د (سیاسي ګوندونه او ګوندي نظامونه) کتاب چې ښاغلي نظیم سمون لیکلی دی، تازه چاپ او خپور شو.
د سیاسي ګوندونو او ګوندي نظامونو په اړه دغه کتاب په دریو برخو او لسو فصلونو کې لیکل شوی دی. لومړۍ برخه یې د سیاسي ګوندونو په اړه لیکل شوې چې د ګوند له تعریف څخه نیولې د هغه تر تشکیلاتي جوړښت پورې مسایل په کې څېړل شوي دي. دویمه برخه یې د ګوندي او ټاکنیزو سیستمونو په اړه ده، په دې برخه کې په نړۍ کې مروج ګوندونه او ټاکنیز نظامونه د هغو له عملي مثالونه سره څېړل شوې دي. همدارنګه درېیمه او وروستۍ برخه یې عملي او تطبیقي بحث ته ځانګړې شوې ده، په دې برخه کې په اسیا، اروپا، امریکا او اسټرالیا کې د یو شمېر ګوندونو پر ځانګړنو، ګوندي فعالیتونو او ټاکنو خبرې شوې دي.
د درېیمې برخې په وروستي څپرکي کې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر تاریخي شالید، فعالیتونو او په دې برخه کې پر ننګونو خبرې شوې دي.
کتاب همدارنګه په وروستیو پاڼو کې درې ضمیمې هم لري، چې د جدول په بڼه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مروج ګوندي او ټاکنیز سیستمونه په کې مشخص شوي دي.
