له نږدې دوو کلونو راهسیې په ځینې چاپي او پرلیکه(انلاین) رسنیو کې د سیاستوال پرځای له سیاسیون کلمې سره مخ کېدلم، وېرېدلم چې هسې نه نورو ته هم دغه کلمه خپره نه شي. وېره پر ځای وه، همداسې وشول، تېره اونۍ دوه لیکنې وې، چې په سرلیکونو کې یې هم سیاسیون کلمه راغلې وه.

ما چې د اوسنیو نامي لیکوالو څومره لیکنې یا کتابونه لوستي دي، په لیکنو کې یې له سیاسیون کلمې سره مخ شوی نه یم، خو له موږ څخه په بېلو شویو لیکوالو کې مې یوازې د استاد صدیق روهي په( ادبي څېړنې) کتاب کې څو ځایه سیاسیون کلمه لوستې ده. سیاسیون عربي جمع ده او له سیاسي مفردې کلمې جوړیږي. هغه چا ته ویل کیږي چې سیاست یې دنده وي، لا هم په سیاست کې ښکېل وي.

ارواښاد استاد روهي ممکن دا کلمه نېغه له عربي اخیستې وي، که داسې نه وي، نو په ادبي څېړنې کتاب کې ارواښاد له ایراني کتابونو هم استفاده کړې ده، ښايي له هغوی په اغېز یې سیاسیون کلمه کارولې وي. ایرانیان د سیاستوال او سیاستوالو لپاره سیاسیون کلمه کاروي، له سیاسي مفردې کلمې جمع په ون جوړوي. اصلاُ په فارسي کې (ون) د جمعې نښه نه ده، خو دوی د (ین) په څېر دا کلمه هم له عربي اخیستې ده. د ایران اوسني ژبپوهان وايي، چې له فارسي مفردو کلمو د جمعې جوړلو په صورت کې دې له عربي (ین) او (ون) استفاده نه کیږي، پر ځای دې یې فارسي نښې وکارول شي.

موږ چې د سیاستوال کلمه لرو، پکار نه ده چې سیاسیون وکاروو، له سیاستوال څخه د دې کلمې د غوره والي لپاره هم څه نه وینم، خو نیمکړتیا یې دا ده چې که څوک په رادیو یا تلوېزون کې متن لولي د سیاسیون پر ځای سیاستوال ښه ویلی شي، ځکه په سیاسیون کې غږ ټیټیږي، خو په سیاستوال کې پخپل حال پاتې کیږي.

دا یادول هم ضروري دي چې په پښتو کې سیاستوال د مفرد او جمع دواړو لپاره کارول کیږي، لکه چې پکتیاوال، ټلوال، لیکوال او نور هم د مفرد او جمع نومونو لپاره یو شان راځي. که څوک د جمع په حالت کې له سیاستوال څخه سیاستوالان جوړوي، داسې تېروتنه کوي، لکه له پکتیاوال، ټلوال یا لیکوال څخه چې پکتیاوالان، ټلوالان او لیکوالان جوړوي.

پای

One thought on “سیاسیون که سیاستوال؟ – غزانور غزا”
  1. باید پشتانه دخپلی ژبی لپاره کار وکري نه له پرادیو لپاره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *