ټولنیز ساینس

Political Philosophy

سیاسي فلسفه د مختلفو موضوع ګانو لکه سیاست، ازادۍ (liberty)، انصاف (justic)، ملکیت (property)، حقونو (rights)، قانون (law) او د چارواکو لخوا د قانون د اجرا یا پلي کولو مطالعه ده. سیاسي فلسفه دا مطالعه کوي چې پورته یاد شوي څه دي، ولې دي، ایا اړتیا ورته شته کنه، د کومو ازادیو او حقونو ساتنه باید وکړي او ولې یې وکړي او کوم شکل باید واخلي او ولې یې واخلي، قانون څه ده او یو ښاروند باید کومې چارې ترسره کړي، سیاسي فلسفه د سیاست په اړه عامه نظر، ځانګړو اخلاقو، سیاسي چلند او سیاسي باور ته رجوع کوي. سیاسي فلسفه د سیاسي ایډیالوجۍ مترادفه کلیمه ده. سیاسي فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده او ځینې خلک فکر کوي چې د سیاسي ساینس یو فرعي دیسپلین ده. پورته یادو شوو تحقیقاتو یا فلسفې ته سیاسي تیوري یا نظریه (political theory) وایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *