هره ورځ له چاپي او تصویري رسنیو څخه د اداري فساد په باب ډول ډول مطالب اورو او یا یې لولو، خو د سیاسي فساد په باب هیڅ هم نه اوریدل کیږي په داسې حال کې چې دا فساد په ټولنه کې د ټولو فسادونو مور ده.

سیاسي فساد په ټولنې باندې د یوه او یا څو ګروپونو مونوپول (انحصار) او له سیاسي واک او اختیار څخه د خپلو شخصي، ګروپي ، حزبي او یا هم تنظیمي ګټو لپاره ناوړه ګټه پورته کول او په ټولنه کې حاکمو قوانینو ته درناوۍ نه کول او د هغوی تر پښو لاندې کولو ته وايي.

د سیاسي فساد اهداف:

– د قدرت یا واک ساتل او پراخول.

– په ټولنه کې د رسوخ او شهرت لاس ته راوړل.

– د قدرت او حاکمیت لا پسې ټینګول.

– د شخصي دولت، جایدادونو او شتمنۍ زیاتول.

– د شخصي، ګروپي ، ګوندي او تنظیمي ګټو ساتل.

– د مافیايي او یا تنظیمي جنایتونو تشویقول.

– د هېواد په درې ګونوقواو باندې حاکمیت او د مهمو تصمیمونوپه نیولو کې هغوی پخپله ګټه راڅرخول او داسې نور.

سیاسي فساد دوه شکله لري:

لومړی شکل: د دولتي مالونو او جادیدادونو غصبول یا غلا کول او همدارنګه په خصوصي سکټور کې د پراخو ونډو له امله د ډېرو پانګو لاس ته راوړل او د دولتي ځمکواو جایدادونو غصب، رشوت، اختلاص، د خصوصي کولو په پروسه کې خورد وبرد، د دولت له بودجې نه د انتخاباتو مالي ملاتړ او همدارنګه نور ډول ډول اقتصادي جرمونه ټول پدې کته ګورې کې راځي. باید ووایم چې  د کابلبانک لوټل د دې فساد ژوندې بېلګه ده.

دوهم شکل یې د قدرت او حاکمیت د ساتلو او لا پراخولو لپاره د انتخاباتو له لاري او همدارنګه په تصمیم نیولو باندې د تاثیرلرلو له لارې صورت نیسي چې بېلګې یې په لاندې ډول دي:

– د سیاسي ملاتړ رانیول.

– د آپوزیسیون او یا هم د احزابو د لیډرانو رانیول.

– په پارلمان کې په خپله ګټه د پیسو پذریعه د تصمیمونو رانیول.

– د قضايي او د تفتیشي اورګانونو را نیول.

– په ټاکنو کې درغلي کول او  د رایو رانیول.

– د دولتي بودجې او همدارنګه په انتخاباتو کې له قدرت څخه ناوړه استفاده.

– د رسنیو رانیول او داسې نور…

دې فسادونو زموږ په ټولنه کې ژورې ریښې ځغلولې دي او ولسمشر اشرف غني په دې ډېر ښه پوهیږي.  پوښتنه دا ده چې ایا دی به په یوازې ځان وکولی شي چې د دې فسادونو ریښې له بېخه وباسي؟ له بده مرغه چې دا کار په اسانه او په لنډ وخت کې ممکن نه دی. ولسمشر د دې کار لپاره د خلکو د مرستې او همکارې تر څنګ وخت ته هم اړتیا لري. راځئ چې د خپل ولسمشر شاته ودریږو او په ټولو مهمو او حیاتي مسلو او تصمیمونو کې د ده ملاتړ وکړو او په تطبیق کې یې فعاله ونډه واخلو. که نه له خطره ډکه راتلونکې راته سترګې په لار ده.

ماخذونه: ویکیپېدیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *