کله چی د حکومت وسله وال په افغانستان کی بریدونه پیل کړي د حکومت سیاسي مخالفین یی د بریدونو د سیاسي نقد په بڼه له ذبیح الله مجاهده مخکی په رسنیو کی دغه خبرونه نشر ته سپاري، په داسی حال کی چی د حکومت وسله وال مخالفین هم په حکومت د فشار راوړلو لپاره دغه بریدونه د سیاسي مخالفینو د غږ پورته کولو په خاطر کوي.

د حکومت سیاسي او وسله وال مخالفین دواړه په افغانستان کی د یوه متمرکز نظام شتون د ځان لپاره خطر بولي، وسله وال مخالفین په دی خاطر د قوي مرکزي حکومت د منځ ته راتګ مخالفت کوي چی د افغانستان اقتصادي او سیاسي قوت په افغانستان کی د هغوئ د ملاتړو هیوادونو ستراتیژیک عمق له منځه وړلی شي، د حکومت سیاسي مخالفین هم د غیرمتمرکز نظام چغی وهي چی پدی سره غواړي د حکومت دارۍ د آسپ پړی یی تل په لاس کی پاتی شي.

د حکومت وسله وال مخالفین د حکومت ځواکمنې څیرې وژني خو د حکومت سیاسي مخالفین دغه خدمت ګارې څیرې په خیانت متهموي.

د حکومت سیاسي مخالفین هم د حکومت د پرځولو ګواښونه کوي او د حکومت وسله وال مخالفین د ټوپک په زور دغه چاره پرمخ بیايي.

د حکومت وسله وال مخالفین اساسي قانون نه مني خو د حکومت سیاسي مخالفین هم د اساسي قانون له ډيرو مادو انکار کوي، کله افغانیت نه مني، کله ملي ارګانونه بدناموي او کله د اساسي قانون مطابق د واحد نظام پر وړاندی د غیر بسیط حکومتونو چغې پورته کوي.

د حکومت وسله وال مخالفین د حکومت د اوسنیو سیاسي مخالفینو په موجودیت کی، چی دغه سیاسي مخالفین له اوسنیو وسله والو مخالفینو سره جنګیدونکي وو له همدی امله له حکومت سره نه یوځای کیږي او د حکومت سیاسي مخالفین هم له دغو وسله والو مخالفینو د نظام سره د یوځای کیدو ویره لري، چی دواړه ډلو د یوه ښه افغان حکومت د منځته راتګ مخه یی په خپلو مخالفتونو ډب کړی ده.

د حکومت سیاسي مخالفینو د افغانستان د بیت المال په غلا کولو د لوړو قصرونو او کاروبارونو څښتنان شول، پدی معنی چی د افغانستان د محتاج ساتلو لپاره یی د افغانستان له جیبه پیسی اخیستی؛ پداسی حال کی چی وسله وال مخالفین هم د یوه محتاج افغانستان لپاره جګړی ته دوام ورکوي.

د حکومت وسله وال مخالفین له افغان حکومت سره د سولی خبری نه کوي بلکه له امریکا سره د خبرو غوښتونکي دي په داسی حال کی چی د حکومت سیاسي مخالفین هم د حکومت هر سیاسي جنجال ته د سپینې ماڼۍ منځګړیتوب غواړي.

د حکومت سیاسي مخالفین حکومت په قومپاله تورنوي، د حکومت وسله وال مخالفین دغه حالت ته د شدت پوکی وهي.

هیله ده چی د حکومت سیاسي مخالفین د اپوزسیون دموکراتیک چوکاټ زده کړي، ترڅو ځان له نرم دښمنه حالت څخه راوباسي.

One thought on “سیاسي مخالف او وسله وال مخالف یو ډول بلا ده | حکمت الله رښتین”
  1. رښتین صاحب ډیره مننه ښه موضوع مو په نښه کړیده، د افغانانو په نظر دغه دوه ډلی افغان ضد او ناقیصه سیاستوال به هیڅکله مساوی بلاوی نه وی، افغانان په دیی فکر دی چه وسله وال مخالفین بلاګانی دی، او دغه نور هم بلاګانی دی او هم اوباګانی دی.

    ځکه دغه نور د یوی خوا حکومت خوری او د بلی خوا حکومت پرځوی.

    ځکه دغه نور هم پټی دسیسی او وژنی کوی، بیا دغه دسیسی او وژنی په حکومت او وسله والو مخالفینو اړوی. ښه مثال یی د حاجی عبدالقدیر، ملا ارسلا رحمانی، ډاکتر عبدالله لغمانی، د ترانسپورت وزیر ډاکتر عبدالرحمان او نورو مشرانو او کشرانو وژنه ده.

    ځکه دغه نور هم دافغانستان ملک او حکومت خوری، مګر بیا نه افغانستان، نه افغان او نه دافغانستان موجوده حکومت منی.

    خدای ج دیی افغانان ددغی بلاګانو او د دغی نورو یو څو بلاګانو او اوباګانو څخه خلاص کړی.

    تل دی وی د افغانانو دټولو ورونو قومونو یووالی لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، پشه یی، نورستانی، ایماق، بلوڅ، ګوجر، براهوی، هندوان، سیکان او نور….. ورونه قومونه.

    مړه دی وی دافغانستان د پاکی خاوری دښمنان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *