېدل شونې کېږي او دا دقیقا هغه څه دي چې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي او حتی د امریکا په بدنامۍ منتج کېدای شي. په نړيواله کچه د امریکا اوسني موقف، ځای ځایګي، سیمه ییزو او نړيوالو سیالیو او تاریخي میراث ته په کتو، په اوسنیو شرایطو کې قطعا امریکا حاضره نده چې د افغانستان د سیاسي سقوط ننداره چي و اوسي.

څه باید وشي؟

دا چې د نرمې جګړې په ډګر کې امکانات نلرو، نو تولید هم نشته. د رسنیو، فکري جنګ، تبلیغاتو او په مجموع کې د نرمې جګړې په برخه کې د تولیداتو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د نورو له تولیداتو په استفادې، مخاطب ته قناعت ورکړو او پر خپل لوري یې رامات کړو. دا چې تولیدات بهرني دي او د یوه خاص قشر لپاره چمتو کړی شوي، نو بلې جغرافیا، سیمې او هېواد ته په وردننه کېدو نوی رنګ خپلوي. پر دې سربیره چې د امریکا د ملي امنیت رئیس جېمز کلپر څرګندونې د امریکا دننه، کورنی مصرف درلود، افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا له امله هم ورته لمن ووهل شوه او ټولو هڅه وکړه چې په خپل زعم یې تعبیر کړي. پدې جریان کې هر لوري د خپل ذوق، غوښتنو، اهدافو او لیدلوری پر بنسټ د کلپر څرګندونو ته وکتل او هڅه یې وکړه چې خپل ذهني ترشحاتو سره یوځای یې خلکو ته وړاندې کړي؛ اما له اصلي پیغام څخه ډېر خلک یا منحرف شول، یا یې هم وغوښتل چې د همدې موضوع له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي.

پدغسې حالاتو کې دا مهمه ده چې د موضوع سرچینې ته په دقت سره وکتل شي، اهداف یې راوسپړل شي، د اهدافو او راتلونکو پلانونو په رڼا کې د دوی کړنې وڅېړل شي، غوښتنې یې په ګوته شي او د پر دې شاته مواردو ته نظر واچول شي. له همدې لارې شونې ده چې د پام وړ او مثمرې نتیجې ته ورسېږو. لدې پرته د ترکستان پر لور درومو او له انحراف سره مخ یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *