تاسو ولیدل، هغه ډله چې په کور دننه یې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه تحریم کړه، د سولې په پلمه مسکو او اسلام اباد غونډو کې ګډون کوي او په دې سره غواړي یواځې له حکومت خپل شخصي غچ واخلي.

اسلام اباد کې د سیاسیونو غونډه کومه نوې خبره هم نه ده او نوې خبره ده هم، همدې ډلې دیرش کاله وړاندې په همداسې یو سټیج اوه تنظیمونه جوړ کړل او بیا یې د افغانستان لپاره د ورانولو طرحه له اسلام اباد واخیسته او کابل یې لوټي لوټي کړ.

نن یو ځل بیا همدا ډله په اسلام اباد کې ناسته ده او د افغانستان په سرنوشت خبرې کوي، په داسې حال کې چې همدا ډله په افغانستان کې رټل شوې او پلورل شوې ډله یادیږي چې هیڅ کله د افغانستان او افغانانو غم ورسره نشته.

جالبه دا چې د دې ډلې ګډونوال بیا د افغانستان په نقشه خبرې کوي او د ډيورنډ پر کرښه پاکستان سره خبرې کوي چې دا موضوع باید یو لوري ته شي، عطامحمد نور خبرې کړي چې د اوبو او ډيورنډ موضوع دې یو طرفه شي، په داسې حال کې چې دا صلاحیت د حکومتونو نه دی او ولسونه یواځې صلاحیت لري چې دا پریکړه وکړي.

دا پلورل شوي جاسوسان اوس هم په دې فکر دي چې ګنې دوی نفوذ لري او هر هغه څه چې دوی وایي او غواړي يې ترسره کیږي به او یا فکر کوي چې افغانان د نویمو کلونو دي او د دوی په خبرو به تیر وځي.

د سولې او اړیکو جوړولو هر ډول هڅو ملاتړ او هر کلی باید وشي، خو دا چې څوک له کوم ادرس څه ډول خبرې او اړیکې وپالي دا پکې باید مالوم وي، نه داسې چې صلاحیت او سټيج څومره دی او خبرې او دریځ کوم ځای کې نیول کیږي.

پاکستان د افغانانو ازلي دښمن دی او هیڅکله نه غواړي په اړیکو جوړولو باندې خپلې ګټې له لاسه ورکړی، پاکستان په دې اعتراف کړی چې افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره ترهګرې ډلې روزي او جنګوي يې، نو تر دې بل لوی ثبوت چرته دی.

ایا دې ډلې له پاکستان وغوښتل چې نور د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلئ، نور افغانان ژوند ته پریږدئ، نور افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه قایل شئ، نور پردې جنګونه زموږ په خاوره کې مه کوئ، نور افغانان خپل منځو کې سره مه جنګوئ، خو دې ټولې ډلې کې هیچا دا جرت و نه کړ په ښکاره دا هر څه پاکستان ته وايي چې تاسو سره څنګه او په کومو شرایطو اړیکې وپالي او دوستي درسره وکړو.

د افسوس ځای همدا دی چې دا هر یو یې د خپلو ګټو او ځان مطرح کولو لپاره تللی و او د افغانستان او افغانانو درد ورسره نه و، که دا درد ورسره وی، نو پرته له کوم ډار به یې پاکستاني چارواکو ته هر څه ښکاره ښکاره ویلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *