اوس تازه له چاپه راوتلی ( سیاسي فلسفه څه شی ده؟ ) اثر په هلمند کي د
شریف الله دوست سرواني په زیار لیکل سوی څېړنیز نښیر دی چي په دې ورځو کي
یې د چاپ کار خلاص سوی.
د کتاب په ۱۴۰ مخونو کي د سیاسي فلسفې ګڼ موضوعات اوډل سوي.
کتاب د ۱۰۰۰ ټوکه په تیراژ د مومند خپرندوی ټولني لخوا په ننګرهار کي په
ښه کیفیت او غوره صحافت چاپ سوی.
شریف الله دوست سرواني تر دې وړاندي د هلمند نومیالي په نوم د کتاب
لومړی ټوک لیکلی او چاپ کړی چي له خورا تود هر کلی سره مخ سو.
په وینا یې هڅه کوي په علمي او څېړنیزه برخه کي نور اثرونه هم ډیر ژر د
چاپ تر پولو ورسوي.
