تاند- پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف نن /یکشنبه/ د شهید اوونۍ په مناسبت غونډې ته په وینا کې له افغانانو د یووالي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د قوم او مذهب په نوم د دښمنانو دسیسې ته متوجې واوسي.
د افغانستان د دعوت ګوند مشر وویل«د افغانستان کورني او بهرني دښمنان غواړي چې د سُني او شیعه، پښتون او غیرپښتون او یا ځینو نورو اختلافي مسلو د افغانانو په منځ کې نفاق پیدا کړي.»
سیاف، چې د افغانستان د ثبات او حراست شورا مشر هم دی، زیاته کړه؛ د دشت برچي وروستۍ حمله یوازې پر شیعه ګانو نه وه بلکې د افغانتسان د مسلمانو خلکو پر یووالي برید و.
د سیاف په وینا تروریستان هڅه کوي چې اسلامي مذهبونه له یو بل سره مخامخ کړي خو خلک به په یووالي او پیوستون د دښمنانو د دې دسیسې په وړاندې ودرېږي.
عبدالرب رسول سیاف له افغانانو وغوښتل چې عزت او درنښت یې په یووالي کې نغښتی او د قومیت په نوم د ګاونډیو هیوادونو هڅو ته پام ونه کړي.
ده د افغانستان په چارو کې لاسوهونکو ته خبرداري ورکړ، ویې ویل«هغو کسانو ته، چې له بهره مداخله کوي چې زموږ هیواد او ملت ویجاړ کړي، زما پیغام دا دی چې په خدای قسم خورم چې بدل به ورڅخه واخلو.»
استاد سیاف د خپلو خبرو په دوام کې وویل«زما بل پیغام د هغوی تالي څټو دی، که دا ستونزې حل شي، تاسو ته به د بهرنیو هیوادونو اړتیا ختمه شي او بیا به تر ټولو په منفورو کسانو بدل شئ، نو ښه دا ده چې سر له اوسه د پردیو له خدمتګارۍ ځان خلاص کړئ.»
سیاف د لویې جرګې د دایرېدو او د موقت حکومت د جوړېدو طرحې، چې د نوې جوړې شوې ټلوالې له لوري وړاندې شوي، رد کړې، ویې ویل چې له انتخاباتو پرته د واک لېږد بله لار نشته.
سیاف د یادو طرحو وړاندې کوونکو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې باید افغانستان ۱۷ کاله پخوا حالت ته بېرته ونه ګرځول شي.
محقق: د قومي اقلیتونو د حذف هڅه کېږي
په داسې حال کې چې سیاف افغانان له قومي تفرقې ډډې کولو ته رابلل د همدې غونډې بل برخوال د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق ولسمشر غني ته په اشارې وویل چې د قومي اقلیتونو په حذفولو او سیاسي – جهادي مشرانو ته په ګوزار ورکولو یووالی نه شي راتلای.
ده د افغانستان حکومت په جنګ او سوله کې ناکام وباله، ویې ویل، طالبان «د بهرنیو له اشغاله د هیواد د ژغورنې او دین لپاره مبارزه کوي خو اشرف غني هغوی ته د ایس کریم خوړولو بلنه ورکوي.»
استاد سیاف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:” “ده د افغانستان په چارو کې لاسوهونکو ته خبرداري ورکړ، ویې ویل«هغو کسانو ته، چې له بهره مداخله کوي چې زموږ هیواد او ملت ویجاړ کړي، زما پیغام دا دی چې په خدای قسم خورم چې بدل به ورڅخه واخلو.»”
And it look like that Ustad is awaiting for the help of what he call them ” infidel ” , in order to reach Afghanistan presidency first and then he will take ” badal ” .
“د همدې غونډې بل برخوال د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق ولسمشر غني ته په “اشارې وویل چې د قومي اقلیتونو په حذفولو او سیاسي – جهادي مشرانو ته په ګوزار ورکولو یووالی نه شي راتلای.”
Unless subsiding most of the Jahadi leadership from power, unity will never come. Because almost all of them are leading only and only the ethnic group the leaders belong to. And that is the core ingredient for division.