دوه لارې

د ښوونځي وروستی کال مو و، ورځپاڼې کې مې لیکنه خپره وه. لیکنه سیاسي وه، دا چې دا مې په رسنیو کې لومړنی لیکنه وه نو ځکه ورته خوشاله وم، ورځپاڼه مې په ډیرې خوښی و پیرله او ښوونځي ته مې له ځان سره راوړه، تر دې په چټکی تر ښوونځي راغلی وم چې په لاره کې مې ملګرو ته هم پام نه و شوی چې وروسته یې راته ګیله هم و کړه. ورځپاڼه مې نیغ ټولګي ته راوړه او د کتابو په منځ کې مې کیښوده. د تفسیر استاد مو د یوه ګوند لوړ پوړی غړی و، سیاسي مخینه اوږده او په اسلامیاتو کې یې ماسټرې وه. زه چې د نمرو له مخې د ښوونځي له مخکښو زده کونکیو څخه وم ، ډیر کله به یې په مادي او معنوي ډالیو نازولم. ځان سره مې ټاکلې وه چې کله استاد ټولګي ته راغی له درس مخکې به لومړی ورته خپله لیکنه ښییم، ډیر به راته خوشاله شي. لنډه دا چې استاد ټو لګي ته راغی، له درس مخکې یې په ما سترګې و لګیدې، راته یې وویل: څنګه نن ډیر خوشاله ښکارې؟ څه خبره خو خامخا شته. مسکی شوم، ورځپاڼه مې ورکړه، خپله لیکنه مې ور وښوده، عنوان ته یې و کتل، بیا یې ماته مخ را واړاوه، اوس به درس ووایو وروسته به دې لیکنه ولولم سمه ده؟. درس یې شروع کړ، له تشریحاتو وروسته د صنف پر څوکی کښیناست، ورځپاڼه یې خلاصه کړه، لیکنه یې ولوسته. تر لوستو وروسته یې راته شاباسۍ راکړ، ظاهرا یې و هڅولم، بیا یې زیاته کړه: آخر ساعت مې خالي دی، بیا ادارې ته راشه، هلته در سره څو خبرې لرم. همداسې مې وکړل، ادارې ته ورغلم، په مخامخ څوکی یې د کښیناستو راته وویل، په خبرو پیل شو لومړی یې زما د تشویق لپاره راته کړه : ښکلې لیکنه وه، ښه تحلیل و، خو پوښتنه را ته دا وه چې سیاست سره دې پدې وخت ولې مینه پیدا شوې ده؟ څنګه دې سیاسي لیکنو ته شوق شوی؟ ما ورته خپل ځوابونه وویل خو قناعت یې و نکړ، بیا یې زیاته کړه:

دا وخت دې د سیاسي لیکنو ندی، اوس باید ستا ټول تمرکز پدې وي چې څنګه خپله وړتیا لوړه کړې، څنګه خپل تحصیلات و غزوې او څنګه له ځانه یو تکړه مسلکي کدر جوړ کړې هغه وخت چې ته د سیاسي موضوعاتو تحلیل ته ور کوې هغه باید د خپلې وړتیا په لوړولو کې و کاروې، او که یې لیکنې ته ور کوې نو بیا علمي او معلوماتي لیکنې و کړه، معلومات به دې هم زیات شي او تر څنګ به یې مطالعې ته و هڅول شې. ته چې کله یو کلک مسلکي/ تخنیکي شخص شوې بیا نو سیاست تاته ضرورت لري، خلک درته ضرورت لري او ټول سیاسي ګوندونه به تاته لیواله وي چې ته یې یو غړی واوسې، هلته به بیا ته یو ویاړ وې. خو که درنه پاتې شول بیا نو شاید په ژوند یو ناکام شخص و اوسې. استاد ډیرې نورې خبرې هم و کړې خو هغه وخت چې مو د نوي ځوانۍ کلونه و د استاد پر خبرو مو ډیر سر نه خلاصیدو خو اوس چې د لسانس دورې هومره کلونه پرې تیر شوي واقعا استاد راته برحقه ښکاري. اوس راته تر هر څه ډیر دا اړتیا محسوسیږي چې سیاسي شخص باید ډیره پوهه و لري، ځکه هغه د یو ملت د حقونو لپاره مبارزه کوي، د یو ملت د ښیګڼې او نیکمرغي لپاره هڅه کوي چې دا منډې تر ړې پرته له پوهې نه ترسره کیږي.

تاریخ هم راته دا خبره کوي چې نا مسلکي سیاسي چارواکو ډیر کله ماته خوړلې، ژر یې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ور کړي او په ناکامو هغو بدل شویدي.په تاریخ مضمون کې مو لوستي چې کله رومیانو د وسلې په زور له یونیانو د نړۍ واکمني تر لاسه او خپله امپراطوري و غزوله، نو چې پیاوړي مسلکي تخنیکي خلک یې نه درلودل د یونیانو خیر ته کښیناستل، یونانیان یې دښمنان ول، جګړه یې ورسره کړې وه اود هغوی واکمني یې ور نسکوره کړې وه خو مجبوره و چې په سیاست او د حکومتوالی په مهمو چارو کې ترې مشورې واخلي، ځکه رومیانو دغه ظرفیتونه نه لرل او یونانیانو په علم او فرهنګ کې د هغه عصر په ټولو ملتونو مخکي و.تاریخ پوهان وايي چې د رومي امپراطورۍ همدې خلا رومیانو او رومي ژبې ته ستر زیان واړاوه تر دې چې رومي ژبه د تالیف او کتابت څخه باالکل پاتې شوه او رومیان ټیټې سترګې یوناني پوهانو ته کښناستل چې چارې یې ور سمې کړي.

نن سبا زمونږ په افغاني ټولنه کې سیاست مود ګرځیدلی، ډیر ځوانان پدې هڅه کې دي چې په سیاست کې ځان ګډ کړي او له مزایاوو یې برخمن شي، ځیني بیا پکې تر دې مخکې و لاړ شي چې د ژوند لومړیتوبونه ترې پاتي وي او خپله ټوله توجه یې همدې لور ته اړولي وي. وروسته چې که د همدې منډو ترړو له برکته چوکی ته ورسید نو نه یواځي پکې ښه نه شي ځلیدلی، بلکه تر ډیره فساد ته مخه کوي، ځکه ډیري یې د وړتیا د نه لرلو له مخې داسې فکر کوي چې خدا زده دا چوکی یې بیا نصیب شي هماغه ده چې نه یوازي خدمت نشي کولی بلکه سوکه په ژوند په یوه ناکام شخص بدلیږي. اما یو مسلکي سیاسي په خلاص مټ خپلو خلکو ته تر ټولو ښه خدمت کولی شي چې د خپلو خدمتونو له امله په ټولنه کې هم ځانته دروند نوم ګټي او هم خاص ځای پیدا کوي. د چوکی د بایللو ویره هم ور سره نه وي ځکه په خپلې وړتیا باور لري او پوهیږي که دا پوست نه وي سل ځایه نور کار کولی شي او پدې توګه په ژوند کې د یو بریالي سیاستمدار په توګه را دبره کیږي. د نړۍ د حکومتونو تجربو ښودلې چې د نامسلکي خلکو ګمارنه ملتونه لسیزې لسیزې په شا وړلی شي او په بیشمیره بدبختیو یې اړولی شي.

یو لویدیخوال عالم وايي: په معاصرې نړۍ کې د بریالیو ګوندونو ډیر تمرکز پدې دی چې خپل ځوان غړي مسلکي کړي، بیلابیل امکانات ورته برابر کړي، ویې هڅوي او له پیله دا خبره په ذهن کې ور کښینوي چې یو نامسلکي سیاستمدار نه ځان او نه هم ټولنې ته اغیزمن کیدای شي بلکه پر ځای یې که قدرت ته ورسیږي ولس او هیواد له بیلابیلو ستونزو سره مخ کولی شي.

په نړۍ کې د ناکامو هیوادونو یو تر ټولو اساسي بدبختي همدا یادیږي چې سیاسیون یې ډیر تخنیکي یا مسلکي خلک ندي نو ځکه نشي کولی د خپلو خلکو په ژوند کې بدلون راولي او هیواد له ستونزو نه و باسي. د نړیوال بانک راپورونه کاږي چې په ناکامو هیوادونو کې د نا مسلکي حکومتي چارواکو یا سیاسیون شتون ددې لامل دی چې نه پریږدي دغه هیوادونه د پرمختګ لپاره اغیزمن پلانونه برابر او هیواد له بحران نه د پرمختګ پر لوري بوزي. دغه نړیواله اداره د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د یو شمیر نورو هیوادونو ترڅنګ مالیزیا او ترکیه یادوي او وايي چې مسلکي سیاسي څیرو پکې وکړای شول چې خپل هیوادونه نه یوازي د پرمختګ پر لوري روان کړي بلکه تر څنګ یې ورته د پرمختللو هیوادونو په کتار کې ځانګړی ځای ځایګی و مومي .

اسلام بیا د امارت لپاره تر ټولو اساسي شرط علم او پوهه ګڼي تر دې چې آدم علیه السلام یې په همدې ځانګړنې د ځمکې خلیفه کړ. یوسف علیه السلام د همدې پوهې له لارې له زندانه خلاص او امارت ته ورسید. که په لنډو یې ووایو د دې کایناتو ستر ذات د ځمکې خلافت په پوهې پورې تړلی ګڼي، همدا ځانګړنه وه چې الله جل جلاله پرې د ملایکو استدلال ځواب کړ او پر هغوی یې د انسان لوړوالی و مانه.

لنډه دا چې اوس مو دا مسؤلیت جوړیږي چې په کوچنیانو او ځوانانو کې له پیله دا روحیه غښتلي کړو چې لومړیتوب باید مسلک ته ور کړل شي، تر څو چې کولی شي پدې برخه کې ژور ولاړ شي، له هرې لارې دې خپل علمي پانګه بډایه کړي او د خپل وخت له هرې ممکنه شیبې څخه دې د خپلو وړتیاوو په لوړولو کې ګټه واخلي. د سیاسي او اصلاحي ټولنو، ګوندونو او نورو مجتمعاتو مشران دې هڅه و کړي چې خپل غړي او رضاکارانو ته د داسې مناسبو فرصتونو د رامنځته کولو تر څنګ د هغوی په تحصیلاتو او وړتیا لوړولو زور واچوي او دغه روحیه دې پکې پراخه کړي. پلرونه اود کورنۍ د نورو با نفوذو غړو مسؤلیت هم جوړیږي چې پدې اړه خپل فرض ادا کړي. راځئ د خپلې ټولنې د پرمختګ او تلپاتي نیکمرغی لپاره دا موضوع په عامه ذهنیت واړوو او سوکه سوکه په ټولو دا ومنو چې د ځان ژغورنې او هیواد ژغورنې یواځنی لاره همدا ده او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *