په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د دوو جهادي تنظیمو (اسلامي جمعیت او ملي اسلامي جنبش) تر منځ ډېر بد کشمکش روان دی او دا زموږ د هیواد لپاره د زهر قاتل غوندې ګواښ پېښوي؛ زموږ د دغه تشویش په وړاندې ممکن له دوه ډوله اعتراضو سره مخ شو:

یوځیني لوستونکي به ووایي چې د سیاسي ګوندو تر منځ سیاسي اختلافات خو بېخي طبیعي کار دی او په دې باب اندېښنه د ګوند و سیاست له وجودي منطق سره هیڅ سر نه خوري، دا دلیل سم دی مګر دلته مسئله بله ده، هغه دا چې د دغو دوو ډلو تر منځ ربړه تر سیاسي سرحد اوښتې او د تل په څېر نظاميتقابل ته رسېدلې ده، د فاریاب ولایت په المار ولسوالې کې یې تر شلو تنو مرګژوبلې پورې یو د بل وینې بهولې دي او په ترڅ کې یې د جنبش جنګیالیو له خوا د جمعیت ډلې د ځوانانو مسؤل زمان الله قاطع وژل شوی دی او لاهم د دواړو غاړو جګړمار یو دبل په مقابل کې ګوته پر ماشه او د تکبیر چیغې تهاماده ناست دي؛ د جمعیت اسلامي اړخ پر دا بل تور لګوي چې له طالبانو سره یې د دوی پر ضد لاسونه یو کړي او پر سنګرو یې ور ختلي دي؛ دوی د دوستم توپکمارو مړو ته مردار او خپلو هغو ته شهیدان وایي؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت تنظیم مشر ښاغلي صلاح الدین رباني او د دغېډلې بل مشر غړي او اجرائیه رئیس محترم ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپلو دغو شهیدانو اوښکې توی کړي او په دې باب یې د عدالت غوښتنه کړې؛ د انصاف غوښتنه یې حیرانوونکې په دې ده چې که رشتیا د قانون د تطبیق خبره شي نو قانون خو صریح حکم کوي چې دغه دواړې نظامې ډلې دې له منځه ولاړېشي. داسې چې:

«پنځه دېرشمه ماده:

دافغانستان اتباع حق لري د قانون له حکمونو سره سم، سیاسي ګوندونه جوړ کړي، په دې شرط چې:

۱د ګوند مرامنامه او اساسنامه د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو او په دې اساسي قانون کې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وي؛.

۲د ګوند تشکیلات او مالي منابع څرګند وي؛

۳نظامي او نظامي ډوله تشکیلات او هدفونه و نه لري:

۴له بهرنیو سیاسي ګوندونو یا نورو بهرنیو منابعو سره تړلي نه وي:

د قوم. سیمې، ژبې او فقهي مذهب پر بنسټ د ګوند جوړول او فعالیت کول جواز نه لري

دلته څرګند وینو چې دغه دوه جنګېدونکې+ ټول جهادي تنظیمونه او اکثریت نور په عدلیه وزارت کې ثبت ګوندونه د افعانستان د اساسي قانون له دغو صریح نصوصو سره صریح ټکر لري؛ اول یې نه یوازې مالي سرچینې څرګندې نه دي بلکې ډېر یې ښکاره له بهره تمویلیږي، دوهم یې تشکیلاتي جوړښتنیمه څه چې بېخې یو مخ  پوځي دی، درېیم یې قوم، ژبه، سیمه او مذهب بېخ جوړوي، مثلاً: کله چې تاسو د جمعیت اسلامي نوم اورئ نو اتومات مو تاجک په ذهن کې در ګرځي، چې حزب وحدت اسلامي در یادیږي نو شیعه او هزاره در یادیږي، چې جنبش مو تر غوږ کیږي نو له ازبک پرته بل تصور نهشئ کولای، چې افغان ملت لولئ نو له پښتون ماسیوا بل څوک نه وینئ او حزب اسلامي هم مانا سني پښتون.

دوهښایي بله کټګورې منتقدین ګوته راته وڅنډي چې موږ خو ویل چې سیاست مانا درواغ او ګوند یانې د وطن ورانول او خرڅول، اما دا تاسو د ودان افغانستان ګوند متعهدین لګېدلي یاست او حزب د یو ملت لپاره آب حیات بولئ.

هو! موږ اوس پر خپله داعیه لا ټینګ شوي یو، د ولسمشر د لومړي مرستیال ستر جنرال دوستم او د بلخ ولایت سرپرست جنرال عطا محمد نور نظامي تقابل و شواخون په افغانستان کې د واقعي سیاسي احزابو جوړېدو او علميسیاسي کلتور د تعمیم لپاره د یوه زبردست دلیل په توګه وړاندې کوو؛ داسې چېموږ همېشه ویلي چې ډیموکراسي پرمختګ، تمدن او انساني معراج ته د رسېدو لپاره تر ټولو عالیترین سیاسي فرهنګ دی او دا فرهنګ له رشتینو علميقانوني ګوندو له ایجاد پرته ریښې نه شي غځولای، دا هغه ازمویل شوې نسخه ده چې په پنځو حواسو فلج انسان یې هم له حیاتي ارزښته انکار نه شيکولای؛ موږ خو په تېرو څلورو لسیزو کې د سیاست په نوم یوازې ملي ضد او وطن پلورونکې معاملې او د ګوندو په نوم د پردیو له خوا او بېګانوو د ضرورت پر بنسټ اووه په پاکستان او اته په ایران کې زېږول شوي جنګي تنظیمونه تجربه کړي؛ فاجعه خو لا دا چې خارجي دوښمن له یوې خوا د خپلو ګټود تامین او تضمین لپاره جهادي ډلې د حزبو په نوم جوړې او سل په سل کې یې داسې استعمال کړې چې په سل کې یې یو هم تاوان و نه کړ او له بله اړخه چې(د لېونۍ ارمان پوره شو) نو یې د جهاد او تنظیم په نوم د خپلو مستعملو حلقو او څېرو په رسوا کولو سره د هیڅ ډول نزاکت ضرورت و نه لید او نهیې د هیڅ رنګه شرم و حیا احساس وکړ؛ په دې رسوایانو سره یې د افغان ولس په جمعي شعور کې سیاست منحوس او ګوند هم ګند معرفي کړ خو د افغانستان شعوري قشر مجبور و مکلف دی چې په زهرو ور لړل شوې د ژوند اوبه له سره فلټر او خپل مملکت و ملت ور باندې وژغوري او د ملي ژغورنې داسیاسي مبارزه د و.ا.ګ له خوا د ملي ایمان په ټوله ژمنتیا سره روانه ده.

په وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي سره د سولې خبرو په سلسله کې داسې امیدوارې ښوول کیږي چې ګوندې دغه جګړه مار تنظیم نور له ترور او وحشت څخه لاس واخلي او د سولې و سیاست لار په خوله ور کړي خو موږ فکر کوو، هغه په قتل و قتال معتاد تنظیمي بانډونه چې بشري کشتارو خشونت یې وجودي ضرورت دی او په خپل ټول تاریخ کې د سولې، سلا، صمیمیت او انساني فعالیت یوه کرښه هم و نه لري نو له هغو څخه د علمي، ولسواک او ماډرن سیاست هیله لرل د اوبو پر سر کرښې کښل دي.

د جمعیت او جنبش د خونړي جنجال په باب پر اساسي قانون د څار کمیسیون له عدلیې وزارته غوښتي چې د دغو دوو په اصطلاح حزبو د تشکیلاتو او نظامي فعالیتو ارزونه وکړي، دوی ویلي چې د وسلوالو ځواکو لرل د سیاسي ګوندو د انحلال سبب کیږي؛ که څه هم د فساد په دغه نړیوال رسوا بازار کې لهدغو دوو جنګسالارو جریانو سره د عدالت توقع نه کیږي خو و به ګورو چې عدلیه وزارت له دغې تر لمر روښانه موضوع سره څه ډول عدالت کوي اما زموږ ځوان وطنپرست سیاسي نسل یو پوهنتون درس ځنې اخیستای شي.

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۹ مه / پرلپسي ۸۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ جوزا /۱۲/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *