له ډيری ژړا نه یې باڼه ستړې او سترګې پړسيدلی ښکاريدی

په لړزيدلو لاسونو یې د کوټی ور خلاص کړو, له واره یې

سترګی په ميړه ولګيدی چی د دی د لاس ګتډل شوی بالـښت ته ئۍ ډډه وهلی وه , زر یې سترګی ښکته واچولی

په ټوله کوټه کی ځغلنده نظر واچوه. د ميړه تر څنګ یې

پنځلس کلن ځوان زوی ناست ؤؤ , لږ تری ها خوا یې خواښی ناسته وه چی د دی اته کلن زوۍ یې په زنګانه

سر ايښی ؤ او په خوا کی یې د ديارلسو او لسو کونو لمسيانې ناستی وی. ښځه هم غلۍ د لورګانو په څنګ کی

کيناسته. په ټوله کوټه کی چوپه , چوپتيا وه, يوازی به

کله, کله د هغۍ وړوکی زوی د ژاولو زدويلو ټسهار د کوټی

چوپتيا ماته کړه. سړی چی ځير , ځير یې ښځی ته کتل

په ږيره یې لاس تير کړ , مخ یې مور ته ورواړوه او وی ويل لکه چی دا شهزاده خو هم بی له تا نه ګوزاره نشی

کولی. مور یې په داسی حال کی چی د لمسی په ويښتانو

کی یې ګوتې وهلی په غرور سره یې وويل هو نو دا خو می په ټولو کی باچا لمسی دی. نورو لمسيان یې هم په بللی او نابللۍ خندا موسکی شول , خو پرته له ښځی نه چی له درده ډکه چيغې یې په ستونی کی بنديانی کړی وی او د يوه بد خبر د اوريدو په انتظار وه.

بيا ټول چپ شول , خو دا ځل سړی دا چوپتيا ډيره اوږده

نه کړه , غاړۍ یې تازه کړی او وی ويل: هو نو ادی ما ويل

چی نن انارګل اکا دوی هلته ورغلی نو ښائی د شپی يو لس

پنځلس کسان ورسره ډوډی ته راشۍ د ډوډی بندوبس به

مو کړی ؤ . مور یې  ټيکرۍ په سر سم کړو شونډې یې بوڅی کړۍ د اينګور خواته یې وکتل او وی ويل زه به څه ووايم اوس خو واک د ګل اندامی دی هغه دی ملا وټری او  څنګه؟

ښځه چی د خواښی د غرض نه ډکو الفاظو په معنا پوهه شوی وه, يوه دردمنه موسکا یې په شونډو خوره کړه خواښی ته یې وکتل او هيڅ یې هم ونه ويل . سړی چی دښځی حرکات یې څارل ,  ځان یې څه راټول کړو بالښت

ته یې کلکه تکيه وکړه د خبرو لهجه یې لږه تنده کړو او ښځه یې مخاطبه کړه : څنګه پړسيدلی ناسته یې لکه چی لا هم دی ببولالې نه دی خلاصی شوی? او زياته یې کړه ګوره ښځی ډير به می نه ځوروی لا کور می ودان چی مخکۍ د دسمال اخيسلو نه می ټوله خبره درته سپينه, سپپنه وکړه درته ومی ويل چۍ زما دويم واده می د مور

ارمان دی نو اوس که آسمان ځمکی ته هم راشۍ زه به دا واده کوم

 او بل دا چی نه څه ځی, نه څه راځی د هر چا به په دی کور کی خپل , خپل ځای وۍ , هر څوک به خپل قسمت

خوری.او بيا په تا څه ناروا شوی له هغی ورځی نه چۍدی

کور ته راواده شوی یې له سرو, سپينو دی څنګلې ډکی ګرځولی , په بخملانو کۍ دی ناسته ولاړه کړی اوبيا اوس خو دا دی زوی دی ځلمی او لورګانې دی پيغلی دي نور

نو څه غواړی? ښځی هيڅ هم نه ويل , يوازی  د خپل کميس لدونه ئ په ګوتو سمول او اوښکو یې په لاسونو

ورځڅولی . سړی مخ خپل ځلمی زوی ته ورواړو او وی ويا

که څنګه  زويه ته ووايه سم وايم که نه? هلک چی هک , پک ئۍ د خپلۍ مور د اوښکو ننداره کوله په ترپدلۍ

 غږ وويل هو دادا :

بلکل سم وائی. د تليفون زنګ شو , سړی تليفون له جيبه

راوايست څو شيبې غلی شو له خوښی نه یې مخ وغوړيد , خوله یې جينګه کړه : هو اکا تاسو ته دی هم مبارکه وی . د ښځی زړه ولړزيدو, ټول بدن یې يخ شو , په پښو کی یې دم ورک شو په زيار له ځايه پاڅيده او له کوټی نه ووته . سړی تليفون بند کړو  مور ته یې مخ کړو: ادی مبارک دی شه دسمال یې واخيست . مور یې په منډه ورپاڅيده خپل زوی یې په سترګو او ټنډه ښکل کړو ټيکرۍ ئۍ له سره وښوياوه , پورته یې آسمان ته وکتل او وی ويل

شکر خدايه چی زوی می د سيالانو او همزولو له سيالی نه

وروسته پاتی نه شو. د جينکو ستونې ډک شول خو د پلار او انۍ له ډاره ئۍ ځانونه کلک نيولي ؤ.

سړی د ځلمی زوی په اوږه لاس کيـښود او ورته یې وويل:

هله نو زما زمريه ټوپک واخله, بام ته وخيژه او ښه یې

ودرزوه .

هلک په لړزيدلو قدمونو پاڅيدو له ديواله نه یې ځوړند

ټو پک راواخيست او بام ته وختو . د ټوپک شاجور له

مرمپو   ډک ؤ , ماشی ته یې لاس کړ او بی له دی چی پوه شۍ ښی ډيری ډزې یې وکړی.

 دټوپک له غاړی نه نرۍ لوګی پورته کيدو , هلک د لوګی په لاره پورته آسمان ته وکتل

هوا نمجنه وه, د باران څاڅکې یې په مخ او نويو ټوکيدلو بريتونو راپريوتل او د ده له ټرمو اوښکو سره يو

ځای ګريوان ته وڅڅيدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *