د نويکرونا «کویډ۱۹» وایروس د نړۍ اقتصاد، سیاست، کلتوري ډیپلوماسي او د حکومتولۍ طرز تغیر کړی دی. د نړۍ سیاسي و نظامي داغ مسایل څنډې ته سوي دي او یوه نړیواله سراسري بیره خپره ده. دا پانډمیک د نړۍ اقتصاد ځپي. چین که څه هم له دې وژونکي پانډمیک سره ښه مبارزه وکړله مگر له دې سره سره یې اقتصاد پر ملا ور کړوپ کړ، ځکه د نړۍ له ۵۰۰ لویو تولیدي کمپینو یوازې ۳۰۰ یې په پلازمینه بجینگ کې میشتې دي او له دې سربیره د تورزیم له کلني ۲۲۰ بیلیون ډالره عاید څخه دا کال تقریبا هيڅ نه ور پاتیږي او GDP به یې د ۰.۹ سلنې په کچه راولویږي.
په همدې بڼه د ټولو هېوادونو پر اقتصادي مناسباتو، سیاحت، روغتیا، کلتور، صادراتو-وارداتو اغیر کوي. د درملو، خوراکي توکو، سره زره، ماسکونو، حفظ الصحي و پاکوونو توکو او موبایلونو نرخونه به جگ کړي او د پټرولو، هوايي ټکټونو، غوښې او چای په گډون د نورو توکو نرخونه راغورځوي. هغه هېوادونه به ترې بریالي وځي چې د غوره انساني کلتوري زیربینا څښتنان او د صحي او خوراکي موادو د اسانه او پریمانه وړاندې کولو توانايي ولري.
که څه هم نه غواړم د ناهیلۍ خپرولو هڅه وکړم، خو متاسفانه زموږ د هېواد داستان تر نورو ملتونو ډېر تراجیډیک او له اندیښنې مالامال دی.
له یوې خوا زموږ پرانیستي او بېکنتروله پولې، له بله اړخه زموږ کلتوري نااهلتوب او د بحران سره جدي چلن نه اختیارول، د طالبانو ورځنۍ وژنې او دا چې له خلکو سره خو د ستونزې په حل کې مرسته نه کوي، خو وژنې او بریدونه يې لا جاري ساتلي- اوس له کومې ژاړي. داسي بېشرفه او ناانسانیته دښمن خدای د نړۍ په هیڅ مځکه نکړ پیدا، یوازې پر افغان خاوره مسلط دی. جالبه خو لا دا چې د عام افغان ولس درد او دې عمومي تشویش ته د زرې اندازه فکر نسې کولی خو د خپلو ځانمرگو او انسان وژونکو بندیانو د روغتیا غم ورسره دی او غواړي ددې حیلې له لارې فشار وارد کړي چې بندیان یې ور ازاد کړای سي.